د فیفا مشر د افغانستان د فوټبال د فدراسیون له ريیس سره

تاند- د افغانستان د فوټبال فدراسیون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د فوټبال د نړیوال فدرېشن (فیفا) مشر جوزیف سیپ بلټر غواړي چې افغانستان ته راشي.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په وینا د دې فدراسیون ريیس کرام الدین کریم د فیفا له مشر سره ولیدل. په دې کتنه کې د فیفا مشر جوزیف سیپ بلټر د افغانستان د فوټبال وروستي بریالیتوبونه وستایل او ویې ویل چې په نژدې راتلونکي کې به په خپله افغانستان ته سفر وکړي.

وروسته له دې چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د جنوبي اسیا د فوټبال په سیالیو کې اتلولي وګټله، د افغانستان فوټبال ته توجه زیاته شوه. تېره میاشت د اروپا د فوټبال د فدرېشن مشر کابل ته راغی او له افغانستان سره یې د فوټبال په برخه کې د مرستو ژمنې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *