تاند- د افغانستان د فواید د وزارت مرستیال احمد شاه وحید، چې تېره اوونۍ د کابل په خیرخانه مېنه کې تښتول شو و، نن خوشي شو.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست یوې سرچینې له تاند سره په خبرو کې تایید کړه چې ښاغلی وحید نن د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشي شو.

ښاغلی وحید د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ هغه مهال د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شو چې غوښتل یې له کوره د کار دفتر ته لاړ شي.

پرون د افغانستان امنیتي ځواکونو په ده سبز ولسوالۍ کې پر یوه کور، چې ګومان کېده احمدشاه وحید هلته ساتل کېږي، حمله وکړه خو نوموړی یې ونه مونده.

د ملي امنیت چارواکي ونه ویل چې وحید په څه ډول خوشي شو او ایا د نوموړي د خلاصون په عملیاتو کې څوک نیول شوي او که نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *