تاند- د فوټبال د نړیوال جام مسابقې به د برازیل پر وخت د نن(پنجشنبه) د ماسپیښین په دریو بجو پيل شي. د برازیل او افغانستان په وخت کې ۱۰نیم ساعته توپیر دی.

د برازیل ولسمشرې ویلي چې هیواد یې په خلاصه غیږ د نړیوالو هرکلي ته تیار دی.

د برازیل حکومت د خلکو دا اعتراض رد کړ چې وایي د نړیوال جام د کوربه توب لپاره یې اضافي مصرف کړی دی.

ویل کیږي چې برازیل یوولس نیم ملیارد ډالره د نړیوال جام د مسابقو لپاره پر تیاري لګولي دي.

د برازیل ولسمشرې وویل چې که څه هم د ځينو ځایونو د جوړولو کار نه دی بشپړ شوی خو دوی توانیدلي چې په دوولسو ښارونو کې دوولس داسې ستر لوبغالي جوړ کړي چې د فوټبال مینه وال به د لوبو په خوند وپوهوي.

په برازیل کې به د نړۍ د دوه دیرش هیوادو نود فوټبال ټیمونه په دې مسابقو کې برخه واخلي.

د برازیل د فوټبال د نړیوال جام د مسابقو د پیل د مراسمو لپاره د سندرې پر انتخاب هم لوی بحث وشو.

د نړۍ د بیلابیلو هیوادو لخوا سندرې کاندید شوې وې خو بالاخره د امریکايي سندرغاړو پیتبال او جینیفر لوپيز (ګډه سندره چې، [وی ار ون] نومیږي، غوره شوه.

د لوبو د پیل په مراسمو کې به لږترلږه شپږسوه مسلکي نڅاکونکي دې سندرې ته د نړۍ د مختلفو ولسونو په جامه کې نڅا وکړي.

نن به لومړنۍ مسابقه د کوربه هیواد برازیل او کرویشیا ترمنځ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *