د هغو شواهدو پربنسټ چی افغان لیک ته په لاس ورغلی د دی ښکارندوی ده چې د شهید فرخنده کورنۍ د کلک ګواښ سره مخامخ دی او ځیني کړئ د شهیدی د کورنۍ د ترور په هڅه کې دي. د تندلارو او خطرناک قاتلینو خوشي کول او له بله اړخه دشهیدې مسلکي قاتلینو آزاد ګرځېدل د هغې د کورنۍ لپاره د جدې ګواښونو لامل ګرځیدلی. د هغه اسنادو لمخې چې د شهید فرخندې دادخواهي کمیټې ته په لاس ورغلی څرګندوي چې د فرخندې قاتلین نه یواځې داچې نیول شوي ندي، بلکه د ځینو مفسدو کړیو لخوا یی ملاتړ هم کېږي. اجمل لطیف عرب چی د دغه پیښې په لومړۍ اونۍ کې په جلالاباد کې د پولیسو لخوا نیول شوی وو د فرید کریم، عزیزالله کریم او وزیر غفران عرب لخوا د ۳۰۰۰۰ امریکایی ډالرو په بدل کې خوشې شوی وه. نوموړي کس چې ددغه پیښې اصلي طراح او لامل بلل شوی او تر اوسه د پولیسو د محبوسینو په لیست کې شامل ده، اما دا کس نه یواځې دا چې آزاد ګرځي بلکه د پولیسو لخوا دغي تورن کس ته باډیګاردان او د وسلو جواز هم ورکړل شویده. دغه کس نه یواځې داچې د کابل په پروان دو کې په آزده توګه ژوند کوي بلکه د شهیدي کورنۍ ته هم ستر ګواښ جوړ شوی.
د شهید فرخندې د دادخواهي کميټه سره له نه ستړي کیدونکي هلوځلو او کره شواهدو ونتوانیده چې پولیس د شهیدې د کورنۍ د ساتنې لپاره اړ کړي. افغان لیک چې دغه قضیه له ډیر نږدې څخه څاري پدې باور ده چې د قاتلینو خوشې کیدل د محاکمې او مفسدو کړیو لخوا نه یواځې داچې د عدالت تر پښو لاندې کول دي، بلکه دغه ټولنه خبردارۍ ورکوي چې که حکومت دغه قاتلین بی وسلی نکړی او د شهیدې فامیل ته جدی پام ونکړي، نو دغه قاتلین به دشهیدې  کورنۍ هم ډیر ژر لمنځه وړی. د شهیدې کورنۍ د خوندیتوب لپاره او د عدالت د پلي کېدو لپاره رسنئ او مدني ټولنې هم کولای شې چې یوه غښتلي ونډه ولري.
د افغان لیکس په اړه:
افغان لیکس یوه مستقله، غیر سیاسي او مدني ټولنه ده چې د افشاکولو له لاري خلک او رسنۍ ته د اعتبار وړاو کره معلومات او اطلاعات وړاندي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *