فلسطین ماشومه، په درد دې دردمند، په غم دې غمجن یو.

ما ته ستا درد او تکلیف لا ښه محسوسېږي، ځکه زما هم همداسې ماشوم ورور، ماشوم زوی، همداسې ماشوم ګاونډی، کلیوال هره ورځ د باروتو پر اور کبابېږي. همداسې کریغې وهي. همداسې یې د بدن غړي د فولادو په چړو غوڅېږي.

ته خو لا ښه یې، غمراز هم لرې، خلک دوعا هم درته کوي، امبولانس هم درته راځي، د الجزیرې کامره هم درته را ځغلي، اروپایان او امریکایان دې هم په ننګه لاریون کوي. نن مې ستا په ننګه د شیکاګو مارش ولید، سترګې مې ورته تورې شوې. یهودی هم درباندې ژاړي، عیسوی هم در باندې ژاړي.

ته خو ښه یې، په بدن کې دې یو څه وینه هم وه. سوء تغذي هم نه وې. جامې دې هم پاکې او لوکسې وې. زما ماشوم خو په ژوند لا مړی دی، د مړي په څېر وچ کلک، تک تور، ژېړ پېړ دی. هغه چې وسوځي، په بم والوځي، ایره ایره شي، په سر کې یې اتنحاري د تفنګچې جاغور ور خالي کړي، هیڅوک نه پرې ژاړي. یواځې ماشوم مې ژاړي او بس.

د فلسطین ماشومه! زما او زما د ملت غمرازي او همدردري له تا سره ده، خو پام چې زما د شیخ د تمساح پر اوښکو تېر نه وځې. دا په خپله د دې هېواد د ماشومانو د راتلونکي قاتل دی. دی غرضي او پروژوي دی. د ده په کور کې هره ورځ د زخمي او سویو ماشومانو کریغې وي. د مسلمان د زامنو کریغې وي. ده ته د ګاونډي اواز ورځي، خو دی یوه ورځ هم نه پرې ژاړي. یوه ورځ هم غمرازي نه پرې کوي. یوه ورځ یې هم پر قاتلانو مرګ نه وایي. دی یې قاتلانو ته باج ورکوي. د قاتلانو کور ته یې تګ را تګ کوي. دوستي او وروري ورسره کوي. دی دروغ درته وایي. دی د انسان درد نه محسوسوي، که یې محسوسولای د همداسې تنکیو ماشومانو له قاتل جنرال حمیدګل سره به د دوی په اصطلاح د فکري درس په حلقو کې نه کښېنستلای.

د فلسطین ماشومه،

یو د عدالت تقاضا ده، او یو د مساوات تقاضا ده. د عدالت تقاضا دا ده چې د نړۍ په هر سر کې مظلوم آه وکړي، زموږ زړونه ورسره څړیکه وکړي، خو د مساوات تقاضا دا ده چې د یوه مظلوم او بل مظلوم ترمنځ توپیر ونشي. په دواړو اوښکې تویې شي، د دواړو درد ته د انسان د درد په سترګه وکتل شي. د فلسطین ماشوم چې نور هیڅ نه وي، چې مسلمان هم نه وي، چې لسیزې لسیزې تېری او تجاوز یې هم نه وي زغملی، چې بالکل زموږ د لومړۍ قبلې د دفاع قرباني هم نه وي، انسان دی، او د نړۍ د وحشي او تر بزو مسلح ځواک لخوا پرې تېری کېږي. زموږ زړونه ورسره وینې وینې کېږي، خو غم دا دی چې د فلسطین د حملې یوه اونۍ وشوه. زما پر ماشومانو، زما د ورا پر موټرو، زما د ښوونځي پر شاګردانو دا دېرش کاله د ملایانو غوبل روان دی. موږ ته د فلسطین درد را محسوسېږي، خو د خپل نالایقه شیخ مکاره ژړا را ته مسخره اېسي چې یوه ورځ یې پنجابي اسرائیل، ټالیبي یهود او خوارجي وحشت ته ګوته ونه نیوله. لا دا چې د هغو ملاتړ یې وکړ. له هغوی سره یې خواخوږي وکړه. زه قسم خورم چې د فلسطین پر ماشوم د دوی ژړا جعلي ده. د فلسطین د ماشوم ژړا ما ما ته را پاتې ده، ځکه چې ما ته انسانیت یو انسانیت ښکارېږي. ما ته د فلسطین د ماشوم درد او د خپل ماشوم درد یو رنګ را ښکارېږي. دواړه یو رنګه انسانان دي. دواړه یو رنګ وینه لري، یو رنګه کریغې وهي. د فلسطین هغه روغتون لري، امبولانس لري، د نړۍ میډیا لري، دوعاګوی لري. په بدن کې وینه لري. زما ماشوم دا یو هم نه لري.

فلسطینه په غم دې غمجن، په درد دې دردمند یو. انتفاعي اسلامکارې، په رنځ او مشکل دې پوه، په منافقت او غرضیتوب دې باوري یو. تا ته انسانیت او د انسانیت درد مهم نه دی. تا ته خپله د پان اسلاميزم پروژه مهمه ده، چې ستا د روزي او رزق سرچینه هم ده:

د مصر مشره

د شام ماشومه

پام چې زمونږه

د شیخ په چغو

باور ونکړې

څوک چې د خپلې

مورکۍ په ساندو

څوک چې د خپلې

خورکۍ په کريږو

پروا ونکړي

هغه به کله

د بل د ښې شي

By Editor2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *