د فرخندې په اړه دا کتاب چې (فرخنده در آتش عقیده) نومیږي، د مقالو ټولګه ده چې محمدیار یار راټول کړی او په کندهار کې بېنوا فرهنګي ټولنې خپور کړی دی.

په کتاب کې د فرخندې د قتل، افراطیت، ترهګرۍ، غلطو باورونو، تعویذنویسۍ، ټولنیزو ستونزو او اړوندو موضوعاتو په اړه د بېلا بېلو لیکوالو، روڼ آندو، او مدني فعالانو پښتو او فارسي لیکنې، راپورنه، مرکې،ګوزارشونه او داسې نور راټول شوي دي.

د فرخندې د قتل حادثه بې سارې وه، هغه پېښه چې نړۍ یې حیرانه کړه، د افغانستان په ګډون د نړۍ د مطبوعاتو سرلیکونه شوه، او په دې هیواد کې یې د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې.

د ۱۳۹۳ کال وروستۍ ورځ وه چې د افغانستان د پلازمینې کابل، په شاه دوشمشېره جومات کې یوه ځوانه ښځه (فرخنده) په دې تور چې ګواکي قران کریم ته یې اور وراچولی په ډېر ظلم او وحشت سره ووژل شوه.

ویې وهله، په کاڼو یې وویشته، موټر یې ورباندې تېر کړ او بالاخره یې په اور وسوځله. دا د خپل ډول یوه بې سارې پېښه وه، سلګونه خلکو یې ننداره کوله، او لسګونو په دې وژنه کې عملا برخه اخیسته، کابل چې د هیواد د نورو سیمو په پرتله د لوستو، روښانو او متمدینو خلکو کور بلل کیږي د یوې شرموونکي او خواشینوونکې پېښې شاهد و.

د دې پیښې په اړه روڼ آندو، لیکوالو، مدني فعالانو، انځورګرانو، هنرمندانو او نورو خپل تاثرات، لیکنې، افکار او تحقیقات ولیکل چې ډېره برخه یې په دې کتاب کې راغلي دي.

د یاد کتاب لیکوال محمدیار یار وايي که په دې اړه نورې لیکنې او مواد په لاس ورشي، یا یې خلک ورته راولېږي د دې کتاب په دویم ځل چاپ کې به یې ځای پر ځای کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *