ولسمشر غني احمد ولي هوتک ته مډال ورکوي

تاند – د فري فایټ یا ازادې جګړې په افغان اتل، احمد ولي هوتک، په پلازمېنه کابل کې نامعلومو بریدګرو برید کړی، او په چړو یې سخت وهلی او ټپي کړی دی.

په  ټولنیزو رسنیو د ښاغلي هوتک د په وینو لړلي بدن عکسونه خپاره شوي دي. ویل کیږي چې هوتک د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی دی.

هوتک تېره ورځ /د اکتوبر ۱۴مه/ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې په امریکا کې له پنځه میاشتني تمرین څخه وروسته د را روانې جمعې په ورځ په مسکو کې له خپل روسي سیال، مکسیم شیکین، سره د سیالۍ میدان ته وځي.

نوموړي په مسکو کې مېشتو افغانانو څځه غوښتنه کړې وه چې اخلاقي ملاتړ یې وکړي او ویې هڅوي، خو خبر نه وو چې په خپل وطن کې به د ناوړو خلکو له خوا پرې برید وشي.

تېر کال د احمد ولي هوتک او یوه بل افغان اتل، باز محمد مبارز، تر منځ لفظي شخړه پېښه شوه چې د دغو دواړو اتلانو مینه وال یې دوه پړاکه کړل خو له څو ورځو ناندریو څخه وروسته د مشرانو په منځګړتیا بېرته سره پخلا شول.

د دې تر څنګه، ولي هوتک څه موده وړاندې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت له خوا له هغه سره د شوي چلند په وړاندې د اعتراض په توګه په خپل فیسبوک یوه انتقادي ویډیو خپره کړې وه، خو دا لا  معلومه نه ده چې په هوتک باندې شوې حمله کې به د چا لاس وي.

احمد ولي هوتک په لغمان ولایت کې زېږېدلی، ۵.۸ انچه یا ۱۷۳ سانتي متره قد لري او د ټاپولوجي وېب سایټ د معلوماتو له مخې یې په ۸ لویو نړیوالو سیالیو کې ۷ سیالۍ ګټلې دي.

One thought on “د فري فایټ افغان اتل احمد ولي هوتک په کابل کې په چړو سخت وهل شوی دی”
  1. دغه کار به د کابل د لنډه غرانو او کوڅه ډبو اوباشانو څخه لری نه وی. ځکه دغه تعصب لرونکی خلک ځمونږ دسپورت اتلانو سره ذاتی دښمنی لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *