تاند- په برازیل کې د فوټبال د نړیوالو مسابقو په لړ کې تېره شپه د ۸ ټیمونو ترمنځ ۴ مسابقې وشوې.

په لومړۍ سیالي کې، کولمبیا په درو ګولونو یونان ته ماتې ورکړه.

کاستاریکا په درو ګولونو له یوروګوای څخه وګټله او انګلیستان په ایټالیا وبایلله.

د ایټالیا لوبډلې انګلیستان ته ۲ ګولونه ورکړل خو په مقابل کې یې انګلیسي لوبغاړو یو ګول وواهه.

په وروستۍ یا څلورمه مسابقه کې، چې د افغانستان سهار مهال د عاج ساحل او جاپان ترمنځ وشوه، دوه په یو د عاج ساحل په ګټه پای ته ورسېده.

نن شپه به سویس له ایکوادور سره مخامخ شي، فرانسه د هندوراس په وړاندې میدان ته وځي او ارجنټاین له بوسنیا سره مسابقه کوي.

ارجنټاین دوه ځلي د فوټبال د نړیوال جام اتلولي ګټلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *