تاند- د ټولنیزو اړیکو ویبپاڼه فېسبوک وايي، د سږ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې یې له اعلانونو څخه عاید یا ګټه په سلو کې ۱۹۵ زیاته شوې ده.

د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر پایه فېسبوک د اعلانونو له درکه یو نیم ملیارد ډالره ګټلي دي.

د فېسبوک اعلانونه د نوي اپشن یعني ژوندۍ ویدیو (live video) له زیاتېدو سره ډېر شوي دي.

دې کمپنۍ په نوي بڼه ونډې یا اسهام هم اعلان کړي چې پر اساس یې د فېسبوک خاوند مارک زوکربرګ پر کمپنۍ د کنټرول ترڅنګ خپلې ونډې پلورلی شي.

د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د فېسبوک پلورنې له ۳ نیم ملیاردو ۵ ملیارده او ۳ سوه ملیون ډالرو ته لوړې شوي دي.

د فېسبوک عواید په سلو کې ۸۲ د موبایل فېسبوک له اعلانونو ترلاسه کېږي.

د فېسبوک په کاروونکو کې د میاشتې ۱۵ فیصده زیاتوالی راځي. تېر کال دې ویبپاڼې ویلي و چې د دې ټولنیزې ویبپاڼې د ټولو کاروونکو شمېر یو ملیارد او ۶۵۰ ملیون تنو ته رسېږي.

فېسبوک وايي چې په نړۍ کې د نورو کمپنیو رانیولو ته هم لېوالتیا لري.

دې کمپنۍ په ۲۰۱۲ م کال انسټاګرام په یو ملیارد ډالره اخیستی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *