د فکر ټال کې زنګېدل به د پرمختګ سمه لار در وښیي
ډېر لېکوال ، د نظر خاوندان ، تاریخ لېکونکي او نور وخت په وخت د هېواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او په یوه او بل اړخ کې د پرمختګ نسخې وړاندې کوي. ددوی په منځ کې د هېواد د پرمختګ لپاره د ښاغلي ډاکټر باقي دراني وړاندې شوې نسخه د(فکر ټال) له زښت زیات اهمیت څخه برخمنه ده.
ښاغلي دراني په تېر او اوس کې په افغانستان راغلو ناخوالو ته په ډېر بنیادي انداز کتلي، شته ستونزې یې روښانه کړي، د ستونزو ریښه یي لاملونه یې په ګوته کړي او د هرې ستونزې د هواري لپاره یې یوه بنیادي طرحه وړاندې کړې.
په دې کتاب کې د (فکر ټال) تر عنوان لاندې په لومړۍ برخه کې ډېرې هغه پوښتنې او د هغوی ځوابونه وړاندې شوي چې په ټوله کې د پرمختګ بنیاد جوړوي.
په دوهم څپرکي کې د خلک تر عنوان لاندې مسایل مخې ته راځي. لوستونکی ددې مسلو په لوستلو سره پوهیږي چې خلک یعنې څه؟ او د هېواد او ټولنې په پرمختګ کې د خلکو مسولیت او رول څه دی؟ نو کله چې خلک ځان و پیژني او د ټولنې او هېواد پر وړاندې خپل مسولیت درک کړي او د مسولیت د سرته رسولو لپاره طرحه ورته وړاندې شي، طبیعي ده چې د پرمختګ په لاره ګام اخلي.
دې پسې وروسته د ځان پېژندنې یو بحث ته رسیږو او دا بحث په دې بنیاد ولاړ دی چې هر کس د ملت د خواخوږې، د وطن د پایښت، ښېګڼې او پرمختګ مسول ګڼي او کس ته دا ښیي چې د پرمختګ طلب وکړي، هدف ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي او د نظر خاوند و اوسي.
دې پسې چې د کوم بحث کرښې لولو دا د ویښتیا په اړه دي او ویښتیا هم یو مثبت بدلون ته د رسېدو یو بنیادي بحث دی. ښاغلی درانی ویښتیا د خپلې عقېدې له مخې، د جنګ، جهالت او لوږې د مخنیوي لار بولي. نو که وېښتیا مو په نصیب شي او ددغو درو مسلو مخه ونیسو یقیني ده چې دا کار به مونږ د پرمختګ په لاره روان کړي. باقي درانی ویښتیا د خاصې پوهې او بېدارۍ نوم بولي او وایي چې د خلکو مسلسل طلب او هڅو ته دوام بخښي چې دا کار په ژوند کې د سمې لارې د پیدا کولو څرک دی.
ددغه بحث له منځ نه دا راوزي چې ځان پېژندنه ، ویښتیا او سم انتخاب د سړیتوب سفر دی او دا سفر مطلوب منزل ته رسیږي.
کله چې ددې کتاب د(قام ژغورنې) بحث ته پاتې کېږو ډېر څه پکې لولو خو که ددغه بحث له منځ نه د دروېش دراني دا لاندې بیت راواخلو ډېر څه پکې راټولیږي.
دروند وو چې ستا غم یې په زړه کې پروت وو
سپک شو ستا خیال یې له سره و ووت
(بهرني مداخلتونه او د بقا هلې ځلې) تر عنوان لاندې بحث کې باقي درانی یوه ډېېره بنیادي خبره کوي او هغه دا چې:
اوس د قامونو د بقا اړه یوازې په (سرښندنو) نه ده بلکه ( سر پر ځای ښندل) یې شرط دی. او د دروېش دراني دې لاندې بیتونو مسله بیخي روښانه کړې چې:
په حال پوره نه دی خبر څوک یې راوګرځوئ
ځي او بې ځایه ښندي سر څوک یې راوګرځوئ
دغه لارښود خو به دوی هم ډوب کړي له ځانه سره
په لمر پسې شول مازېګر څوک یې راوګرځوئ
ددین دوستۍ په بحث کې د رحمان بابا یو بیت ته پاتې کیږو:
زه رحمان چې ستا د حسن ثنا خوان یم
ستا له رویه درست جهان زما ثنا کا
د اورپوکۍ مخنیوي باندې هم د فکر ټال کې اوږد بحث شوی، د اورپوکۍ تعریف وړاندې شوی، او د اورپوکۍ د منځ ته راتګ ریښه یي لاملونه څېړل شوي.
نفرت او ډار د ترورېزم د منځ ته راتګ لوی لاملونه بلل شوي او انصاف، امن، تعلیم او بهتر معاش د ترورېزم د مخنیوي لارې په ګوته شوي چې نفرت او ډار دواړه ترې تښتي.
د انسان او انسانیت په بحث کې د حمزه بابا یو بیت ته مخامخ کیږو، چې داسې ده:
لولم یې په دې چې یې عنوان انسانیت دی
خدایه د هستۍ چې تا ویلې افسانه
وړاندې په دې بحث کې د انسان او انسانیت په تدریجي پرمختګ خبرې شوي. ځان پېژندنه، ازاده اراده، د انتخاب قوت، او د تخلیق قوت د انسانیت څلور خاصیتونه په ګوته شوي دي او په انسان کې د نفس د اصلاح عوامل د نفس تذکیه او ضبط ښوول شوي او ټېنګار پرې شوی.
د جدیدیت او مغربیت په بحث کې جدیدیت له مغربیته بېل ښوول شوی او د ټولنې شرایطو ته په کتو د ټولنې د پرمختګ لپاره ټېنګار پرې شو ی.
د خدای او خدایې په بحث کې هم ډېر څه لولو خو زه دلته په دې لېکنه کې د رحمان بابا په لاندې بیت بسنه کوم .
له نیستۍ یې د هستۍ صورت پیدا کړ
هسې رنګ پروردګار دی رب زما
سمه لار د(فکر ټال) د دوولسم څپرکي د بحث موضوع ده. په دغه بحث کې پر سمه لار د تګ مختلفې لارې او اړخونه روښانه شوي. خو ددې پوښتنې چې (اوس به څه کیږي؟) بدلول په دې چې (اوس څه کول په کار دي؟) ټوله مسله روښانه کړي او سړی پایلې ته رسوي.
د فکر ټال په وروستي بحث کې چې د سړیتوب تر عنوان لاندې دی ډېر څه زده کوو. خو دا کرښې چې لاندې یې لولوئ د بحث د منځ ټکی دی:
د اوس زمانې سړیتوب په ټولنه کې د تعلیم، امن او ترقۍ لپاره په هېواد کې جمهوري نظام ضروري ګڼي، چې د خلکو د ژوندانه معیار پرې اوچت شي.
د کتاب په اخر کې د لنډیز په توګه کتاب په شلو خبرو کې راټول شوی. په ټوله کې د (فکر ټال) دا کتاب په اوس کې د پرمختګ یوه غوره نسخه ده.
د( فکر ټال) په دغه کتاب کې ځای ځای د شعرونو راتلل کتاب خوندور کړئ او د مسلې په روښانولو کې یې ډېره مرسته کړې. زه نور ددې کتاب په نورو اړخونو خبرې نه کوم ځکه نه پرې پوهېږم.
د انسان او انسانیت په بحث کې مې زده کړل چې:
انسان دا فطرتي خاصیت لري چې هر زده کړئ هنر و نورو ته ورښول غواړي او په دغه ښونه فخر کوي. همدغو ټکو ته په کتو له دې لېکنې څخه زما یوازېنۍ موخه دا ده چې که وشي کولای یو څوک ددې کتاب لوستلو ته را وبولي.
په اخر کې یوه خبره کول دا غواړم چې د پرمختګ په دغه لېکلې نسخه عمل په کار دی او هر څوک باید د خپل وس مطابق او د خپل مسولیت له مخې په دې کرښو عمل وکړي. که داسې و نه شي کومه پایله نه لري او دا نسخه به د ځینې نورو هغو په څېر یوازې د کاغذ په مخ پاتې شي.
د ودان افغانستان په هیله