کله چې ادبيات د ټولنو تر منځ تبادله کېږي، بيا نو د يوې ټولنې فرهنګ په بله اغېز کوي. د فرهنګ د انتقال ډېره پياوړې وسيله ادبيات دي. کله چې ادبيات ايجادېږي؛ ضرور پکې د چاپيريال اغېز وي او د موجوده ټولنې له اغېز پرته د ادبياتو ايجاد تر ډېره حده ښايي ممکن نه وي. پردي فرهنګونه په لومړي ځل خامخا له متقابل عمل سره مخ کېږي، خو کله چې ادبيات په ټولنه کې په ځلونو تکرار شي خلک ورسره عادي شي او د فرهنګ انتقال ته لاره هواره شي. ادبيات چې را نقل کېږي بيا نو حتمن بايد د فرهنګ اغېز ته غاړه کېښودل شي. د بېلګې په توګه کله چې د غربي ادبياتو د داستاني ادب کومه صحنه د ژباړې له لارې پښتو ژبې ته اړول کېږي بيا نو د فرهنګ انتقال پکې ضرور وي. لکه يوه صحنه داسې وي، چې دوه کسان راځي او په شرابخانه کې شراب څښي په داسې حال کې چې زموږ په ټولنه کې پخوا دا ډېر د تنفر وړ عمل ګڼل کېده، خو دا چې موږ ته د غربي ډراميي يا هم داستاني ادبياتو له لوري دا فرهنګونه رانقل شول زموږ په ټولنه کې خلک ورسره عادي شول. او دې ته ورته نور دودونه هم زموږ اذهانو ته را نقل شول او زموږ فکرونه يې اغېزمن کړل. کله چې ادبيات ايجادېږي، نو دا ګټه ورسره جوخته وي چې له خپلو افکارو او فرهنګونو نور ټولنې اغېزمنې کړو او د خپل فرهنګ په معرفي کې ورسره مرسته وکړو.
ادبيات د فرهنګونو، خپلو ستونزو، دودونو او مراسمو د معرفي ښه وسيله ده. له دې لارې کولی شو؛ چې په نورو ټولنو کې د استعمار ریښې وغزوو. له دې پرته نورې چارې هم د ادبياتو له ايجاد او لېږد وروسته ترسره کولی شو. يوازې د فرهنګ د لېږد نه بلکې د فرهنګونو د ودې ښه وسيله هم ادبيات دي. کله چې په ټولنو کې ستونزو د ادبياتو په واسطه اظهار شي، بيا نو خلک ستونزو ته متوجې او د بدلون هڅه يې کوي. انسان په طبيعي توګه د نصيحت په توګه ځينې خبرې هسې عبث ګڼي، خو کله چې په لنډه کيسه کې ستونزه په تصويري او اختياري بڼه راشي بيا نو خلک په ذهني لخاظ عبرت ترې واخلي او د خپلې کمزورۍ د حل په لټه کې شي. ځکه د ادبياتو له ايجاد وروسته له لوستونکي سره دا انګېزه نه وي؛ چې ماته يو څوک د درېيم کس په توګه خبرې کوي بلکې داسې احساس کوي، لکه هر څه يې چې خپله ليکلي وي، اوس غواړي ولولي او عبرت ترې واخلي. ځکه نو د رښتيني ادب د ايجاد ګټه نظر مستقيمو تبليغاتو او د سمون هڅو ته ډېره وي.
شبيراحمد سليمي