ژباړن: حضرت عثمان نوري
آیا پوهیږئ چې په هندوستان کې تر تولو مشهوره او مخکښه فسبوک پاڼه د چا ده؟
د هندوستان هېواد د چټک انټرنټ درلودونکی دی، په ځانګړي ډول ددغه هیواد وګړي ټولنیزه شبکه (فسبوک) ډېر کاروي. که تاسې غواړئ پوه شئ چې په دغه هېواد کې تر ټولو ۷ مخکښې فسبوک پاڼې د چا دي؟ نو موږ دلته ۷ هغه مخکښې فسبوک پاڼې تشرېح کوو چې ټر ټولو ډېر مینوال (خوښوونکي) لري.
د جدول په سر کې د هندوستان برحاله لومړی وزیر نریندرا مودي قرار لري، د نوموړي فسبوک پاڼه په ټول هندوستان کې تر نورو ډېر کتونکي لري،دغه راز له سیاست ور هاخوا د کرکټ له نړۍ بیا د منډو ماشین ویرات کهولي اود بالیووډ ستوری سلمان خان ډېر کتونکي لري.
دلته ۷ هغه مخکښې فسبوک پاڼې موږ تاسو ته روښانه کوو چې تر نورو ډېر مینوال لري، ددې تر څنګ ددې ۷ مخکښه اشخاصو ټویټر پاڼې هم ډېر کتونکي(followers) لري.
Narendra Modi 43.1 Million Fans لومړی: نریندر مودي

د هندوستان صدر اعظم نریندر مودي په لوی هندوستان کې د فسبوک ټولنیزې شبکې تر ټولو ډېر مینوال لري، چې دا ریکارډ کوم بل هندي چارواکی تر اوسه نه دی مات کړی. ښاغلی مودي په فسبوک کې ۴۳.۱ میلیون کتونکي لري، هغه دمګړۍ په لوی هند کې د فسبوک اتل بلل کیږي.
دوهم: ویرات کهولي Virat Kohli – 36.3 Million Fans
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی لوبډلمشر ویرات کهولي چې پیاوړی لوبغاړی دی او د کرکټ په نړۍ کې ورته د منډو د ماشین لقب هم ورکول شوی دی، اوسمهال په ټول هند کې د فسبوک دوهم مخکښه فسبوک پاڼه لري. نوموړی د هند له صدراعظم نریندارا مودي څخه وروسته په دوهم شمېره کې قرار لري چې فسبوک پاڼه یې ۳۶.۳ میلیونه کتونکي لري.
دریم: سلمان خان Salman Khan – 35.7 Million Fans

سلمان خان د بالیووډ د نړۍ مخکښه ستوری بلل کیږي چې اوس مهال يې په پراخه هند کې د فسبوک پاڼې د مینوالو شمېر ۳۵.۷ میلیونه ته رسیږي او دریم هندي وګړی دی چې د فسبوک مینوال یې په ټول هند کې په دریمه شمېره کې قرار لري.
څلورم: پرینکا چوپرا – 34.4 Million Fans
د بالیووډ د نړۍ تر ټولو ښکلې مېرمن پرینکا چوپرا لومړۍ ښځینه ادا کاره ده چې له ۳۴ میلیونه زیات فسبوک مینوال لري. نوموړې اوسمهال په لوی هند کې د فسبوک ۳۴.۴ میلیونه کتونکو په درلودلو سره په څلورم مقام کې ځای لري.
پینځم: ډیپکا پاډوکون Deepika Padukone – 34.1 Million Fans
د بالیووډ له نړۍ په لوی هند کې تر ټولو ټیټه فلمي لوبغاړې ډپپکا پاډوکون د فسبوک مینوالو شمېر د جدول په پینځم مقام کې قرار لري. نوموړې اوسمهال دوهمه شمېره ښځینه ادا کاره هم اعلان شوې ده او اوسمهال ۳۴.۱ میلیونه فسبوک مینوال لري.
شپږم: هاني سینګ Yo! Yo! Honey Singh – 30.2 Million Fans
په شپږم مقام کې د فسبوک مینوال د ستر هند په کچه د سندرغاړي، موسیقۍ تولیدوونکي او فلمي لوبغاړي هاني سینګ دي. نوموړی اوسمهال د ۳۰.۲ میلیونه مینوالو په درلودلو سره د هند په خاوره کې د شپږم مخکښه فسبوک پاڼې درلودونکی دی.
اووم: سچن ټنډولکر Sachin Tendulkar -28.7 Million Fans
د هند په کرکټ کې پخوانی پیاوړی او تر ټولو مشهور لوبغاړی سچن ټنډولکر په لوی هند کې هم د فبسوک کافي ډېر مینوال لري. ټنډولکر اوسمهال ۲۸.۷ میلیونه فسبوک کتونکي لري او د یاد هېواد په کچه د فسبوک پاڼې اووم مخکښه شخصیت اعلان شوی دی.
February 12, 2018