نوربادشاه يوسفزی –

د ننګرهار ولايت د یوې کورنۍ، چې په پېښور کې يې ژوند کاوه، د 14 مياشتو ماشوم يحيی په زړه کې دوه سوري ول، خو ډاکټرانو د جراحي عملیاتو لپاره ترې 7 زره ډالره غوښتل ولې دې کورنۍ د دومره ډېرو پیسو توان نه درلود او هر ساعت له ستونزو او خفګان سره مخ وو. د ډېرو ډاکټرانو له علاجونو او مايوسۍ وروسته دغه کورنۍ جلال اباد ته لاړه او هلته یې له يو ښوونکي او سوشل ميډيا کارکوونکی فرهاد زهير سره وليدل. د ماشوم د عملياتو په اړه يې ښاغلی زهير ته سپارښتنه وکړه او ښاغلي فرهاد زهير ورته د فيسبوک له لارې ستونزه حل کړه.

ښاغلی فرهاد زهير موسمن نومې ښځه ته چې امريکايي او اسرايیلي تابعيت لري او د امريکا د بهرنیو چارو وزارت (سټيټ ډپارټمنټ) کارکوونکی ده، د فيسبوک له لارې پيغام ولېږه چې زمونږ سره يو ماشوم دی په زړه کې سوری لري که تاسو يې د تداوي غم وکړئ مننه به وي.

2موسمن په اسرايیل کې د ماشومانو د روغتیايي چارو د ادارې له مشرې شمعون قشر سره اړيکه ونيوله او هغې ورسره د علاج ژمنه ورکړه.

افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دی چې له اسرايیل سره سفارتي (دیپلوماتیکې) اړيکې نلري، نو ځکه دوی اول د ترکيې ويزه ترلاسه کړه او وروسته ماشوم او د ماشوم پلار له ترکيې څخه اسرايیل ته ولاړل ت څو د ماشوم عمليات وکړي.

اسرايیل ته له رسيدو روسته دوی ته د وړیا یا مفت اوسيدو ځای، خوراک څښاک او د ښاغلی فرهاد زهير په کوششونو يو ترجمان هم ورکړ شو چې هغه له افغانستان څخه پخوا اسراییل ته تللی وو.

څو ورځې وروسته د ۱۲ اسرایيلی ډاکټرانو يو ټيم د ماشوم کامياب عمليات وکړل.

2په دې ټوله کيسه کې د ماشوم کورنۍ پټه ساتل شوې، د ماشوم کورنۍ ويره لري که خلک خبر شي چې دوی خپل ماشوم د تداوۍ لپاره اسرايیل ته لېږلی و نو کيدای شي له مشکل سره مخ شي.

 ښاغلی فرهاد زهير نور هم په افغانستان کې د ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو د تعليم د پاره هلې ځلې کوي.

One thought on “د فيسبوک ملګرتيا د افغان ماشوم ژوند وژغوره”
  1. Salam !
    Har hagha sok che la afghanano sara komak kawai aw khpala bashari aw ensani shegana tr sara kawi, Allah de hm pa donya aw akhirat ke kamyaba lari.che pa khole musolman wi aw aml ye de zalemano wi no dasi kasan ka kofaro aw zalemano sara kom fark nakawi aw pa tolo de allah qahr aw ghazab nazel da.no sha khalak pa hara tolana ke sta aw pa de che sok starge parawi da ghat terwatana da/// wasalam

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *