مارک اوپریسیلاچان

تاند – د ټولنیزو رسنیو د سرکښ وېب سایټ فیس بک مالک مارک زوکربرګ او د هغه مېرمن پریسیلا چان غواړي چې د ځمکې له مخ نه ټولې ناروغۍ ختمې کړي.‌

د بریتانیا ډیلي میل ورځپاڼه لیکي،‌ مارک او پریسیلاچان د دغه کار له پاره په سر کې درې زره میلیونه ډالر بېل کړي دي چې بېلابېل څېړنیز مرکزونه او لابراتوارونه پرې جوړ کړي او ساینس پوهان په کې په کار واچوي‌.‌

ویل کیږي چې دغه ۳ زره میلیونه ډالر د ۱۰ کالو په مخه کار له پاره اختصاص شوې دي او هغوی غواړي چې د ۸۰ کلونو په موده کې د نړۍ له مخ نه ټولې ناروغۍ ختمې کړي.‌

د فیس بک سپوږمکۍ توغوونکی راکټ‌ چې اور یې واخیست
د فیس بک سپوږمکۍ توغوونکی راکټ‌ چې اور یې واخیست

تر دې مخکې ښاغلي زوکربرګ ویلي وو چې غواړي د مصنوعي سپوږمۍ له لارې د نړۍ بېلابېلو برخو ته انټرنټ ورسوي. د فیس بک شرکت د سپتمبر په ۱ نېټه غوښتل چې فضا ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه سپوږمکۍ ولېږي او د افریقا په شمول د نړۍ د یو شمېر سیمو لپاره د انټرنټ اسانتیا برابره کړي خو راکټ یې د الوتلو پر وخت اور واخیست او ناکام شو.‌

ډیلي میل ورځپاڼه د مارک زوکربرګ له قوله لیکي چې په وروستیو کلونو کې د واکسینونو، د زړه د ناروغیو د درملنې او کیموتراپۍ په شمول د یو شمېر ناروغیو علاجونه پیدا شوي دي او که مونږ دې کار ته په جدي توګه ادامه ورکړو کېدای شي چې د یوې پېړۍ په موده کې په کې د پام وړ پرمختګ وکړو.

مارک او پریسیلا
مارک او پریسیلا

ویل کیږي چې مارک او چان له دوه کالو راهیسې له بېلابېلو ساینسپوهانو سره لیدلي او د خپل هدف پروګرام په هکله یې ورسره خبرې کړي دي.‌ هغوی په دې لړ کې په سانفرانسیسکو کې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په قېمت یو څېړنیز لابراتور جوړ کړ.‌

فیس بک د ټولنیزو رسنیو یو وتلی وېب سایټ‌ دی چې مرکز یې د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت په مېلنو پارک سیمه کې دی.‌ دغه مشهور وېب سایټ د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ په ۴مه د مارک زوکربرګ او د هغه د پوهنتون د ملګرو له خوا تاسیس شو چې مارک او مېرمن یې په کې خواوشا ۴۵ زره میلیونه ډالره سهم لري.‌ یادې جوړې ویلي دي چې د خپلو پیسو ۹۹٪ به د خپل ژوند په دوران کې د بشري پرمختګ په کارونو باندې ولګوي.‌

One thought on “د فیس بک مالک او مېرمن یې غواړي چې ټولې ناروغۍ له منځه وېسي”
  1. وګوری دیی ته وای ددنیا ښه انسانان چه دنړی دټولو انسانانو لپاره خدمت کوی، په نړی کی ډیر میلیاردران شته خو هغوی خپلی پیسی په عیشق اوعشرت، دخپل ځان لپاره په ښکلو کورونو او الوتکو مصرفوی لکه دسعودی میلیاردر شهزاده الولید بن طلال چه دتاند لخوا یی دسپتمبر په ۱۶ نیټه(د شهزاده طلال الوتکه بل څوک نه لري) لیکنه خپره شویده.

    همداسی د امریکا ټرمپ هم یومیلیاردر دی خو هغه غواړی په خپلو دغه پیسو سیاست اوحتی ځان دامریکا ولسمشری ته ورسوی.

    یوبل امریکایی هنرمند مایکل جکسن هم یومیلیاردر وه، مګر څوکاله مخکی دزړه دحملی له کبله مړ شو، خو ټوله سرمایه تری پاتی شوه.

    په دنیا کی ډیرتعداد میلیاردران عربان دی، خوټولی پیسی په فحاشی اوغیرانسانی کارونو مصرفوی

    په اخر کی وایم دغه میلیاردر ښاغلی مارک او میرمن چه یی کوم تصمیم نیولی، که داسی تصمیم نور میلیاردران ونیسی نود دنیا دمخ څخه به فقر او بدبختی ختمه شی، ځکه ددنیا ټولی پیسی دمیلیاردرانو سره دی نه ددنیا د دولتونو سره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *