ليكنه اوژباړه : نعمت الله پټانزی
- لازمه نه ده چې تاسې یوجعلي “اکاونټ” ولرئ، په دې کارسره موعقده اوفاصله نوره هم زیاتیږي.
- فرینډ”Friend” د یوې “ټولنیزې” کلمې په توګه ومنئ، څرنګه چې فیسبوک یوه “ټولنیزه رسنۍ” ده نه بل څه، په دې توګه تاسې هم د ټولنیزې آرامتیا احساس کولای شئ.
- د فرینډ “Friend”ریکویسټ هروخت د”له تا ځارشم” په معنې نه وي.
- لایک” like”د پُوست دخوښولو په معنې دی نه د هغه د لیکوال.
- داسې مه ګڼه چې ولې یې زما پُوست لایک کړ؟ یایې ولې لایک نه کړ؟.
- داڅرګنده ده چې تاسې به یو “پرمختللی” ژوند لرئ خو؛هیڅکله خپلو”ماشومانو”ته دفیسبوک اکونټ مه جوړوئ ،هغه ته دژوندانه لار او رازونه وروښیئ ؛فیسبوک کارول به پخپله زده کړي.
- کله چې یوڅوک ستاسې دپیغام ځواب درنه کړي نو؛تاسې پسې مه بیړني کیږئ داځکه چې هرسړی “واک” لري چې ستاسې پیغام ځواب کړي یانه .
- له خوښې نه پرته له خویندو اومیرمنو سره دملګرتیاهڅه مه کوئ.
- له خپل انځورسره دنورو ملګرو بې اجازې “تګ” کول لویه تیروتنه ګڼل کیږي.
- کله چې یوڅوک تاسې “انفرینډ” کوي نو؛ دوه ځله هغه ته ریکویسټ مه کوئ ،داسې نه ده چې تل ترتله به تاسې دهغه دملګروپه نوملړکې و اوسئ.
- دنورو عقایدو او رواجونو ته احترام وکړئ، داځکه چې ټول ستاسې غوندې آند اوفکرنه لري.
- دابه ستونزمن وي خو؛ د”امکان ترحده” شخصي حریم ته په احترام قایل شئ.
- باور وکړئ چې ستاسو شان اوانساني کرامت تردې لوړ دی چې دیوه لایک لپاره سوال یعنې “ګدایي” وکړئ.
- کله چې یوې نجلۍ ستاسو ریکویسټ ومانه نو؛ هغوی ته دمعرفت اوپیژندنې په پاربې ځایه پیغامونه مه لیږئ.
- کله چې لوی څښتن تعالی تاسې پیداکړئ ویې ویل: “فتبارک الله احسن الخالقین” چې په دې کې څه شک نشته خو؛پام مو وي چې دسیلفي په لیونتوب آخته نه شئ.
- فيسبوك دځان لپاره دمعلوماتو د را ټولولو ښه مرجع وټاکئ.
- له اندازې زیات انځورونه مه پورته کوئ.
- دفیسبوک له لارې دیوچا دسپکاوي هڅه مه کوئ،کیدای شي هغه ستاسوپه اړه ښه نظرونه ولرئ.
- په فیسبوک کې ددندو ،شخصي چارو اونظرونو دتوپیروضاحت لازمي شرط دی.
- که چا “بلاک” کړئ ،له صبر زغم اوالهي تقوا نه کار واخلئ کیدای شي بریالي شئ.