نعمت الله خالد –

موږ او تاسو تقریباً هره ورځ خپل فیسبوک حساب په کمپيوټر، نيټ کیفې او مبايل کې پرانيزو، چې کله کله داسي هم کېږي چې خپل اکونت مو بند کړی نه وې او اکونت مو د نورو خلکو لاس ته لویدلی وي او یا به مو له ملګرو اوريدلي وې چې ډير پخوانی اکونت يې له لاسه ورکړی دی، دا او دې ته ورته ستونزې د فیسبوک شخصي حساب له نه خوندیبوب څخه واقع کېږي، نو که غواړئ چې شخصي اکونت مو د تل لپاره خوندي شي لاندي لارښووې پلې کړئ.

1

  1. څنګه مو د ګرځنډه تليفون شمېره اکونت خوندي کولای شئ؟

د خپل مبایل هغه شمېره په یاد ولرئ چې تاسو ورکړې ده، ځکه دا کار هم له تاسو سره د فیسبوک شخصي اکونت په خوندیتوب کې مرسته کوي، که مو کله پاسورد هېر شي او يا هم پاسورد له لاسه ورکړئ نو فیسبوک له تاسو څخه د ګرځنډه تليفون هغه شمېره غواړي چې تاسو له وړاندي ورکړې ده، که هغه شمېره سمه وه نو د میسج له لارې تاسو ته نوی پاسورد ليږي او تاسو دا واک درکوي چې خپل اکونت پرانیزئ که مو کومه شمېره نه وه ورکړې او یا مو غلطه ورکړې وه، تاسو خپل پاسورد نشی تر لاسه کولای.

Account Settings > Mobile and click on Add a Phone.

1

مخکي له دې چې په NEXT کليک وکړئ، هغه هیواد انتخاب کړئ چې په کې ژوند کوئ شمېره مو وليکئ او نیکست تڼۍ کېکاږئ.

1

د فیسبوک د لارښوونو مطابق ورکړل شوې شمېرې ته ایس ايم ايس(میسج) واستوئ، وروسته بیا هغه کوډ چې ستاسو د موبايل شمېرې ته لېږل شوی په کالم کې وليکئ او انتر يې کړئ.

1

د کوډ له ليږلو سره ستاسو ګرځنده تلیفون له فیسبوک سره ثبت شو، د اړتيا په وخت کې به فیسبوک ستاسو پاسورد همدې شمېرې ته استوي.

  1. څنګه د فیسبوک شخصي اکونت له هېکرانو خوندي کړو؟

تر څو لا زيات مطمين شئ چې ستاسو د فیسبوک اکونت خوندي دی، نو Secure browsing فعاله کړئ، دا کمانډ هغه بهرني سافټویرونه (پوستکالي) محدود کوي کوم چې غواړي ستاسو محرم معلومات هیکرانو ته ورکړي.

که غواړئ چې دا کمانډ فعاله کړئ لاندي تګلاري عملي کړئ.

1له دې وروسته په کيڼ لوري ليست کې په Security کليک وکړئ.

1

اوس نو په Edit کليک وکړئ.

1• تاسو ته به افشن پینل ښکاره شي او هلته موجود چیک بکس (Browse Facebook on a secure connection) وروسته سیف چینجز (Save Changes) ټنۍ کېکاږئ تر څو مو کړنې خوندي شي.

14. څنګه کولای شو خپل حساب بل ځای وتړو؟

د فيسبوک يوه ښېګړه دا ده چې موږ کولای شو معلوم کړو چې مخکي له کوم ځايه اکونټ ته داخل شوي ؤ او له کومې وسېلې څخه خپل حساب ته ننوتلي يو، نو که غواړو چې خپل حساب نور هم خوندي کړو له لاندي عمليې څخه کار اخلو.
Settings > Security page, look for ‘Active Sessions‘ and click on Edit.

1اوس به لیست په بڼه ټول هغه Sessions درته ښکاره شي چې له کوم څخه تاسو وړاندي خپل فیسبوک ته ننولي یاست سره، نو که غواړئ چې بل هر ځای ستاسو حساب غیر فعال شي په End Activity کليک وکړئ، ستاسو حساب چې هر ځای خلاص پاتي شوی وي غیر فعال به شي.

1

  1. Activate Private Browsing

که غواړئ چې بل څوک مو شخصي فیسبوک حساب ته لاس رسی ونه لري یوه بله لار هم شته چې هغه د شخصي (Browsing) جوړول دي، که دا اپشن فعال کړئ نو ستاسو فعالیتونه په Browsing history کې نه ثبتږي، زیاتره هېکران له دې لارې ستاسو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کوي، دا يوازي د فیسبوک لپاره نه بلکې په نورو مواردو کې هم ستاسو کمپیوتر له هېکرانو خوندي کوي، د فعالولو لپاره له لاندي تګلارې څخه استفاده وکړئ.

یادونه: دا اپشن په ټولو Browsers کې موجود دی.

Safari > Private Browing.

1Firefox
For Firefox, go to Tools > Start Private Browsing.

1Chrome
File > New Incognito Window.

1

  1. خپل اکونت پرانستي مه پرېږدئ

د فيسبوک په پرانيستونکي لومړۍ پاڼه کې له یوزر نوم او پاسورد څخه لاندي یو کوچنی چيک بکس دی چې ورته (Keep me logged in) وايې، خیال مو وې چې دا تیک مارک نه کړئ، خکه که دا ټیک مارک نه وې او تاسو غواړئ یا بل څوک غواړي چې ستاسو اکونت داخل شي پاسورد او ایمل ادرس به ترې غواړې خو که دا تیک مارک وې بیا نو پاسورد در څخه نه غواړئ مستقم اکونت داخلیږی.

17. له نامعلومو او مجهولو اړيکو (Spam Links) څخه ځان وساتئ
فیسبوک اکونت له دا ډول فضول لینکونو سره ډير جدي ده، تاسو کيدای شي فکر وکړئ چې دا به زموږ حساب ته زيان نه ولري خو داسي نه ده په يوه نامعلوم لينک کلیک کول ستاسو د کمپيوتر ټول معلومات د هيکر په واک کې ورکوي، اکثره دا ډول لينکونه تاسو ته د میسج، بنډار او یا هم د فیسبوک د ايمل په په بڼه راځي ، مګر هغه د فیسبوک د ادارې بريښناليک نه وې او ستاسو شخصي حساب ته خطر پيښوي.

1

له دا ډول خطرونو څخه د مخنيوي ډيرې لارې شته چې د مثال په ډول د ځينو یادونه کوو.

  1. هېڅکله په شکمنو لینکونو کلیک مه کوئ که هغه ستاسو د ملګري له لوري هم راغلي وي.
  2. هېڅکله چا ته خپل پاسورد او يوزر نوم مه ورکوئ، او مه هم د فیسبوک پاسورد نورو اکونتونو ته ورکوئ.
  3. یوازي له دې ویب سایټ facebook.comڅخه خپل شخصي اکونت پرانيزئ له نورو سایټونو څخه فیسبوک مه خلاصوئ.
  4. هر وخت په خپل کمپيوټر او مبایل کې د Browser نوې نسخه واچوئ.

  1. له استعمال څخه وروسته د فیسبوک اکونټ وتړئ

هېڅکله مو فیسبوک خلاص مه پرېږدئ کله مو چې کار پای ته ورسولو نو له فیسبوک څخه وتل (Log out) مه هېروئ، چې دا ستاسو د اکونټ له خونديتوب سره مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *