تاند- د افغانستان سترې محکمې د فرخندې د وژنې په تور درې تنه په شل کاله او ۱۰ نور په ۱۶ کلونو قید محکوم کړل. دا دوسیې په یو کال کې بشپړې شوي دي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ وویل چې د فرخندې دوسیه په درو محکمو کې څېړل شوې او اوس څارنوالۍ ته د اجرااتو لپاره استول شوې ده.
د لویې څارنوالۍ ویندوی عبدالبصیر عزیزي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د محکمو له پرېکړو سره سم ۱۳ تنه په بند محکوم شوي دي.
د عزیزي له څرګندونو ښکاري چې هیڅ مجرم په اعدام محکوم شوی نه دی.
عزیزي دا هم وویل چې د یو شمېر نورو تورنانو خلاف شواهد شته چې وروسته نیول شوي خو د هغوی دوسیې لا هم په محکمو کې تر څېړنې لاندې دي.
ده ونه ویل چې د فرخندې د قتل په تړاو ټولټال څو تنه نیول شوي دي.
فرخنده د تېر کال د کب په ۱۷ مه نېټه د کابل په شاه دوشمشېره زیارت کې د یوه منجور په ناحقه ادعا د سلګونو خلکو له لوري په بې رحمۍ ووژل شوه.