د میدان وردګو سرپرست والي د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو مسؤلینو سره په ناسته کې دوی ته لارښوونه وکړه،چې د ولسونو په همکارۍ دې د فساد او حکومت ضد تبلیغاتو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي .

د میدان وردګو سرپرست والی ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د فساد پر ضد مبارزه د هر افغان په ځانګړې ډول د مسؤلینو دنده وبلله او زیاته یې کړه،په دغه برخه کې باید هر ولسوال جدي هلي ځلي وکړي .

ده همدا راز ولسوالانو ته لارښوونه وکړه،چې د دیني عالمانو،قومي مشرانو او نورو مخورو په همکارۍ په اړونده سیمو کې د دولت ضد تبلیغاتو مخه ونیسي او په بشپړ توان سره دې د ولسونو په منځ کې د حکومت رښتینی انځور خپور کړي.

د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري د میدان وردګو والي ته ډاډ ورکړ،چې اړونده ولسوالۍ کې یې د فساد پر وړاندې پوره مبارزه کړې او همدا راز هر مهال یې هغه چارې ترسره کړي،چې د حکومت د پیاوړتیا او د ولسونو د باور لامل ګرځي.

ده زیاته کړه،دغه چاره یې د ولایت مقام په لارښوونه او د یادې ولسوالۍ د دیني عالمانو او مخورو په همکارۍ ترسره کړې .

د بهسودو د لومړۍ برخې ولسوال شریف امین یار د ولسوالانو په استازۍ بیا د میدان وردګو والي څخه مننه وکړه،چې هر مهال یې د دوی د حقوقو د ورکړې سربیره په هره برخه کې د دوی ملاتړ هم کړی دی .

د چک ولسوال محمدهاشم په دې وروستیو کې د ولسونو د زیاتې همکارۍ خبر ورکړ او زیاته یې کړه، اوس یې د ولسوالۍ لپاره نوی پرمختیايي شورا هم جوړه کړې ترڅو د پروژو په پلي کولو کې له موږ سره همکاري وکړي .

دا په داسې حال کې ده،چې د ولایت مقام له لورې د نرخ،بهسودینو او دایمیرداد ولسوالیو سره د یو شمېر وسایلو مرسته هم وشوه او ټاکل شوې،دغه مرسته ډېر ژر له جلریز ولسوالۍ سره هم ترسره شي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *