د فراه فریدون کلا

شپږمه برخه

تراسلام مخکي  د فراهيانو دين او مذهب

(له شاوخوا ۸۰۰۰ زره کاله پخوا تر ۱۴۰۰ کاله پخوا پوري)

الف: لمر (ميهترا) [1]لمانځل : د اسلام ترسپېڅلې او مقدس دين وړاندي  د دې سيمې  او حوزې ميشتو اوسېدونکی د لمر (ميترا ، مهر) په عبادت بوخت وه . ترڅنګ يې نور طبيعي  عناصر لکه سپوږمۍ (ماوګه) ستوري، باد ، باران او اوبو  رب النوعه او الهې لمانځنه کول وروسته کله چې دمغ ډلې (د زردښتي  روحانيونو) د لمر پرستۍ مذهب په کوډو او جادو ککړ کړ ، زرتشت يې داصلاح په موخه راپورته سو او خپل زرتښتي آئين يې خپور کړ ([2]) د دې جريان دتفصيل لپاره لږ وړاندي  ځو .

دلرغونپوهانو او پلټونو او څرګندولو له مخه ، دلومړنيو انسانانو په منځ کې له پيله دزړې ډبرې تردورې (احتمالاً ترمېلاد سل زره کاله پخوا) هيڅ ډول  ديني معقتداتو دبشر په منځ کې شتون نه درلود ، دليل دا راوړی چې  د انسان تصور يوازي دخوراک په راټولولو او پيداکولو راڅرخېده د ژوند ستونزو ، د استوګني ځای ټاکل ، د وحشي  ژويو سره ډغرې او دڅارويو ښکار انسان ډېر بوخت کړی و ، انسان هغه وخت د طبيعي  قوانينو له درک څخه بې خبره و ، طبيعي عواملو او عناصرو لکه تالنده او برېښنا ، سيل او توپان ، زلزله او  اور غورځوونکي  غرونو ، سوځوونه او قحطي، ساړه  او ګرم ، تياره او روښنايي او داسي نورو ښکارندو (پدېدو) يومبهم تصور په انسان کې  رامنځته کړی و ، همداسي  دمړيني  څخه وېره ، له وحشي ژويو څخه وېره ، له ډاروونکي خوب څخه بېده انسان په يوه عجيبه فکر کې  اچولی و ([3])دې ډول  طبيعي او غير طبيعي  عواملو انسان دی دې ته اړ کړ چې  دخپل معنوي  ځواک روح او روان دتقويت لپاره معتقداتوته لاس واچوي  ، طبيعت ته   رجوع وکړي ، لمر، سپوږمۍ ، ستوري ، اور، اوبه او نور څېزونه دعقيدې په توګه خپل رب النوع وګرځوي.

او بياکله چې انسان د استوګنې  د واحدونو جوړښت ته را ودانګل ، خپل  د ژوند د اسانتيا لپاره يې توليدي وسايل چمتوکړل او ټولنيز ژوند ته ورګډ سو دا هم د دې لامل سوه چې دبشر په ذهن کې ديني اعتقادات راپيدل سول، وحشت ، وېره او اړتيا د دين لومړني لاملونه پيژندل سويدي ، بشر په هره هغه شي چې نه پيژانده وېره درلوده او دابېره به د دې باعث سوه چې انسان دهغه وېرېدونکی شی احترام وکړي ، دادي چې انسان د ژوند په لومړيو مراحلو کې د طبيعي عواملو سره تماس  نيولي دي، دې برخه کې کرار کرار د کاهن ، معان ، برهمن، کشيش او موبد په نومونو روحانيون رامنځته سول چې ځيني پکښې کوډګران هم وه. دوی مدعي وه چې خدای ته لاس رسی(البته منسوخ خدايان)او دبنده ګانو د خواست او غوښتنو اجابت  د دې روحانينو په انحصار کې  دي، د قربانيو په کولو ، د ډاليو په ورکولو او ذکر کولواو دعاوو کولای سي چې د خدايانانو خاصه وجه ځانته راواړوي ([4])داهرڅه چې  و ، تر اسلام مخکي د انسانانو منسوخي  عقيدې وي داسلام دسپېڅلي دين په راتګ سره له منځه ولاړل.

په ټوله کې د اکثرو اريائيانو په ځانګړي توګه د فراه خلکو دلمر او نورو ارباب الانواعو عبادت کاوه ، لمر (ميترا، مهر، خورشيد) دهغو طبيعي  عناصرو له ډلې څخه و چې د انسان، حيوان او نبات پرژوند يې ژور اغيز درلود ، له ډيرو لرغونو زمانو څخه حتی (۸۰۰۰ ــ ۱۰۰۰۰ کاله) پخوا څخه يې لمانځنه دخلکو په عقېدو کې  ځای نيولی و. دآريائيانو ترمهاجرتونو مخکي چې د افغانستان ، هند او پارس خواته يې وکړي او همداسي  تر زرتښتي  ، بودايې او هندو يې اديانو تر رواج مخکي حتی څوپيړۍ تر اسلام وروسته هم په (فراه) ، هلمند( سيستان)، کابل ، لوګر او ملتان کې دلمر عبادت رواج درلود.([5]) زون= سون چي دلمر مانا لري ځيني ځايو نه د پهلوان ،غښتلي اوکروړ په مانا هم راغلى چي په اوستا کي هم (سوره ) د توانا ،  غښتلي اوکروړ مانا لري

.١٧     چي په چينايي ژبه کي ورته ( qiang zon )强 壮 ) چيانگ  زون ) وايي.

  په ترکي ژبه  پهلوان ته ( تگين) وايي چي د مريي په مانا هم راغلى دى د پورتنيو اندونو په څرگندونو کي چي زموږ دهېواد او بهرنيو پياوړو پوهانو کړي د زنداور=زون داور او زمينداور  پر لومړي جز يې تقريبا دټولو  نظر يو دى د( زون=سون=ژون=سن او سونا  -گير) ديوناني او انگلېسي  د( sun =لمر ) په مانا دى  ١٨ چي دلمر دالهې مطلب ځيني اخيستل کيږي ،او دوهم جز يې دغره اوځاى په مانادى.

  اروښاد علا مه حبيبي په خپلو ياداښتونو کي تر ډېره د زنداور پر لومړي جز رڼا اچولې ده  او دومره وايي چي په تاريخي جغرافيو کي ددې نامه غلطه بڼه چي دکاتبانو تېروتنه بلل کيږي د ( الکامل  په  ١٨٦٩م دبريل چاپ ) کي د داور او زور دنامه پر ځاى په غلطۍ سره ( بلدالداون) ليکلى دى ، او بل داون او زوز هم ددې نامه غلط شکلونه دي. ددې نوم دوهم جز د ( هيون تسانگ ) دسوناگير د نامه نوموني دوهم جز ( گير) دپښتو ژبي د غره په مانا دى چي ددې سيمي په نورو نومونو کښي هم ددې نامه څرک لگيږي لکه غور ، غرستاني ،غلجى=ګرجى=کهزادـ چي دغرني ماناښندي .

يوه بله ( رب النوع افتاب = دلمرپرښته ) دخيرخانې په کوتل کي دکابل شمال لوېديز په دوولس کيلومترۍ کي کشف سوې چي د لرغون پېژندونکو لخوا د ( د سوريامعبد) په نامه چي دلمر الهه نومولى چي ددې نامه بيلګه په نورو تاريخي نومونو کي هم ليدل کيږي لکه دغور سوريان ،سورياخېل ، زوراباد چي د تاريخپوهانو په وينا همدا سور اباد دى، اوبل د زور معبد ته ورته بل معبد په ملتان کي هم سته .

. لنډه دا چي د څو پوهانو نظرونه دلته نژدې ټول يو ډول دي لومړى يې د ( داور ) اره بڼه داد ګر او داد وربللى دى چي د عدل او انصاف د څښتن په مانا دى که سړى لږ څه متوجه سي د داور ، دادګر ، داد ور ، ګير ټول د ځاى مانا ورکوي او د داور د کليمې د مانا سره سر خوري ياني ( زون = سون =سونا = او يا سوريا = سور = زور =چي مراد ځني د لمر الهه وه هغه په همدې داور،غره يا ځاى کي وه.۶

داهغه الهې او رب النوعه وه چې په يوشمېر  اسيايي  هېوادونو، ځانګړي  توګه د آريانا په ګاوند همداسي  په (فراه) کې چې زموږ موضوع ده او شاوخوا سيمو کې ،لکه زرنج ، هلمند ، اراکوزيا او داسي نور… .

راتلونکی سرليک:……….

ب: فراهيان او زرتښتي دين:

اخځليک او لمنليک:

1:Mithraism: Mithra slaying the bull, bas-reliefBavaria-Verlagthe worship of Mithra, the Ariana god of the sun, justice, contract, and war in pre-Zoroastrian Ariana. Known as Mithras in the Roman Empire during the 2nd and 3rd centuries ad, this deity was honoured as the patron of loyalty to the emperor. After the acceptance of Christianity by the emperor Constantine in the early 4th century, Mithraism rapidly declined.

Before Zoroaster (6th century bc or earlier), the Iranians had a polytheistic religion, and Mithra was the most important of their gods. First of all, he was the god of contract and mutual obligation. In a cuneiform tablet … (100 of 2,092 words)

2 :علامه ، عبدالحي ، حبيبي ، دافغانستان لنډ تاريخ ، ۳۶ مخ.

3 :نورالله تالقاني، افغانستان ماقبل آريايې ها ، چاپ اول کابل ، ۱۳۶۱ شمسي، ۱۴۸ مخ.

4 :کاديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني ، جشن نوروز ومنزلت آن درميان ملل آريايې ، دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۹۰ ، شمسي، ۱۰۲ مخ.

5 :سيستاني ، مخکنی اثر ، ۱۰۴ مخ.

6: سرواني ، دوست شريف الله ، زينداور ، مومند خپرندوی ټولنه ، جلال اباد ، ۱۳۹۲لمریز،

تېرې برخې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *