مجیب حلیمي –
ډېرو به د خپل فلش د فارمټ(زړه ډیټا د ختمولو) په وخت کې ستونزه لیدلې وي او یو اشاره(prompt) تاسې ته درکوي چې فلش مو اوس مهال قولف دئ او نشئ کولای چې خپل فلش فارمټ کړئ.
د پورته موضوع د روښانتیا لپاره باید داسې ووایو چې ولې فلش په خپله کولپ (قفل) کېږي او موږ نشو کولای چې دا فارمټ کړو او یا ډیټا ورڅخه کاپې کړو.
فلش(portable disk) چې مونږ پکې په اسانه خپل مالومات له یو ځائ څخه بل ځائ ته وړلی شو، استعمال یې هم زیات او په ورځني ژوند کې ډېر مهم دي، کله چې یې استعمال زیات شو، نو جوته شوه چې په هر سیستم کې ترې په عاجله توګه استفاده او کار اخیستل کېږي چې بالاخره تاثیر یې همدا وي چې فلش مو په اتومات ډول کولف شي، د وینډوز اپریټېنګ سیسټمونه (Open Source) ندي نو ځکه د هر عامل د وجې، چې زیاتره یې ویروسونه وي په اتومات ډول زمونږ فلشونه کولف کوي ، چې فارمټ او ډیټه ورته نشو کاپي کولائ.
د حل لار یې څه ده؟
۱ :- تاسې به په رن کمانډ کې چې لنډیز یې win key+r key دئ، او کمانډ لاین ته به ورشئ او داسې لیکل به وکړئ cmd
۲:- چې کله کمانډ لاین یا cmd ته داخل شوئ نو په توره پرده به داسې لیکل وکړئ چئ diskpart،دا کمانډ تاسې ته نوی توره پرده یا د ډاز پرده راخلاصه وي.
۳ :-چې کله د diskpart توره پرده راخلاصه شي نو پکې به داسې لیکل وکړئ
List diskچې لومړئ تاسې ته په سیسټم کې وصل شوي حافظې ښایې کوم چې یوه یې د سیسټم پورې تعلق لري او دوهمه یې د فلش ده.
۴ :-بیا به د پورته دوه یا وصل شو حافظو څخه یوه انتخاب کړئ چې کوم ستاسې د فلش سایز وي چې کمانډ یې پداسې طریقې دئselect disk 1
۵ :-اوس به داسې کمانډ ولیکئ چې ستاسې فلش د کلف څخه خلاص او پکې ډيټه ورواچوئ او هم یې فارمټ کړئ
attributes disk clear readonly