تاند- د ایټالیا فورډ کمپنۍ د موټرو د شیشو لپاره یو نوی سیستم جوړ کړی چې په وسیله یې د موټر نابینا سپرلي شاوخوا منظرې لمس کولی شي.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، فورډ کمپنۍ د دغو شیشو نمونې پر نابینایانو ازمویلي او هغوی ترې خوند اخیستی دی.

نابینایان له دغو شیشو د خپل لامسه حس په مرسته د شاوخوا منظرې او ځایونه حس کوي.

دا ګجټ فیل د فیو (Feel The View) نومېږي او د موټر د کړکیو په پاسنۍ برخه نصب کېږي او کله چې په موټر کې سپور نابینا د هغې سویچ ټینګ کړي، یوه کمره د منظرو عکاسي کوي.

د فورډ کمپنۍ په وینا، اخیستل شوی عکس لوړ کنتراست په یوه مونوکروم په تصویر بدلېږي او د ایل اي ډي څراغونو یا ګروپونو په مرسته پر شیشې ښودل کېږي.

کله چې نابینا پر دې خاکستري رنګه عکس لاس وهي، د عکس هره برخه ورته ځانګړی حس ورکوي او په دې توګه له منظرې خوند اخلي.

د فورډ کمپنۍ له دې نوښته په لاندې ویدیو کې تاسو هم خوند واخلئ:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *