فیصل اباد کرهنیز پوهنتون کښې افغان محصلینو اتحادیی(نړیوال کلب) نوو راغلو افغان محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه. په دغې غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوي سفارت اسلام اباد نه پکې ښاغلی کونسلر نقیب الله ابراهیم خیل ، اول سکرتر محترم محمد رحیم رحیمي ، دریم سکرتر ښاغلی احمد شاکر قرار د پوهنتون ریس ښاغلې پروفیسر ډاکټر اقرار احمد خان ، داکتر محمد یونس ، خارجي محصلینو مشاور داکتر طاهر صدیقي او د محصلینو اتحادیی ریس حضرت الله رحیمي ، د خارجي محصلینو په شمول د پوهنتون استادانو او ګڼ شمیر محصلینو ګډون درلود. غونډه د پوهنتون نیوسینټ هال کې ترسره شوه . د پروګرام پیل په تلاوت سره وشو،د نړیوالکلب عمومي سکرتر حکیم الله ساپي د پروګرام د دریځ چارې سمبال کړې.
د اتحادیی ریس ښاغلې حضرت الله رحیمي پرانستي وینا وکړه او راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ نوو محصلینو ته مبارکې وویله او په فعالیتونو یی رڼا واچوله .
د غونډې بل ویناوال په پوهنتون کښې د خارجي محصلینو مشاور داکتر طاهر صدیقي وو چې د ښاغلې صدیقي نوې خارجي محصلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او په پوهنتون کښې یې د اوسیدلو اصول ورپه ګوته کړل.
د غونډې بل ویناوال ښاغلې احمد شاکر قرار د سفارت په نمایندګۍ وینا وکړه او نوو راغلو محصلینو ته ښه راغلاست تر څنګ غوره نصایح وړاندې کړل چې زیاته برخه یې په پوهنتون کښې د ښو اخلاقو په ښودلو څرخیدله، ښاغلي قرار د پوهنتون ستاینه هم وکړه .
د غونډې مشر میلمه او د پوهنتون رییس دوکتوراقرار احمد خان پوهنتون ته په مختلفو رشتو کښې افغان محصلینو په داخلیدو خوښې څرګنده کړه او نوو راغلو محصلینو ته یې د داخلو مبارکې وویله. ښاغلې ریس د اتحادیې مسؤلینو مننه وکړه افغان محصلینو سره خدمت د دوی دینې او ملې مسؤلیت وباله، او اتحادیی نوې کابینې ته مبارکي ورکړه .
د غونډې په پای کښې پروفیسر داکتر محمد یونس اختتامیه وینا تر څنګ په پوهنتون کښې د اوسیدو اصول او د بهرنیو محصلینو سره د ښو اړیکو ساتلو لارې چارې وښودلې د اتحادیی ریس رحیمي او د کابینې نه یی مننه وکړه چې لنډ وخت کې یی ښه را غلاست غونډه ترتیب کړه.
راپور:: حضرت الله رحیمي