لومـــړی برخـــــه
پیلیزه :
فراه د لرغونې آریانا یا اوسني افغانستان زړه وړونکې سیمه ده . پراخي دښتې ، د کرهڼې مساعدې ځمکې ښکلې هوا میلمه پاله ولس پر اسلامی دین ، علم او پوهه مین خلک او نومیالی شخصیتونه لري . د فراه د ولایت که هر څومره ستاینه وسی بیا به هم مبالغه نه وي فراه، له دولته زیات دسیمي خلکو په خپل مټ ودانه کړې او په اقتصادي لحاظ یې نسبتاً پیاوړې کړې ده .
دا تر لمر سپینه ده چې فراه د وخت سیاسي مسؤلینو له پامه غورځولې د پام وړ کار ورته نه دی سوی . فراه په تاريخي ، ادبي ، جغرافیایي ، اقتصادي ، سیاسي او اوتنوګرافیکې لحاظ د افغانستان او سیمي په تاریخ کې جووت او وېاړلی ځای

لري .
لرغونې فراه ، د تاریخي افغانستان طلایي او زرینه برخه ده چي پر تاريخي پاته شو نوارزښتنو یې ډير څه وېل کېدای او لیکل کېدای سي .
د فراه ولایت اوسنی جغرافیایی موقیعت :
فراه ، دهيواد په اداري تشکيلاتو کي هغه ولايت دی چي ، دهيواد په سويل لوېديځه برخه کي شتون لري او دختيځ طول البلد په (۶۲) درجو (۶) دقيقو ،(۳۵) ثانيو ، شمالي عرض البلد په (۳۲) درجو (۳۳) دقيقو ، او (۴۸) ثانيو کي موقعيت لري او دسمندر له سطحي څخه شاوخوا ( ۷۵۷) متره لوړوالی لري ، دفراه ټوله سيمه د نن په پرتله پخوا ډېره ويړه او پراخه وه ، د اوسني هرات ځيني سيمي لکه شينډنډ ، او پارس (ايران) ځيني برخي تر کرمان ، يزد او سمنان پوري د لرغوني پهره(فراه) له توابعو څخه شمېرل کېدې.
فراه ختیځ ته د هلمند او غور سره ، لوېدیځ ته د پارس ( اوسنی ایران) سره ۲۹۰ کېلومتره پوله لري . شمال خواته یې هرات او یوه برخه يې په غور ولايت پورې تړلې ده . او سوېل ته هم د نیمروز ولایت سره مښتې ده .
شاوخوا ۵۶۱۰۰ کېلومتره مربع مساحت لري . مرکز یی فراه او له پلازمنی کابل څخه شاوخوا ۸۶۰ کېلو متره واټن لري.( )
فراه ولایت د مساحت له مخې د افغانستان له لوېو ولایتونو په کنار کې راځي چې تر آسيایی هیوادونو ( لبنان ، قطر ، قبرس ) څلور ځله لوې او تر فلسطین او ارمنستان دوځله لوې دی .( )
تر اروپایی هیوادونو ( البانیا ، بلجیم ، لوکزامبورګ ) دوه ځلې لوی او تر ډنمارک تقریباً یو نیم ځل لوی مساحت لري . ()
فراه ټول یوولس ولسوالی لري:
۱ . مرکز فراه ( ۳۵۳۵ کېلو متره مربع مساحت )
۲ . خاک سفید ( ۱۳۵۹ کېلو متره مربع مساحت )
۳ . بالابلوک ، ( ۵۳۲۲ کېلو متره مربع مساحت )
۴ . ګلستان ، ( ۶۶۰۲ کېلو متره مربع مساحت )
۵ . لاش و جوېن ، ( ۵۲۲۸ کېلو متره مربع مساحت )
۶ . پرچمن ، ( ۷۱۴۵ کېلو متره مربع مساحت )
۷ . پشت رود
۸ . قلعه کا
۹ . شېب کوه
۱۰ . اناردره ، ( ۱۰۴۶۵ کېلو متره مربع مساحت )
۱۱ . بکوا ، ( ۲۰۸۱ کېلو متره مربع مساحت ) ( )
ښاغلي همایون ذهین يې ولسوالۍ په دې ډول ښوودلي دي : د فراه ښار، د دغه ولايت مرکز دی او پشت رود، خاکسفید، بالابلوک، پرچمن، ګلستان، بکواه، لاش جوین، شیب کوه، پشت کوه او اناردره يې اړونده ولسوالۍ دي.
د امیر شیر علی خان له وخته د حبیب الله تر وخته نیمروز هم د فراه له توابعو څخه و . د امیرامان الله په وخت کې فراه د ( اعلی حکومت ) په نامه و نوم سو . په ( ۱۳۴۳ لمریز کال ) فراه او نیمروز د جلا ولایتونو په توګه ونومول سوه . ( )
که څه مخکې ولاړ سو ( فیض محمد کاتب ) په سراج التواریخ کتاب کې فراه د افغانستان له لوېو ښارونو څخه شمیرلی ده او کاږی .
بلدان مملکت افغانستان :
یکې قندهار است … این شهر در قت سلطنت اعلیحضرت احمدشاه پایتخت بود .
ـــ دیګر شهر کابل است ــــ
ـــ دیګر شهر پشاور است ــــ
ـــ دیګر شهر جلاآباد است ــــ
ـــ دیګر شهر غزنین است ــــ
ـــ دیګر شهر فراه است ــــ( )
فراه په قبل التاریخ کې:
د لیک یا رسم الخط تر پیدا کېدو مخکې دوری ته د ( قبل التاریخ )( ) زمانه وېل کېږی . هغه زمانه چی لیک پکي رامنځته سوی دی ( تاریخي عصر) ويل کېږی . د اوېشنه د موضوع د اسانتیا په مقصد سوې ده . هره دوره بیا په بیلو بیلو برخو طبقه بندی سوې چي موږ ترې په لوستنه او څیړنه کې کار اخلو. دا معلومه ده چی نه رسم الخط ( انځور لیک) په ټوله نړی کې په یوه ځل پیدا سوې او نه هم د نړۍ قبل التاریخ ( له تاریخ نه وړاندی) او تاریخي دوره شریک حد لري ، بلکي هر هیواد او هره لرغونې سیمه ځانته بیل تاریخي او قبل التاریخ شالید لري . په عمومي ډول دوه ډوله قبل التاریخ او دوه ډوله تاریخي بیلګې لرو . لومړی د هر هیواد د هري سیمې او ځانګړي قوم او برخی قبل التاریخي خوصوصیات ، دوهم په ټوله کې د نړۍ عمومي تاریخ او قبل التاریخ دی( ) ، دلته زموږ موخه لومړی بیلګه ده هغه چې د لرغوني آریانا(افغانستان) او ځانګړی توګه (فــــــــــــــــــــــــــــــراه) قبل التاریخ څرګندونی دی.
قبل التاریخ د بشري ژوندانه په مراتبو کې د یوه عصر څخه نه دی عبارت بلکې د فکري او مادي قواوو د پراختیا مرحله ده ، چي بشري ټولنو په بیلو بیلو ځایونو او جلا جلا زمانو او عمرونو دغه مرحلې وهلي دي ، چي بشر په دې زمانه کې فردي او ډلیز رول لوبولی دی ، دې زمانه کې د بشر د ژوندانه څرنګوالي او تحول په نظر کې نیول کېږي . د بحث د ښه روښانه کولو لپاره د یادولو وړ ده کله چی په مصر او بین النهرین( )کې (۳۵۰۰ـ۳۰۰۰ ق ـ م ) مخزېږ دي کلونو کې لیک پیدا سو ، د ختیځ (شرق) د تاریخي او قبل التاریخي دورو حد درې – دری نیم زره مخزیږدي ( ق ـ م ) کلونه وټاکل سوه .( )
که لږ څه مخکې ولاړ سو د بشریت د پرمختګ ګام یوازی تر میلاد (۸۰۰۰- ۱۰۰۰۰ کاله ) مخکې چټک سو چی انسان د بیلا بیلو لوښو په جوړولو پیل وکړ دا وخت د ډبرې منځنی عصر بلل کېږی.) (
لومړی په اسیا او وروسته د نړی په نورو برخو کې انسان د خپلو خوړو پیدا کونکی هم سو . غلی دانې د انسان په دومره زیات اوښتون رامنځته کړ چي د بشر د نوې عصر پیل یی په ګوته کړ هغه چي د (نوې ډبری عطر ) ورته وایی.( )
که څه مته ولاړ سو په افغانستان کې تر تاریخ مخکې اثارو پلټنی له (۱۹۳۶م) کال څخه د اروپایي علمي پلاوېو له لوري پیل سوې . په نتیجه کې یې تر تاریخ له مخه ډبرو د عصر نښي تر لاسه سوې دي . د ډبرو کارونې دریمی دورې یا توږل شوې ډبري د خاورینو لوښو او فلزونو د کارونې په عصر پورې اړه لري.( )
زموږ د موضوع اړوند که څه هم په (فــــــــــــــــــــراه )کې د لرغونپوهانو له خوا رسمي پلټني نه دي سوې خو د فراه سیند پر غاړه لیري او نږدې د لرغوني تاریخي پاته شونو څخه او هغه کېندنی چی بیا د فراه په ګــــــــاونډه سيمه ، فراه ته نژدی شاوخوا کې سوې لکه پارس (اوسني ایران ) سوېلي برخي ، هلمند ( سیستان، نادعلي ) د کندهار په منډيګک ، د کورنۍ په شمال کي تر سره سوې هغه چي لړۍ یې تر بین النهرین (اوسنی عراق) پوري او بيا تر هند – سند او چين پوري غوړېدلي او رسیدلي، تر تاریخ وړاندی انسانی نښی اولاسوندونه موندل سوې بې له شکه او تر دید څخه د فراه قلعه کاه، خاک سفید ، ګلستان،انار دره ، بکواه او نوری سیمی د هلمند ( سیستان ) د حوزې تاریخي او قبل التاریخی ثبوتونه او نښی خوندی کړي دي . ( )
د فراه په جنوب کې پر ۱۹۳۶م ( سراورل سټین ) او ( مسیوګېرشمن ) د سیستان په نادعلي او زرنج کې د ( سروتار ) او کنګ په کلا کې کېندني وکړې ، هغه ډبرین لوښي ، بیلابیلي وسلې، غشي ، رنګه او ښایسته کودړي(کوکۍ – توکرکي) د سپینوزرو غوږوالي او له هډوکېو څخه جوړ سوې شیان پیدا سوي دي . په قبل التاریخ دورو کې د بشر ژوندانه ډول تقریباً په ټولو ځایونو کې یو ډول و او یو شکل یی درلود ، د خاوری او نژاد په لحاظ ډیر توپیر پکښې نه و تر دی چی د آریانا (افغانستان ) هند ، چین ، بین النهرین ، مصر او فارس اوسیدونکې ټول تقریباً یو ډول تحول کړی دی ( ) نو په قوې احتمال وېلای شو چی موقیعت ته په کتو( فراه ) هم د قبل التاریخ دورې پړاونه وهلي او لاسوندونه یې پر ځای دي ، د لرغونو پوهانو د رسمی پلټنو له مخی کېدای سي ډیری بیلګې تر لاسه سي.
نور……….هم سته