تاند- د فوټبال د نړیوال فدرېشن د ۲۰۷ هیوادونو استازي په سویس کې راغونډ شوي چې د دې ادارې لپاره نوی رييس غوره کړي.

په لومړي سر کې دې چوکۍ ته ۵ تنه کاندید ول، خو یو ساعتکی مخکې یوه کاندید انصراف اعلان کړ.

اوس په فیفا یا د فوټبال په نړیوال فدرېشن کې د څلورو کاندیدانو ترمنځ انتخابات روان دي.

تر رای ورکولو لږمخکې یوه کاندید توکیو سیکسویل ناببره وویل، غواړم چې له کاندیداتورۍ تېر شم.

غواړم چې تاسي حیران کړم. زما کمپاین نن پای ته ورسېد او زه له کاندیداتورۍ تېرېږم. د هر هغه چا تر څارنې لاندې به کار وکړم چې ستاسو څلورو په منځ کې رييس غوره شو. هیله لرم چې یوه ورځ دا ریاست یوې ښځې ته ورسېږي.»

سیکسویل د جنوبي افریقا دهی. ده د هیڅ کاندید ملاتړ ونه کړ.

داسي ښکاري چې په نننیو انتخاباتو کې به تر نورو مخکښ د بحرین شهزاده شیخ سلمان بن ابرایم  الخلیفه وي.

نوموړی پنځوس کلن دی او تر دې مخکې د بحرین د فوټبال د فدرېشن ريیس و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *