د بریالیو خلکو یوه تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې ځانونه ښه پېژني. ډېری کسان ډېرې ګډې وډې او پاشلې هیلې لري چې له بده مرغه ډېر کله يې ترلاسه کولی هم نه شي. هغوی چې خپلو هیلو ته رسيږي، د ژوندانه لپاره منظم پلانونه لري، موخې ته د رسېدو لپاره یې مهالوېش جوړ کړی وي او بریا ته د رسېدو لپاره د ورځني مهالوېش له مخې ځینې مهم او اړین کارونه کوي.

ستاسو اندونه، ستاسو شخصیت جوړوي؛ شخصیت مو له مرکزي هستې څخه عبارت دی. تاسو چې هر فعاليت کوی، سپارښتنه یې ستاسو افکار کوي. څومره چې د لوړ شخصیت درلودونکي و اوسی، په هماغه کچه به مو کارونه هم په لوړه سویه وي او بریا ته نږدې کيږی.

ارسطو وایي، د انسان وروستۍ موخه خوښۍ ته رسېدل دي، کله مو چې داخلي افکار له باندنيو هغو سره همغږي شول، د خوښۍ لوړې درجې ته مو ځان رسولی دی.

اې ټي فرانسېس وایي، پیل مو د اړینو کارونو له ترسره کولو وکړئ، وروسته هغه کارونه ترسره کړئ چې ممکن ښکاري، په دې توګه به یو وخت متوجه شئ چې ناشوني کارونه مو ترسره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *