راپور: وحید ویاړ
د ځوانیمرګ شاعر فرید باراني د تازه چاپ شوي کلیات د مخکتنې پرتمینه غونډه د ګڼو لیکوالو، شاعرانو، کره کتونکو، د پوهنتون استادانو او د باراني د مینه والو په شتون کې تر سره شوه.
د باراني کلیات د پوهنیار ګل رحمن رحماني په زیار د سمون خپرندویې ټولنې او باراني بنسټ له لوري په شپږ سوه مخونو کې له ګڼو مقدمو سره په لوړه کچه چاپ شوی دی.
د هرات ولایت اوسېدونکی فرید باراني د انجنیرۍ او طب په برخه کې د پښتو او دري ژبې شاعر و چې درې کاله وړاندې د اووه ویشت کلنۍ په عمر د المان په برلین کې ومړ او په لسګونو مقالې او ګران بیه اثار یې په میراث پرېښودل. نوموړي په کابل، بادغیس، هرات، ننګرهار، کابل او په وروستیو کې المان کې ژوند وکړ او همېشه په ادبي او ژورنالیستیکو فعالیتونو بوخت و.
د مخکتنې غونډه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو نړیوال تالار کې د باراني بنسټ او سمون خپرندویې ټولنې په کوربه توب د چهارشنبې په ماسپښین جوړه شوې وه، لومړۍ ویناوال یې د باراني بنسټ مشر وحید احمد افغان و.
نوموړي په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل: د باراني شهادت زموږ او ستاسې ټولو لپاره یوه ډېره بده پېښه وه، په ارثي لحاظ یې که زموږ کورنۍ ودردوله، په معنوي لحاظ یې د هېواد فرهنګیانو، خپلو مینه والو او په ټوله کې شعر ته هم یو نه هېرېدونکی درد ورکړ چې لا هم ترې نالېږو، خو ښه خبره دا ده چې هغه کم، خو ډېر با ثمره ژوند وکړ او په نثر کې یې راته ډېر اوچت میراث پرېښود.
افغان وویل چې باراني په کم عمر کې د لوی فکر خاوند و او د هغه د فکر پالنې لپاره یې د باراني د ملګرو په همکارۍ د باراني بنسټ او باراني وېبپاڼې بنسټ کېښود چې له دې وروسته به په منظم ډول کار کوي.
هغه زیاته کړه: ((. باراني بنسټ په پام کې لري چې هر کال د غوره شعر لپاره کلنۍ جایزه رامنځته کړي او په ټوله کې د ادب او هنر لپاره عملي کارونه وکړي. پر وېبپاڼه به د هغه ټول اثار انلاین کېږي.))
د کلیات مدون ګل رحمن رحماني په خپله وینا کې د هغه د خورو ورو شعرونو د را ټولنې پر سخته پروسه خبرې وکړې او وویل چې دا زیار یوازې دده نه، بلکې د باراني د مینه والو او ملګرو څخه د یوې جوړې شوې ژمنې ډلې د کار پایله ده چې په دویم قدم کې به د هغه د نثري کلیات د ترتیب کار هم کوي.
رحماني وویل چې د باراني په ژوند د هغه یوه ټولګه قلم خپرندویې ټولنې چاپ کړې وه، خو دا چې ډېر تود هر کلی یې ونه شو او د هغه سپین شعر د لوستونکو لپاره واضح نه و، نو بیا یې په شاعرۍ کې یوه اوږده وقفه راغله او په دې جریان کې باراني ژوره مطالعه وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې د کلیات مواد یې د نوموړي له کمپیوټر، پخوانیو ټولګو، فېسبوکي اکونټونو او مستعارو نومونو څخه را ټول کړي او بیا یې د خپلو همکارانو په مرسته د هغو پرتلنه تر سره کړې او اوسنۍ بڼه یې ورکړې ده. پر کلیات د ښاغلو اجمل ښکلي، انور وفا سمندر، سید ضیاء الدین صدر، شیرین اغا جهانګیر او مدون لارښوودې لیکنې راغلې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد په خپله وینا کې نوموړی یو داسې شاعر یاد کړ چې په خپل ژوند ډېرو ونه پېژانده او له مرګ وروسته یې د هغه سترو هنري شهکارونو ته پام واوښت.
د کابل پوهنتون استاد ډاکټر اجمل ښکلي د باراني پر شاعرۍ د هر اړخیزې وینا تر څنګ وویل چې نوموړي له کلماتو سره ډېر په هنر او نا اشنا چلند کړی، خپلې استعارې او ترکیبونه لري او په ټوله کې یې شاعري هم روایتي او کلاسیک رنګ لري او هم یې معاصرې ښکلاوې او ترکیبونه ساتلي دي.
ده وویل چې د باراني شاعري لوستونکی روزي او دې ته یې اړباسي چې د ځینو نورو علومو مطالعې ته هم مخه کړي او دا د نوموړي غوره ځانګړنه ده.
استاد سید ضياءالدین صدر د نوموړي په دري شاعرۍ خبرې وکړې او پر دې یې رڼا واچوله چې ایا یو ځوان په دې عمر کې د کلیات خاوندې کېدای شي کنه؟ صدر د باراني سره د لیدنې لومړۍ شېبې یادې کړې او د نوموړي عرفاني او تصوفي تمایلات یې یاد کړل چې په وینا یې یو ( اواره سالک و). منلي او بېلاري لیکوال محمد انور وفا سمندر هم په خپلو خبرو کې فرید باراني د یوې سرګردانې اروا شاعر یاد کړ چې د حقیقت او سکون موندنې په لټون ستړی او سرګردانه و او اخر ارام شو. هغه زیاته کړه چې که باراني ژوندی وی، اوس به یې خپلې ژبې او فرهنګ ته لا ډېر څه ورکړي وو.
د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب په خپله وینا کې وویل چې باراني په یوه داسې ټولنه کې په جرئت سره ژوند وکړ چې د ډېرو خبرو کول د انسان د سر په بیه تمامېدل، خو باراني د خپلو شاعرانه افکارو او اندونو په خپرولو یا خپلو خبرو په کولو کې وېره نه پېژنده. محبوب وویل چې په ازاد شعر کې نوموړی خپل ځای لري او شعرونه به یې تلپاتې وي.
ځوان لیکوال او شاعر عصمت الله صالح هم د باراني د شاعرۍ او شخصیت په اړه لیکلې مقاله وړاندې کړه. د غونډې په پای کې د باراني کلیات، باراني بنسټ او وېبپاڼې پرانېسته وشوه او د باراني د کورنۍ په استازولۍ د حاجي موسی حمیدزاده د مننې وینا وکړه. ناسته مازدیګر مهال د باراني بنست او سمون خپرندوېې ټولنې له لوري د ستاینلیکونو او ډالیو په وېش پای ته ورسېده او د مازدیګرنۍ په ترڅ کې د را بلل شوو لیکوالو او فرهنګیانو تر منځ ازاد فرهنګي بحثونه وشول. د یادونې وړ ده چې د غونډې ویندويي د ځوان لیکوال او ژبپوه عبدالحق سلامزوی په غاړه وه.