د فلیپین ولسمشر رادریګو دوتیرتې

تاند- د فلیپین ولسمشر رادریګو دوتیرتې، چې د نړۍ مشرانو ته په سپکو سپورو په ویلو مشهور دی، وايي، خدای پاک ورته وویل چې نور چا ته ښکنخلې ونه کړي.

دوتیرتې پرون /پنجشنبه/ له جاپان څخه تر راستنېدو وروسته وویل، خدای پاک په الوتکه کې ورسره خبرې کړي دي.

ده وویل«په الوتکه کې مې شاوخوا ناست کسان ویده ول چې یو ږغ مې واورېد، راته ویې ویل: که دې ښکنخلې بس نه کړې، دا الوتکه غورځوم.»

ده زیاته کړه«کله چې مې ورته وویل، له ما سره خبرې کوئ، هغه وویل هو خدای یم تا ته وایم.»

د فلیپین ولسمشر همداراز وویل چې له خدای پاک سره یې ژمنه وکړه چې نور به ښکنځلي نه کوي.

«له خدای پاک سره زما ژمنه د فلیپین له خلکو سره ژمنه ده.»

د فلیپین ولسمشر تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په شمول د بېلابېلو هیوادونو مشرانو ته سپکې سپورې ویلي دي.

د فلیپین ولسمشر د دې څرګندونو ترڅنګ په خپلو پخوانیو امریکا ضد خبرو منکر شو او ویې ویل چې له امریکا سره د اړیکو د شلولو خبره یې نه وه کړې بلکې د اړیکو د شېوې د بدلولو وړاندیز یې کړی دی.

8 thoughts on “د فلیپین ولسمشر وايي، په الوتکه کې خدای پاک راسره خبرې وکړې”
  1. په نړی کی ځینی خلک ماته په مغزو کی روغ نه ښکاری لکه د فلیپین ولسمشر، د شمالی کوریا ولسمشر، دامریکا ټرمپ اودپاکستان سرتاج عزیز

  2. سلامونه
    ما داسي فکر کاوه چي یوازي زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې داسې مشران او رهبران لرو چې د لیونیانو په څیر څرګندونې کوي چې نه یوازې د یوه رهبر او مشر سره نه ښاي بلکې د یوه ا نسان په ټوګه چې په سر کې لږ مغز هم ولري او له هیواد سره
    مینه ولري اد خپل هیواد ګټې له نورو هیوادونو څخه ورته ارزښت ولري داسې خبرې باید ونه کړي چې سبا ورځې ته پیښمان وي . د هغه متل په بنیاد چې وایې تر هغه وخت چې خبره دې نه وي کړي خبره ستا ده او چې له خولې را ووته د بل چاه شوه نو اوس په کار ده چې زمونږ رهبران په ډیرفکر او حوصلې سر خپلې خبرې وکړې چې بیا بله ورځ لکه د فلپین ولسمشر په څیر شرمیدلی او پیښیمان نه وي او لکه د ماشوم او لیونیانو په څیر ونه واي چې خدای پاک ماته رهنمایي وکړه چې داسې وکړه او یا داسې مکړه

  3. تانوالو ورونو السلام علیکم

    ورونو ځما دوو تبصرو ته (یوه دعطا نور اوبله په همدی صفحه کی) ستاسو لخوا بیا زندی شوی دی، کیدایشی تاسو به پدی خاطر زندی کړی وی چه ما دخپل نوم سره د ۲عدد اضافه لیکلی، دامی پدی خاطر عبدالله ۲ ولیکلو چه دتاند د تبصرو په برخو یو بل عبدالله پیداشویدی دی، ما وویل چه ددغه بل عبدالله سره دنوم قرق وشی، که ډبل عبدالله می لیکلی وای نو بیا خبره سیاسی کیداله او ستاسو دانتقاد لاندی هم راتلم

    خیر په هر صورت شاید ځما تبصری دتاند داصولو خلاف وی؟ او یا نور څه………… ؟

    زه به هم نوره د بی وسی دمه وکړم

  4. داخبره ولی کوی ځکه چی خپل اولس ته بیا اعتبار پیداکړی !
    نموړی ولسمشر خپل اولس ته په ډیر ځلی بی وعدی شوی و چی بیا ځلی به داسی کنځلی نه کوم خو هر ځلی به یی خپله وعده ماته کړه اوس یی د خپل اعتبار زیات ولو لپاره دا لار غوره کړه تر څو خپل اولس بیرته په ده باندی باور وکړی

  5. سړی چې يي د نوري نړۍ له احمقانو واوري او خبر شې بیا به پخپلو شکر وباسي زموږ وال خو داسې تر بخه هم ندي لیونې چې داسې لیوني دي پاچا شي لکه د پلیپین نو بیا به څکړي، کني والله چې سړي ښه ځیر شي موږ هم ډیر داوړ سیاسي لیونیان لرو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *