1: زما له مرګ ورسته زما جسد ته اور واچوئ ځکه چې په خښولو زما د هیواد دوه متره خاوره ضایعه کېږي، زما په نوم هېڅ شی مه نوموئ.

2: زما زوی ته ووایئ چې یوازې د فیدل له کلمې کار واخله ځکه د یو انقلابي زوی باید ماتونکی او خدمتګار اووسي.

3: یوه کوچنۍ ځمکه لرم هغه د هیواد انقلابي بچیانو لپاره جوړه کړئ او نوم یې نوې کوبا پرې کېږدئ.

4: په بانکي حساب کې شپیته زره کوبایې پیسې لرم چې معادل یې درې زره روسي روبل کېږي، که مو په ښار کې تر ټولو غریب کس ومونده هغه ته یې ورکړئ،
هغه ته ووایئ په ورځ کې دوه ځلې سګریټ ولګوئ له ما ورسته دې خلګ پوه شي چې سګریت له ما سره وفا ونه کړه.

5: ددې هیواد هېڅ یو انقلابي زوی ته اجازه مه ورکوئ چې د خارجي لاس ښکل کړي، که چیرته یې ښکل کړ له هیواده یې وباسئ.

6: ډاکټر ته مې یوه وظیفه سپارلي د هغه د کار مخنیوی مه کوئ، ځکه هغه ددې هیواد د انقلابي بچیانو د سلیم عقل لپاره هرو مرو یو څه کوي.

7: زما هغه جامې چې په موزیم کې دي، زما له تللو ورسته سپین څادر پرې واچوئ
تر څو ټول وپوهیږي، چې د شهر ترټولو ستر سړي کفن اغوستی دی.

کابل افغانستان
۲۹ غویی ۱۳۹۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *