د فرخندې وژنه ځکه ټولنیز ناورین بولو چې له یوې خوا داسې قتل یوازې یوه ناروغه ټولنه کولای شي او له بلې خوا د دې پېښې اغېزې ټولنه له بل ناورین سره مخ کولای شي.
د فرخندې په قتل کې یوازې هغو کسانو لاس نه درلود چې دا یې په سوک، څپېړو او لغتو ووهله، یوازې هغه ډرېور د دې قاتل نه و چې د دې پر مړژواندي جسد یې موټر تېر کړ، یوازې هغه سادیستان د دې وژونکي نه وو چې جسد یې سیند ته خطا کړ او بیا یې د غټو تیږو ګوزارونه ورباندې وکړل، قاتل یوازې هغه وحشیان نه وو چې د فرخندې پر جسد یې تېل وپاشل، اور یې ورواچاوه او د لمبو له لیدلو یې خوند واخیست؛ د فرخندې قاتل زموږ ټولنه وه.
ټولنه ځکه قاتله بولم چې له یوې خوا هغو کسانو چې د فرخندې په وژنه کې یې بالفعل لاس درلود، د ټولنې د مختلفو قشرونو استازي وو. باسواده او بې سواده، نر او ښځه، ځوان او زوړ، خت پرتوګ والا او دریشۍ والا … ټول په دې ډله کې شامل وو. له بلې خوا، سلګونه نور خلک د پېښې په صحنه کې حاضر وو خو هېچا د دې جنایت د مخنیوي هڅه ونه کړه، مانا دا چې دغه ټول حاضر کسان د فرخندې په وژلو راضي وو. تر پېښې وروسته تر هغې پورې چې د فرخندې بې ګناهي ثابته شوه، ډېرو خلکو ویل چې: «ډېر ښه کار وشو، هرڅوک چې زموږ دین ته په سپکه وګوري، همدا یې سزا ده.» دوی هم قاتلان دي. همدارنګه لسګونه تنه پولیس هلته رسېدلي وو خو دوی فرخنده د قهرجنو وحشیانو له منګولو ونه ژغورله نو د دوی او د قاتلانو څه توپیر شو؟ په دې حساب د فرخندې په قتل کې ټوله ټولنه شریکه وه.
ټولنه په بل دلیل هم ګرمه ده. زموږ ټولنې خپلو وګړو ته انساني ارزښتونه نه دي ښودلي. زموږ ټولنې قاتل ته اتل ویلي، غله او داړه مار یې کاکه او اعیار بللی، د قانون ماتوونکي او باغي ته یې د مېړني لقب ورکړی … نو په داسې ټولنه کې به خود هر څوک د بل وژلو ته زړه ښه کوي. موږ وینو چې د تنظیمي جګړو هغه جنګي جنایتکاران چې زرګونه خلک یې وژلي، د خلکو پر سرونو یې مېخونه ټک وهلي، انسانان یې د قوم، ژبې او مذهب په ګناه قتل کړي … اوس د مبارزې، دیموکراسۍ، ټولنیز عدالت … اتلان بلل کېږي. حبیب استالف، یو غل، اختطافچي او قاتل انسان و خو کله چې اعدام شو، ځینو خلکو ورنه اعیار جوړ کړ.
د فرخندې وژنه یوازینۍ او استثنايي پېښه نه وه، بلکې دې ته ورته نورې پېښې هم شوې دي. موږ په دې وروستیو کې د انسانانو د سنګسارولو ګڼې پېښې لیدلې دي چې د ځینو ویډیوګانې او تصویرونه خپاره شوي دي. په دې ویډیوګانو کې وینو چې خلک څنګه پر ښځو د غټو تېږو باران جوړوي او په څومره شدت او وحشت سره دا کار کوي. د دوی له عمله د دوی عقده من شخصیتونه ښه څرګندېږي.
د ټولنې واحد کورنۍ ده، بیا کلی، ښوونځی، مدرسه، کاري محیط، سیمه او ښار د ټولنې لویې برخې دي. زموږ په کورنیو کې ماشومان وهل کېږي، رټل کېږي او سپکېږي نو زموږ ماشومان په داسې خشن محیط کې سترګې پرانیزي او غټېږي. په کلي کې دښمنۍ او تربګنۍ دي، ماشومانو ته په کې د بدۍ او دښمنۍ درسونه ورکول کېږي. ماشومان او ځوانان مو په ښوونځي کې تحقیرېږي او معلم هم ورسره تر مور و پلار ښه چلند نه کوي. په مدرسو کې خو د طالب العلمانو سخت وهل، عادي خبره ده. په کاري محیط کې هر ځوان د داسې ناروغ بني آدم تر لاس لاندې کار کوي چې د بل له تحقیرولو خوند اخلي. زموږ وګړي په ښارونو کې هره ورځ له ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ کېږي. پولیس ورسره لکه بادار چلند کوي، ډرېور بدمعاشي کوي، دوکاندار دوې سمې خبرې نه شي کولای … په دې حساب د دې ټولنې هر وګړی له عقدو سره ژوند کوي او په اروايي لحاظ ناروغ دی، نو د داسې ټولنې له وګړو به څرنګه د نرمښت او عدم خشونت تمه ولرو؟
د فرخندې د وژلو اغېزې ټولنه د بل ناروین خوا ته بېولای شي. البته که له دې مسألې سره مسوولانه چلند وشي، تر ډېره بریده د منفي اغېزو مخه ډب کېدای شي. د پېښې تر پېښېدو وروسته تر څو میاشتو پورې اکثره خلک له یو ډول وېرې او اضظراب سره مخ شوي وو، په تېره بیا ښځې او نجونې سختې وېرېدلې وې او په یوازې سر چېرته تلو ته یې زړه نه ښه کاوه.
هماغسې چې تکفیري مذهبي ډلې، د نورو تکفیرول د یوې وسلې په توګه کاروي او خپل هر مخالف په دې وسله له منځه وړای شي، کېدای شي په راتلونکې کې ځینې نور کسان هم وچ په وچه پر یو چا تور ولګوي چې فرضاً «قران یې وسوځاوه» یا «خدای ته یې زیاړې وکړې»، «رسول الله مبارک ته یې سپکاوی وکړ» … او په دې توګه خلک د هغه وژلو ته ولمسوي.
د فرخندې په وژلو سره زموږ ځینې ارزښتونه ختم شول. زموږ په ټولنه کې پخوا نرانو دا ځان ته عیب ګاڼه چې پر ښځې لاس پورته کړي خو په دې پېښه کې لسګونو نرانو یوه بې وسه نجلۍ تر سوکانو او لغتو لاندې کړه. په عام محضر کې د چا بې پردې کول، دلته لوی شرم و خو دې خلکو د فرخندې کالي ورنه وایستل. پخوا به چا د انسان په مړي لاس نه واهه او مړی که په ژوند کې ښه انسان و که بد، چا به یې په جسد کار نه درلود او ان جنازه به یې ورو ورو پر اوږو وړه چې مړی په عذاب نه شي، خو د فرخندې جسد په کاڼو وویشل شو او اور ورواچول شو. پخوا به که پر چا ظلم کېده، عام خلک به يې خوا ته درېدل او ظالم به یې پرې نه ښود چې مظلوم ته تاوان ورسوي خو دلته سلګونو خلکو ننداره کوله او په موبایلونو کې یې ویډیوګانې اخیستلې. نو له دې پېښې سره دغه ټول ارزښتونه هېڅ شول.
اوس خبره دا ده چې پر ټولنې د دې پېښې د منفي اغېزو مخه ونیول شي. که د فرخندې قاتلان محاکمه شي او خپله سزا وویني، د ورته پېښو تکرار به کم شي. سره له دې چې د دې مجرمانو محاکمه مبهمه ده او لا څرګنده نه ده چې وروستۍ پرېکړه به یې څه وي خو د قاتلانو نیول پخپله لوی کار و. د بشري حقونو فعالان باید دا مسأله وڅاري او دولت مجبور کړي چې عدالت پلی کړي.
مدني فعالانو او روڼاندو په لومړي سر کې خپله دنده ښه ترسره کړه او د پېښې په غندلو او غیرانساني ګڼلو سره یې د دې مخه ونیوله چې د فرخندې قاتلان دې غازیان او اتلان وګڼل شي، ګنې زموږ ټولنه خو دې شي ته حاضره وه. خو دا کار تداوم غواړي. هغه کسان چې په انساني ارزښتونو قایل دي، باید خپلې هڅې جاري وساتي، لیکنې وکړي، ویناوې وکړي او وخت په وخت سره د دې وحشیانه پېښې یاد تازه کړي. په دې برخه کې رسنۍ هم خورا مهم رول لري.
باید د هغو ښو ارزښتونو د بیاژوندي کولو هڅه وشي چې د فرخندې په قتل سره زیانمن شوي دي. په دې برخه کې لیکوال، د تیاتر او سینما هنرمندان، شاعران، سندرغاړي، مدني فعالان او د بشري حقونو مدافعان مهم رول لوبولای شي.
موږ له انساني ټولنې لرې شوي یو او د بېرته ورستنېدا لپاره یې ډېرو هڅو ته اړتیا لرو.
—————————————-