هغه وسايل دي چې د اسلام او مسلمانانو د ترقي او بقاء ضمانت کوي. د اسلام د ترقي رازونه د فکر په تطهير او تعمير کې نغښتي دي. د فکر تطهير؛ یعني له اسلامي نظره د اوسمهال د دوديزو علومو او فنونو انتقادي جاج واخيستل شي او کره او کوټه دې سره بيل شي، له دې وروسته د اسلامي څېړني تر ټولو لوى کار د فکر تعمير دى، د ټولو پخوانيو او اوسنيو علومو نوى ترتيب او تشکيل په دې کې شامل دى.

د قرآن او سنت د نه بدلېدونکو اصولو په رڼا کې د علومو داسي تدوينول چې په اوسني عصر کې موږ ته په ښه راشي او د داسي فکر او عمل د نظام او تهذيب او تمدن په ودانۍ کې مرسته وکړاى شي چې په اوسني عصر کې د نړۍ په وړاندي د لوى څښتن د دين شهادت ورکړي (لئلايکون للناس على الله حجة) د علومو د کره کولو د دغه عظيم الشان کار لپاره ښايي تاريخ موږ ته زيات مهلت رانکړي که موږ په نژدې راتلونکي کې پر يو څه ترسره کولو کې بريالي شوو خو ښه که نه د اسلامي ارزښتونو او اسلامي تهذيب راژوندي کول به يو خوب وګرځي، بلکې د پرلپسې بدلونونو په دې نړۍ که به موږ ته زموږ د وجود باقي پاته کېدل هم کېدونى نه شي؛ خو د دې لپاره اړينه ده چې موږ تر ټولو دمخه د لوېدیځ د فکري مشرتوب وهم او طلسم پاش پاش کړو، هغو چې د فکر اوعمل کوم نظام ترتيب کړى دى، د هغه باطل والى او ناسموالى بايد په دلايلو ثابت کړو، دا کار د اسلامي نړۍ د فکري ازادۍ او ثقافتي بقا لپاره تر ټولو ډېر اړين دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *