کلتور او فرهنګ زموږ معنويات او د پېژندګلوی اساسي او مهم عنصر دی. د يوې ټولنې نوم او نښان هغه وخت ورک شي چې کلتور يې ورک شي. له همدې امله د نړۍ په کچه هڅې کېږي چې کلتوري شيان خوندي وساتل شي. موزيمونو کې خوندي شي ترڅو ورسره تړلی تاريخ، د قوم هويت او پېژندګلوي هم تاريخي يادګار پاتې شي.
زموږ ټولنه کې کلتوري ارزښتونه سره له دې چې يو شمېر ژوندي دي او له نېکمرغه د دې ټولنې هر وګړي ته دا ارزښتونه د قدر وړ دي؛ خو يو شمېر ارزښتونه شته چې نالوستي څه چې لوستو ته هم اهميت نه لري او يا نه غواړي چې ارزښت ورکړي.
په دې وروستيو کې د افغانستان د کلتور وزارت د فرهنګي اوونۍ په نوم د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړی دی چې روانه اوونۍ د کلتور وزارت يو لوړ پوړی پلاوی هلمند ته راغی. دلته يې د علامه بن حبان بستي علمي او څېړنيز سمينار جوړ کړ. په دې سمينار کې زما په ګډون ډېری ليکوالو د علامه بستي پر ژوند، اثارو، سفرونو او علميت باندې مقالې واورولې او ژمنه وشوه چې دا مقالې به د يوې ټولګې په بڼه هم ژر چاپ شي.
دغه راز د کلتور وزارت پلاوي او ورسره د هلمند فرهنګيانو او ليکوالو د علامه بستي له مقبرې ليدنه وکړه، بست کلا يې تر پښو لاندې کړه. بله ورځ يې يو نندارتون پرانيست چې پکې لرغوني توکي، کتابونه او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي وو.
تر دې وروسته يې د هلمند د لوی سيند پر غاړه يو ماښامی رنګين کړ او ښکلې مشاعره يې جوړه کړه.
دا ټول کارونه د فرهنګي اوونۍ په وياړ وشول.
د فرهنګي اوونۍ پيل او په دې اړه کمپاين خورا ګټور دی، شايد څو لاملونه ولري:
يو؛ په دې سره يو شمېر پروګرامونه او غونډې جوړيږي چې پورته يې ما يادونه وکړه، چې دا خپله لويه لاسته راوړنه ده. د فرهنګ او کلتور په اړه چې هر څومره ډېرې غونډې جوړې شي او بيا بيا تکرار شي، هم کمه ده.
دوه؛ هغه غوښتنې چې د فرهنګ په برخه کې يې خلک لري، مسؤلينو ته رسيږي او بيا بيا تکراريږي، چې ممکن ډېری ژمنې عملي شي، تاريخي ابداتو ته د خلکو او اړونده ادارو ورپام شي. او غم يې وخوري.
درې؛ عامو خلکو ته يوه انګېزه ورکول کېږي او دوی په دې پوهېږي چې د ځينو هغه کلتوري ارزښتونو ترڅنګ چې دوی يې پېژني يو شمېر نور ارزښتونه هم شته چې له دوی پټ دي يا پرې نه پوهېږي، لکه تاريخي ابدات، يو شمېر پخواني عالمان او ليکوال، د فرهنګ او کلتور په اړه ذهنيت جوړونه او د يو مهم عنصر په توګه د دې شيانو ارزښت.
کلتور هغه وخت مهم شي چې عام او نا لوستي خلک پرې وپوهېږي، دوی سره يې فکر پيدا شي، ارزښت ته يې قايل شي او خوا پرې بده کړي.
زموږ د ټولنې ډېری خلک ځيني کلتوري ارزښتونه د عادت له مخې پالي خو په معنوي او رښتيني ډول يې پر ارزښت نه پوهېږي. نو د فرهنګي اوونۍ يوه ګټه او ارزښت دا هم دی چې عام خلک به پوه شي. دوی به وپوهېږي چې ځيني کارونه چې دوی يې عادتاً کوي او فرهنګ پورې تړلي دي، څومره لوی ارزښت لري.
ارواښاد محمد ګل خان مومند بابا وايي:
«هڅوب، هغه څه ته ويل کېږي چې ولسونه بېلوي» د دوو ولسونو، قومونو، د ژبو ويونکي، هېوادونه، ملتونه او انسانان په کلتور سره بيليږي او کلتور د دوی ترمنځ پولې ټاکي.
مليتونه، قومونه، لوی خلک، لوی هېوادونه پر خپل کلتور وياړي او فخر پرې کوي. کلتور له ټولنې او خلکو نه بېلېدونکی عنصر دی.
نو راځئ چې خپل کلتور وپالو، د فرهنګ ارزښت خلکو ته ور وښييو او خپل هويت تر ابده وساتو.
۱۳۱۹۸ د لړم لومړۍ