د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۲۶ نېټه کابل ښار کې د میدیوتیک افغانستان مرکزي دفتر کې د ځوان شاعر او لیکوال شهید فرید باراني یاد غونډه ترسره  شوه. په دغه غونډه کې د میدیوټیک افغانستان د همکارانو په ګډون د فرید باراني د کورنۍ غړو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو، دوستانو، ګڼ شمیر شاعرانو، لیکوالانو او ژورنالیستانو برخه اخیستی وه.

  یاده غونډه د الهي کلام په اورولو پیل شوه، په سر کې د شهید فرید باراني روح ته د دعا لاسونه پورته شول او کورنۍ ته يې د جمیل صبر او استقامت دعا وشوه.

له دعا وروسته د فرید باراني نږدې ملګری شیرین آغا جهانګیر د فرید باراني د شخصي ژوند، زده کړې، کورنۍ او د شهید د فکر او لیدلوري په اړه مفصلې خبرې وکړې.

باراني يې د پښتو او دري ژبې پنځوونکی شاعر او لیکوال یاد کړ. نوموړي  د خپلو خبرو په یوه برخه کې د فرید باراني په اړه وویل چې :

اکثره پرېکړې يې خپله کولې او حتی خپله کورنۍ او له ما او رحماني صیب سره يې هم مشوره نه کوله، دا يې پر خپل نفس د باور ستر ثبوت هم ګڼل کیدای شوای.

په داسې حال کې چې په غونډه  بوګنوونکې خاموشي حاکمه وه، جهانګیر  فرید باراني یو ناقراره روح یاد کړ او زیاته يې کړه چې فرید باراني د خپلې ورکې په تلاش کې و او په پایله کې يې هغه وموند. باراني په رښتینې مانا خپل خالق پیدا او هغه ته يې د بندګۍ سرټیټ کړ.

فرید باراني د عقلانیت تر نامه لاندې ښه موده د الله د وحدانیت لپاره مبارزه وکړه او په دې اړه يې ارزښتمنې مقالې پر ویبپاڼو موندلای شو. هغه په دري ، پښتو، انګلیسي او جرمني ژبو په بشپړه توګه پوهیده او هغه ته يې موقع په لاس ورکړې وه چې خپله تنده ماته او خپلو پوښتنو ته معقول ځوابونه ومومي.

د شهید فرید باراني چاپ اثر يې یوه شعري ټولګه ده او په ناچاپاو اثاروې کې يې چې ترمونږه رارسیدلي، یوه شعري ټولګه او یوه د ټولنیزو لیکنو او نثري لیکنو ټولګه ده.

شیرین آغا جهانګیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د فرید باراني ناچاپ اثار د چاپ په ګاڼه سمبال کړي او د باراني حق دې ادا کړي.

د جهانګیر تر خبرو سمدستي وروسته د مزامیر په نامه د فرید باراني د وروستي شعر دیکلومه واورول شو چې د افغانستان د خوږ ژبي دیکلوماتو، انجینر سلیمان خپلواک له لوري دیکلومه شوې وه. مزامیر د باراني وروستی شعر دی چې تر اوسه مونږ ترلاسه کړی دی.

وروسته د فرید باراني د کورنۍ په استازیتوب د هغه مشر ورور محمد موسی حمیدزاده د راغلو میلمنو، میدیوتیک افغانستان او د باراني له ملګرو مننه وکړه چې په دې ستر غم کې يې له دوي سره ځانونه شریک ګڼلي او د باراني د دوستۍ حق يې ادا کړی دی.

په داسې حال کې چې د غم او مایوسۍ نښې يې له ورایه په تندي کې ښکاریدې، موسی حمیدزاده د خپل ورور مړینه پښتو او دري ادب او د افغانستان فرهنګي کورنۍ ته یوه ستره ضایعه وبلله او ژمنه يې وکړه چې د خپل ورور ناچاپ اثار به چاپوي او د ادب، عرفان او فلسفې د مینوالو ترګوتو به يې رسوي.

محمد موسی حمید زاده خپل ورور ته د خپلې کورنۍ د پوهې او وحدانیت د یو سمبول خطاب وکړ. اروپا ته يې د سفر په اړه مفصلې خبرې وکړې. حمید زاده د خپل ورور شهادت د وحدانیت په لاره کې قرباني یاده کړ او وويل : ورور يې په داسې حال کې د ملحدینو او له رب منکرو په واسطه په شهادت ورسید چې د برلین په یوه اسلامي مرکز کې د سهار د لمانځه ادا کولو  پر مهال ټپي او شهيد کړ.

ضیاءالدین صدر د نني افغانستان خپرنيز مرکز مسوول چې له فرید باراني سره يې یو کال په میدیوتیک افغانستان کې دنده ترسره کړې او خواږه خاطرات ورسره لري،  د فرید باراني شخصیت، پوهې، د پلټنې او پوهیدنې ځواک يې خارق العاده یاد کړ.

ښاغلي صدر باراني  د یو ځوان عارف او د فلسفې د مکتب د یوه ځوان خو زیرک زده کړیال په توګه ياد کړ او وويل چې د خپلې مشاهدې له مخې يې  نوموړى د يوه ځوان سالک په توګه حس کړى و. صدر وویل چې باراني به د مطالعې لپاره زما ځني کتابونه وړل، داسې وخت هم شوی چې د زرو پاڼو پنډ کتاب يې په یوه یا دوو اونیو کې مطالعه کړی او بیرته يې کتاب راته سپارلی.

صدر له باراني سره د خپلو هغو تیلیفوني اړیکو څخه هم پرده پورته کړه چې له باراني سره يې هغه وخت لرلې چې شهید په اروپا کې مسافر و. صدر زیاته کړه چې باراني د قران تفسیر ته مخه کړې وه او غوښتل يې د قران تفسیر لپاره ګام واخلي، خوده ورته اجازه ورنکړه او لا نورې مطالعې ته يې هڅولو.

لیکوال او شاعر محمد انور وفا سمندر له باراني سره د خپلې لومړنۍ لیدنې خاطره واوروله. انور وفا سمندر د خپلې همدې وینا په اړه لیکي:

توجه یاست، باراني نشته! 
له هیچا غږ نه خوت، ځکه چا سره څه شی نه ؤ، چې وویل شي!
مرګ د ذهن لپاره معما دی، خو زه وایم مرګ د هغه باد په شان دی، چې پر ژوند او ژوندو میېنان، د خدايي مینې ناپایه اقلیم ته ور الوزولي.
نو باراني ورک شو که موږ ړانده یو؟
په مادي حواسو اروا څنګه ووينو؟
که دا نومونه، لقبونه، رنګونه او څېرې وغورځو، څه به پاتې شو؟
موږ څه یاستو (تن او ذهن) او باراني دا نه دی! نو په باراني څه ووايو؟
خو دې سره سره، باراني یو سرګردانه روح، یو تضاد، یوه له نااشنا جرقو ډک موجود و!
کوښښ یې کاوه، د ځان خوله ور پټه کړي، چې پوه او باورمن یم؛ خو نه ؤ ښه!
روح یې خوشحاله!
خو باور وکړئ، په باراني نه پوهېږم؛ ځکه هغه تللی د خپل «وجود» په لور وزرې وهي.

ځکه چې ټول، د خپل وجود په لور لوېږي او پورته کېږي، لوېږي او پورته کېږي…
د ژوند او ژوندو مینه دې ژغورندویه واوسئ!

 د غونډې بل ګډونوال د اطلاعاتو او کلتور ویاند صابر مومند د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست پوهاند محمد رسول باوري  رالیږلی پیغام واوروه. د اطلاعاتو وزیر د فرید په شهادت خواشینې څرګنده کړې وه او دا يې د افغانستان د ادب کورنۍ ته یوه ستره ضایعه بللې وه.

د میدیوتیک افغانستان په استازولۍ محمد عاطف فقيرزاده د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ له ټولو میلمنو مننه وکړه چې له دوي سره يې د باراني یاد په ګډه تازه کړ. فقيرزاده وويل چې باراني يې همکار و ملګرى و، خو تل يې ورسره د خپګان تر کچې فکري بحثونه لرل، خو په هر حال کې يې زغم، قناعت او تحمل درلود.

 د غونډې په وروستیو شیبو کې د لیکوال او څېړنوال عبدالغفور لېوال يادښت، د پوهندوى محمد اصف بهاند مقاله ولوستل شوه او پر انټرنیټ د باراني په اړه دده د ځینو ملګرو پیغامونه او انګيرنې د عبدالحق سلامزوى له لوري وړاندې شول.. غونډه د مازدیګر په ۴ بجو د باراني انځور ته د ګلو د ګیډۍ په اېښودلو او د یاد شمعو په روښانولو پای ته ورسید.

د غونډې يوه سمبالوونکي د د ارواښاد نږدې ملګري ګل رحمن رحماني ژمنه وکړه چې دې غونډې د مقالو او خاطرو د ځانګړې ټولګې تر څنګ به د باراني پاتې اثار هم را ټول او چاپ کړي.

د يادونې وړ ده چې فريد باراني لا واده نه و کړى، له تېر يوه نيم کال راهيسې د المان په برلين کې اوسېده چې هلته له يو شمېر الماني افغان ځوانانو سره تر فکري او ديني بحثونو وروسته د خپلو مخاطبينو او ملګرو غير انساني عمل او فزيکي چلند سره مخ شو چې له امله يې نوموړى سخت ټپي او ورسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د نوموړي جنازه هېواد ته له را وړلو وروسته هرات ولايت ته ولېږدول شوه او د جنازې مراسم يې د هرات جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته تر سره او خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *