د افغان ملي غورځنګ اعلاميه
د ډسمبر ۹ نېټه د فساد ضد او د ډسمبر ۱۰ نېټه د بشري حقونو د نړيوالو ورځو په توګه پېژندل شوې دي. موږ دا ورځې په داسې حال کې نمانځو چې حکومت مو په نړيواله کچه تر ټولو فاسد حکومت ګڼل کېږي او بشري حقونه هم ترټولو زيات همدلته تر پښو لاندې کېږي.
زموږ په اند د فساد او پر بشري حقونو د تېري تر ټولو غټ لامل په افغانستان کې د جنګي جنايتکارانو او جنګسالارانو واکمني ده. د بن د لومړي کنفرانس د پرېکړې له مخې بايد په افغانستان کې انتقالي عدالت پلی شوی وای او جنګي جنايتکاران د محاکمې مېز ته راکښل شوي وای او په همدې موخه د بشري حقونو خپلواک کميسون جوړ شو. خو له هماغه پيله د امريکې ترويکا ( بوش، چيني او رامسفېلډ) د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره د جنګي جنايتکارانو ملګرتيا غوره کړه او د ملګرو ملتو استازي لخدر ابراهيمي مصلحت!؟ ته پر عدالت ترجېح ورکړه او د بشري حقونو کميسون هم يوازې تشريفاتي بڼه غوره کړه. د افغانستان دولت د جنګسالارانو په سهامي شرکت بدل شو او د دوی له خوا ګومارل شويو چارواکو يوازې د خپلو شخصي او تنظيمي ګټو لپاره کار کاوه او په دې لار کې يې له هېڅ ډول فساد او خيانت څخه ډډه ونه کړه. هغه جنګي جنايتکاران چې پخوا يې يوازې پر وسلو تکيه درلوده، د تېرو لسو کلو په ترڅ کې يوه مافيايي واکمني رامنځته کړه او د پوځي واک تر څنګ يې سیاسي او اقتصادي واک هم ترلاسه کړ. واکمنه مافيا نه يوازې د فساد او بشري جنايتونو اصلي سرچينه ده، بلکې په افغانستان کې د ملي نفاق، پرديو لاسوهنو او نفوذ، بې عدالتۍ، بې کفايته ادارې، کاواکه اقتصاد او ډېرو نورو ناخوالو لامل هم دی. همداراز که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د اوسني نظام پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ د همدغو زورواکو له اړخه متوجه دی او په اغلب ګومان چې يو ځل بيا به افغان او افغانستان د دوی د خپل منځي جګړو قرباني وي.
د ولسمشرۍ د کانديدانو او د هغوی مرستيالانو لېست ته په کتو سره څرګندېږي، چې د جنګسالارانو مافيايي واکمني به په راتلونکو کلو کې نه يوازې کمزورې نه شي، بلکې لا به ځواکمنه شي او له امله به يې د افغان غميزه لا پراخه او ژوره شي.
پورتنيو اندېښنو ته په پام سره موږ د بشري حقونو له خپلواک!؟ کميسون څخه غوښتنه کوو، چې د جنګي جنايتکارانو بشپړ لېست دې زر تر زره خپور کړي، څو په دې توګه د انتقالي عدالت د پلي کېدا لومړنی
ګام واخيستل شي. که چېرې د کميسون غړي د لېست د خپراوي وس يا شهامت نه لري، نو له خپلو دندو دې استعفا وکړي او ولس ته دې په ډاګه خپله بې وسي اعلان کړي، خو که استعفا هم نه کوي نو موږ به دوی ته د جنايتکارانو د شريکانو په سترګه وګورو او ډېر زر به يې پر وړاندې خپل مدني غبرګون پيل کړو.
موږ پوهېږو چې د اوسني نظام تر چتر لاندې د جنګي جنايتکارانو محاکمه ناشونې ښکاري، خو که چېرې لېست خپور شي نو لږ تر لږه موږ کولای شو په سياست او دولت کې د هغوی د ونډې د مخنيوي لپاره خپل غږ پورته کړو او په نړيواله کچه خپلې هڅې ګړندۍ کړو.
موږ پر ټول افغان ولس غږ کوو، چې که چېرې غواړئ افغانستان له شر، فساد او بلواکۍ څخه وژغورئ نو لومړی بايد د جنګسالارانو د مافيايي واکمنۍ پر وړاندې خپل لاسونه سره يو کړئ او د دوی د بېواکۍ لپاره منظمې او پرله پسې هلې ځلې وکړئ. افغان ملي غورځنګ له بشري او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دی او له ټولو وطنپالو هېوادوالو څخه د ملاتړ غوښتنه کوي.
په درنښت
د افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي څانګه