تاند- امریکايي څېړونکي وايي، د هغو کسانو د ستونزې د حل کولو لپاره یې یوه نوې شیوه اختراع کړې ده چې د عصبونو د پرې کېدو په وجه ګرځېدای نه شي.

دا نوې شیوه پر یوه اووه ویشت کلم فلج شوي ځوان تجربه شوه او بریالۍ وه.

په دې شیوه کې ټکنالوژي د ناروغ یا فلج شوي کس مغزو ته دا امکان برابروي چې د عصبونو د زیانمن شوې برخې تر شاوخوا راوګرځي او پیغام زنګون ته ولېږي.

دا کار د هغو الیکتردودونو په وسیله کېږي چې د زنګون په شاوخوا خوا پوري نښلول کېږي.

دا نوې ټکنالوژي د انسان فکر له مغزو پښو ته انتقالوي او عضلاتي انقباض رامنځته کوي.

دا شیوه لا تازه ده او په لومړنۍ تجربې کې فلج شوي ځوان وتوانېد چې ګام واخلي او نیم متر مخکې لاړ شي.

څېړونکي هیله لري چې دې ټکنالوژۍ ته به پرمختګ ورکړي او په راتلونکي کې به د عصبونو د غوڅېدو په اثر د فلج شویو انسانانو ستونزه ورسره حل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *