مخکې له دې چې د فکري تسخیر په اړه کوم څه ووایو باید د هغه یو تعریف ولرو چې تسخیر څه ته وايي؟ فکري تسخیر (فکري جګړه) د یو کس یا د یوې ټولنې فکر د خپل فکر تابع دارولو ته او د غه ته فکري تسخیر وايي، فکري جګړه تر مخامخ جګړې ډېره اغېز ناکه او د مرګ ژوبلې نه خلاصه جګړه ده.
فکري جګړه د مسلمانانو د فکري او ذهني تسخیر له پاره د اسلام د ښمنه عناصرو له خوا پيل شوې ده. تر څو د هغوی د شریعت، عقیدې، فکر، سلوک، اخلاقو، او د ژوند د اسلامي بڼې د له منځه وړلو لپاره د ناپوځي وسایلو له لارې د دې لپاره پر مخ بیايې چې مسلمانان له خپل ځانګړي تشخیص او پېژند ګلوی څخه محروم او په هر څه کې یې د لوېدیځ په تقلید اخته کړي، تر څو د خپل دین په ګټه کار ونه کړي او د دفاع لپاره يې تصور هم په ذهن کې و نه لري.
لکه څنګه چې په پوځي جګړه کې پوځیان توپ، ټانګ، طیاره، بم، بارود، ګولی، ټوپک او د جګړې نور پوځي ټکنالوژۍ، د ماهرو او روزل شویو پوځي افسرانو لخوا کارېږي، همدا ډول فکري جګړه هم وسایل لري لکه: ښوونکي، کتاب، ښوونځی، پوهنتون، علمی څېړنې، کتابتونونه ان تر مطبوعاتو پوري ټول یاد ولای شو.
په ورته وخت کې دې ته د نوي استعمار یوه بڼه ویلای شو، ځکه اوس نړیوال تر مخامخ جګړې فکري جګړې ته ډېر ارزښت ورکوي دا په دې خاطر هم چط په مخامخ جګړه کې ډېری وختونه تربرید لاندي هېوادونه که ټول هېواد په بشپړه توګه نیول شوی هم وي خو په دغه هېواد کې ورته د مقاومت په نوم داسي ډلګۍ هم را پیدا کېږي چې استعمار ګرو ته یو لوی سر خوږی وي، نو د ګڼو پوځي مسارفو تر څنګ يې مرګ ژوبله هم پراخه وي.
تاریخ ثابته کړې چې پوځي فتحه او تسلط هېڅکله دایمي پایښت نه لري تر هغې چې فکري فتحې د پوځي جګړې تر څنګ په پراخه کچه یوه لویه فکري جګړه د ذهنونو د فتح کولو لپاره هم روانه کړې ده.
امریکا په افغانستان کې د مخامخ جګړې لپاره پوځي موسسې لکه: ناټو، ایساف، او د جاسوسي ادارو تر څنګه د جګړې لپاره په دندو ګمارلې خو د دې تر څنګ دوی د فکري جګړې لپاره هم زیات شمېر نا پوځي موسسې په کار اچولې چې د افغانانو د ژوند په دیني، سیاسي، ټولنیز، کلتوري، رواني، روحي، روزنیز، اقتصادي، او نورو بیلابیلو اړخونو یو ډول نه یو ډول اغېزلري.
موږ ته به کار ده چې ل دې فکري جګړې نه ځانونه و ژغورو او بس زموږ بریا به په همدې کې وي چې تر فکري استعمار لاندې را نه شو او په دې لټه کې شو، چې نور نو په خپله دې خاوره کې هېڅ یوه مور بورنه شي او هېڅ یوه ښځه کونډه ماشومان یې یتیمان نه شي، خپل فکر ولرو او فکري ځواک مو د وطن او ولس د خیر ښېګڼې لپاره و کاروو.
لیکوال: حکمت الله نورزی