څنګه کولای شو د فیسبوک انځورونه او پوسټونه له مشخصو ملګرو او کورنۍ سره شریک کړو؟

نعمت الله (خالد)

تاسو به ضرور د خپل ځان او کورنۍ عکسونه لرئ او غواړئ به چې فیسبوک یې خوندي کړي ، خو په داسي ډول چې نور خلک يې نه وویني د دې مطلب لوستل به له تاسو سره په دې چاره کې مرسته وکړئ او دا به یاد کړی چې څنګه خپل پوستونه او عکسونه له ځینو مشخصو ملګرو سره شریک کړئ چې هر څوک يې ونه وینئ.

دا چاره تاسو په دري ډوله کولای شئ، تاسو د هر پوست/عکس د سیټینګ په بدلون سره دا کار کولای شئ، یا د ځانګړي البم لپاره محرومیتونه وضع کوئ او یا هم د په عمومي ډول د ټولو پوسټونو او عکسونو لپاره سیټنګ کوئ.

1. انځور یا پوست له ځانګړو ملګرو یا ګروپ سره شریکول

کله چې غواړئ یو څو خاص ملګري یا ځانګړی ګروپ ستاسو پوست یا انځور وويني نو هلته لاندي په کوم ځای کې چې تاسو پوست لیکلئ/ يا مو انځور اچولی په ( Friends) مينو شی کلیک وکړئ، یو مينو به درته پرانیستل شي له هغه څخه په (Custom) کلیک وکړئ او خپل هغه ملګري غوره کړئ چې ستاسو پوست وویني.

Select Custom Privacy Options4
همدا شان تاسو کولای شئ چې ځيني عکسونه له ځينو ملګرو څخه پټ کړئ، چې هغه به يې نه ويني نور به يې وینئ خصوصاً کله چې تاسو له هغوی سره ملنډې وهئ او غواړئ چې هغوی خپل عکسونه نه وويني، نو له ( Don’t Shear with) څخه هغه ملګري انتخاب کړئ او په پای کې په Save Changes بټن کلیک وکړئ.

که غواړئ نور ملګري مو نښلول شوي انځورونه ، نه وويني نو (Friends of tagged) خانه مه چیک کوئ.

22. د یو انځوریز البم لپاره د لیدوونکو مشخص کول:

دا پورتنۍ هغه طریقې ته ورته ده چې د یو ځانګړي انځور یا پوست لپاره وه، یوازي خپل د انځورونو البم ته ولاړ شئ کوم چې د البم په لاندنۍ برخه کې واقع ده او په (Setting) باندي کلیک وکړئ، له هغه وروسته په مینو کې په Custom کلیک وکړئ او د مخکي په شان مخ ته ولاړ شئ په پای کې په Save Changes کلیک وکړئ.

2هغه ملګري چې ستاسو له انځور سره نشتي (ټګ) وي اوس هم ستاسو انځور لیدلی شي، که غواړي هغه يې هم نه وګوري باید د هر انځور جلا جلا سیټنګ وکړئ.

2
3. که غواړئ ټول انځورونه او پوسټونه مو شخصی شی او یوازي تاسو وکولای چې هغه وګورئ.

نو دا کار ډير اسانه دی یوازي په ( Only Me) باندي کلیک وکړئ، ستاسو پوست به یوازي تاسو وینئ دا چل درته هغه وخت په کار راځي کله چې د یوې موضوع په اړه پوره معلومات نه لرئ او غواړئ چې کله مو مالوت پوري شي نو بیا یې عمومي خپروئ چې ګرده ملګري يې ووينئ.

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *