کل رحمن رحماني

    بس په همدې هيله پايم، چې يوه ورځ به ستا له راتلو سره د خطرناکې او له وهمه ډکې شپې څادر څېرې او ډېرې هغه پټې څېرې به را څرګنده شي  چې په  يوه لاس  يې  زما اوښکې پاکولې او له بل لستوڼي  يې  له خېرنو ګوتو سره يو ځاى  تور په وينو سور خنجر هم  زما په غاړه  را اېښې  و.

   لمرخو په  نوره  نړۍ کې هر ګهيځ  له ختيزه  په  پوره  شان او شوکت سره را  اوچتېږي، خو دلته کلونه وشول چې همدا لمرڅرک  مې نه دى ليدلى. زما د غرني  هېواد  په ختيزو څنډو کې مې له خپل پيدايښت نه تر اوسه  هغه  ننداره نه ده کړې، چې  زرينې وړانګې  په غرنيو ګلونو پرته پرخه  څنګه پورته کوي؟

     خو په دې  مې باور دى، چې ته راځې. زما د هېواد سپېڅلې خاوره او ستا طبيعت له ازله سره جوړ دي. ته مروره نه يې، ته د هغې ورځې انتظار کوې چې په دې سپېڅلې خاوره څو ناولې څېرې او وېروونکي سيوري د خپل تقدير محکمې ته ورسېږي او د فطرت له انتقام سره مخ شي، دا هغه ورځ ده  چې اوس يې له خوب پرته په وېښه هم ګورم.

       ته  نه غواړې، چې  خپل پلورونکي په خپلو سترګو وګورې او خپل سپېڅلى نظر ورباندې ناولى کړې. ته د هغه غيرتي وګړو او سپېڅلو ماشومانو سره مينه لرې، چې زړونه او ضميرونه يې لا په واک کې  دي، د ژوند په مانا پوهېږي او ته ورته ګرانه يې.

    زه باور لرم، چې ته يو سهار راځې، زما همزولي به ستا هرکلى په ډزو او وينو نه، بلکې د خوښۍ په اتڼونو او د ښوونځي په ترانو کوي. ستا انتظار يم. اې زما د ټپي ولس د رښتينې سولې او سوکالۍ ورځې.!

١٣٩٢ کال، د سلواغې ٢٦مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *