خادم حسین

ولسونه چې یو مخصوصه جغرافیه کښې د تاریخي ارتقاء تسلسل ولري، اجتماعي احساس مرتٌب کړي، او د یو سیاسي اکاۍ حیثیت حاصل کړي نو هغوی ته نوي سیاسي اصطلاح کښې قام وئیلے شي. د اینډرسن په نزد دا یو امجنډ کمیونټي وي. د غرب او شرق د اکثرو مفکٌرینو تر مخه جغرافیه، تاریخ، مشترکه کلتور، ابادي، سیاسي اختیار، په فطري او مادي وسیلو قدرت او نورو قامونو سره د اړیکو ساتلو په نوعیت د فیصلو کولو اختیار یو قامي اجتماع تشکیلوي. د پیړو راسې د انسان د سیاسي فکر د ارتقاء نچوړ د قام د تصور په شکل کښې مخې ته راغلے دے.

دا عین ممکنه ده چې یو ولس د قام ټول فطري عناصر اولري خو په استبدادي توګه تحلیل کړے شي. په تاریخي توګه ولسونه یا خو په حغرافیايي توګه تحلیل کړے شوي دي او یا په کلتوري توګه. د قامونو د تحلیل کولو په ترڅ کښې د هغوي نه د هغوی سیاسي اختیار او د هغوی په وسیلو باندې د هغوي قدرت هغوی نه واخیستے شي. د دې عمل تر سره کولو د پاره یو خوا د قامونو اجتماعي حافظه وتروړلے شي او بلخوا د قامونو معتبرې علمي او سماجي ډلې اعتماد کښې واخیستے شي. دغه ډلې بیا د قامي اجتماعیت په ځائ د استبداد د زور او طاقت ملګرتیا کوي. د دې عمل لازمي نتیجه دا وي چې قامي اجتماعي احساس وروسته شي او قام ته په مجموعي توګه د محکومیت ژوند ورپه غاړه شي. دغه محکومیت د ځان سره مرګاني افلاس، بې وسي، تنګدستي او بوږنونکے غربت راؤړي ان تر دې چې د قام عام وګړي په انساني توګه د ژوند کولو جوګه پاتې نه شي.

دا د یو قام د اجتماعي ژوند هغه پړاؤ وي کوم کښې چې څه ژوندي روحونه د خپلې ژورې مشاهدې، د انساني شرف او جدید سائنسي سوچ په بنیاد د قام ریښې ریښې وجود راغونډول پیئل کړي. د قام اجتماعي حافظه کښې د قام پرون نن سره د تړلو هڅې شورو کړي. په خپله ژبه کښې ورته د سوچ کولو اهمیت په ګوته کړي. د خپلې خاؤرې د پیړو حکمت او دانش د لټون کار په سر واخلي. د مزکې فرهنګ او جمالیات را برسیره کړي. د فطري او مادي وسیلو شمیر ورته وکړي. د یو ازاد، خپلواکه، او شعوري اجتماعي ژوند افادیات ورته مخې ته کیږدي. د یو داسې اجتماعي ژوند خوب ورته اوښاې چې پکښې افلاس او بې وسي نه وي. دا حقیقت ورته څرګند کړي چې یو بل قسمه ژوند ممکن دے. دا حقیقت ورته وښايي چې یو سوکاله او با عزته ژوند ممکن دے. یو داسې ژوند ممکن دے چې هغې کښې انسانان د زړه د خلاصه یو بل سره مینه کولے شي. یو داسې ژوند ممکن دے چې هغې کښې د جنس، طبقې، پیشې، ذات، عقیدې، ژبې او رنګ په بنیاد امتیاز نه وي.

دا تصور چې څومره په مخکښې ځي هغومره یو تنظیمې شکل اخلي. او یو وخت داسې راشي چې د ولس اکثریت دغه ادراک د خپلو زړونو اواز اوګڼي.

دغه مبارزې ته په جدیده اصطلاح کښې قام پرستي یا نیشنلزم واې. دا د بشر دوستۍ د لړمون نه راوتې نتیجه وي. نیشنلزم یا قوم پرستي یو ماډرن تصور دے او د انساني ارتقاء لازمي نتیجه ده.

د تاريخ مطالعه دا ښائي چې د اولسونو د ژوندي او سوکاله پاتې کيدو د پاره د دؤ فکرونو ضرورت وي. قامي شعور او تهذيبي شعور. اجتماعي حافظه برقرار ساتل’ د اجتماعي وسيلو لټول، ساتل او روزل’ د خاؤرې او مزکې جماليات خوندي کول او په مخکښې بوتلل او ټولتيز ژوند کښې د منصفانه تقسيم په بنياد وګړو د پاره اسانتياوي پيدا کول د قامي شعور رختونه وي.

دا ټول عمل د قامي خپلواکۍ محتاجه وي.

روحِ عصر پيژندل او د هغې سره څنګ تر څنګ تلل’ د انساني ارتقا بيلا بيل پړاؤنه پيژندل او د تخليقي او ايجادي صلاحيتونو د وړاندې تلو د پاره سياسي او سماجي ماحول سازګارول د تهذيبي شعور علامتونه وي. دا هم د خپلواکۍ نه بغبر ممکن نه وي.

ا- د قامي شعور مهم اجزاء

۱- اجتماعي حافظه

د يو قام اجتماعي حافظه قامي تاريخ کښې خوندي وي. د هر قام تاريخ دوه بيلا بيل نيريټيوز يا بيانئے لري چې دوه بيلا بيل مآخذونو نه راؤځي. د قامي تاريخ يو مآخذ هغه وي کوم چې په يو قام بهرني حاکمانو، قبضه ګرو او استعمار ګرو په قام د حاکميت د جواز د پاره جوړ کړے او خپور کړے.وي.استعمار ګر د دغه تاريخ د خپرولو د پاره اوږد محال پلاننګ کوي. د علمي نظام او د زده کړې د نصاب برخه ې اوګرځۍ او دغسې يو خوا د قام اصل تاريخ د وخت ګردونو کې غيب کړے شي او بل خوا د قام اجتماعي حافظه په ورک شوي ډګر واچوي.

د پښتون افغان قام په حواله د حاکمييت او استعمار دغه تاريخ د ايرنيانو، مغلو، پيرنګيانو او د هغوی اتحادي ليکوالانو د ليکنو نه څرګند مخې ته راځي. دغه تاريخونو کښې پښتون افغان قام يو وحشي، جنګيالے، بې سواده، او بې تهذيبه قام ښکاري.

د قامي تاريخ دويم مآخذ هغه وي کوم چې د يو قام د لرغونپوهنې(آرکيالوجي)، بشر پوهنې (انتهروپولوجي)، فولکلور، کلاسيکي ادب او قامي دستاويزاتو د سائنسي تجزيې پر اساس ولاړ وي. د قامي خپلواکۍ د مبارزي د پاره چې د کوم قامي شعور او احتماعې احساس ضرورت وي د هغې له پاره د خاؤرې د اصل تاريخ لټون، څيړنه او کره کتنه د يو شرط حيثيت لري.

۲- قامي ژبه

که دا وويلے شي جې قامي ژبه د قامي شعور د پراخه عمارت د ژور بنياد وړمبۍ ښښته وي نو مبالغه به نه وي. قامي ژبه د خپل ايجاد، ساخت، نوعييت او ارتقاء پر اساس د يو قام اجتماعي فکر، اجتماعي پوهه او احتماعي نفسيات په خپل لړمون کښې ساتي هم او نسلونو ته ې منتقل کوي هم.

ژبه د اطلاعاتو د ترسيل ذريعه هم وي، د قامي کلتوري شناخت علامت هم وي او د قامي کلتور د ملا تير هم وي خو ژبه د اجتماعي سوچ او فکر بنيادي ساختونه هم رغوي. اجتماعي سوچ او قامي شعور لازم او ملزوم وي. ځکه دا نا اشنا خبره نه ده چې اسعمارګر او قبضه ګر چې کله هم په يو قام سياسي قدرت حاصل کړي نو وړومبے کار دا کوي چې د هغه قام ژبه مختورنه کړي. دغسې د قام د سوچ کولو اجتماعي صلاحيت متآثره شي او په فکري توګه د استعمار ګرو محتاجه شي.

دا خبره دې بايد واضحه وي چې د نورو قامونو ژبې زده کول د قامي شعور پرمختګ کښې نه مزاحم کيږي که چرې هغه د قامي ژبې په قيمت نه وي.

۳- ادب، فرهنګ او جماليات

شاعري، فکشن، داستانونونه، ډرامه (تهيټر)، فوالکلور، موسيقي، اتڼ، آرکيټکچر، د زده کړې نظام، جامه پيزار، کالي پتري او دود دستور د يو قام په اجتماعي توګه د ژوند ليدلور، د انساني قدرونو تعين او کائنات ته د کتلو انداز او زاويه په ګوته کوي.

ادب، فرهنګ او جماليات د يو قام د اجتماعي احساساتو د سر چينې نه د بهيدونکي تخيلاتي تخليق اظهاريه تشکيلوي. دوي د يو قام د ښکلا د اجتماعي تصور هنداره وي. دوي د يو قام د بيلابيلو جغرافيائ ټکړو او د زمان و مکان په حساب د بيلا بيلو نسلونو تر منځه د نه پريکيدونکي پيوستون کار کوي.

ادب، فرهنګ او جماليات د يو قام اجتماعي جوهر څرګنده وي. ددوي ارتقاء کښې د يو قام د پيړو د اجتماعي رياضت څريکې بريښي. د قامي شعور د پرمختګ د پاره دا ضروري ده چې يو خوا قامي ادب، فرهنګ او جماليات د اجتماعي رويو برخه اوګرځي او بل خوا ددوي پنګه کښې مسلسل اضافه اوشي. د قامونو د خپلواکۍ د مبا رزي د پاره د استعمار په ضد په تاريخي توګه ادب، فرهنګ او جمالياتو د مزاحمت مهم رول لوبولے دے او دادے اوس هم لوبوي.

۴- د قامي وسيلو اختيار او قدرت

وسيلې په دوه قسمه وي. طبعي يا فطري وسيلې او مادي يا کسبي وسيلې. وسيلې که فطري او که مادي، دا ديو قام د مادي ژوند د بقا او ارتقاء ذريعې هم وي او د يو قام د سماجي ادارو د نظام په ښه ډول په مخکښې د بوتلو بنياد هم ګرځي. په قامي وسيلو قامي اختيار د يو قام د سياسي اختيار بنياد ګرځي. سيندونه، دريابونه، چينې، درې، د غرونو څوکې او سلسلې، ګلونه، ځنګلونه، مارغان، ځناور، معدنيات، فصلونه، کاڼي بوټي (فلورا او فانا)، جغرافيائ مقاميت او ابادي (ياده دې وي چې لر او بر پښتانه په شمير کم و بيش پنځوس مليونه يا پنځه کروړه نفوس دي) د يو قام د فطري وسيلو غټ غټ قسمونه دي.

هنرونه، لارې ګودرې، د جرګو مرکو مرکزونه، د تنازعاتو د هوارولو ادارې، د زده کړو ادارې، د انتظام ادارې، روغتونونه، د پيداوار ادارې، د پنګې ادارې، د نکاس نظام او د استوګنې ټول انتظام د يو قام د مادي يا کسبي وسيلو غټ غټ قسمونه دي.

چي کله هم يو قام په طبعي او مادي وسيلو قامي اختيار او قدرت تر لاسه کړي نو د اجتماعي ژوند د اسانتياوي د پاره درې قسمه کارونه اوکړي. وړمبے خو د قامي وسيلو د لټون او تخمينې د پاره يو بشپړ تحقيق پيئل کړي او هغې ته ادرتي شکل ورکړي. دويم وسيلې پيداوار کښې بدلولو د پاره د زرائع او آلاتو ايجادولو د پاره د پوهې او هنرونو ادارې اودره وي. او دريم د پيداوار بيلابيلو پرګنو، ډلو ، کلو، ښارونو، چمونو او کوڅو کښې د منصفانه تقسيم اجتماعي ادارې جوړې کړي. د قامي خپلواکۍ د مبارزې مهم پړاؤ د قامي وسيلو لټون، تخمينه، پيداواري عمل او د پيداوار د منصفانه تقسيم د پاره د قامي وژن د وضاحت په شکل کښې مخښې ته راځي.

اا- تهذيبي شعور

تهذیبي شعور د یو قام د خپلواکۍ او سوکالۍ د مبارزې د پاره چې ځنګه د قامي شعور تنظیمول، تشکیلول او خپره ول ضروري دي دغسې د تهذیبي شعور په مخکښې بوتلل هم د شرط حیثیت لري. تهذیبي شعور څلور اجزاء لري. د عصر روح پیژندل، د سماج د منصفانه او مترقي ساختونو او رشتو د پاره اداره سازي کول، سیاسي سپر سټرکچر اودره ول او د انساني ژوند د بقا او ارتقاء د پاره د کائنات او کرٌې ماحولیاتي اړخ پیژندل، خوندي کول او بشپړول.

 دغه څلور واړه اجزاء د قامي مبارزي فکري بیانیې او وژن کښې ګنډل یو ځان له چیلنج دے کوم چې بائد قامي تحربک په سائنسي طرزِ فکر حل کړي.

۱- روحِ عصر پيژندل

د تهذيبي شعور وړومبے جزو د عصر روح پيژندل، د هغې تر سنګ تلل او د هغې بشپړتيا کښې اضافه کول دي. د خپلواکۍ او سوکالۍ د قامي تحريک د پاره دا ضروري ده چې د عصر روح په سائنسي توګه اوپيژني ځکه چې د عصر روح په يو دور کښې د بيلابيلو قامونو، اولسونو او جغرافيو تر منځه ابلاغ تشکيلوي. که يو قام روحِ عصر په سائنسي توګه اونه پيژندے شي نو که يو غاړې ته د قام وګړي د ژوند د هغه دور اسانتياوي تر لاسه نکړے شي نو بلخوا دغه قام يا خو نورو قامونو سره مسلسل تنازعه کښې وي او يا د يوازې والي غاړې ته لاړ شي.

د زمان و مکان د مادي تصوٌر تر مخه هر عصر چې په پيړو خور وي معلوم خصوصيات لري. دغه خصوصيات د انسانيت فکري، مادي او جمالياتي ارتقاء څرګنده وي. دغه خصوصياتوکښې يو مهم خصوصيت د يو عصر د علم تخليق او د هغې د منظٌم کولو ادارې او د پوهې رسمي او غير رسمي مرکزونه شامل وي. يو قام د پاره دا د شرط حيثيت لري چې کوم دور کښې چې اجتماعي ژوند کوي چې د هغه دور د علم د تخليق کولو آلاتو باندې عبور اولري.

د روحِ عصر دويم مهم خصوصيت د يو خاص دور د علم د تخليق افادي اړخ پيژندل د ي. دغه افادي اړخ ته مونږ ټيکنالوجي هم وئيلے شو. د يو دور ټيکنالوجي پيژندل، د هغې افادي استعمال او هغې نوره توانمندۍ او افادو کښې برخه اچول د يو قام خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره مهمه ده. لکه چې موجوده دور کښې انفارميشن ټيکنالوجي، جينياتي ټيکنالوجي او خلائ ټيکنالوجي پيژندل، د دوی په استعمال عبور حاصلول او ددوي مخکښې بوتلو کښې برخه اچول د عصر د روح د پيژندګلو غټ ثبوت دے.

د يو عصر د روح پيژندګلو د پاره چې کوم دريم خصوصيت پيژتږندل ضروري دي هغې ته مونږه د يو دور د انساني ژوند مشترکه اقدار وئيلے شو. د مثال په توګه د انساني جسم د برقرار او توانمند ساتلو د پاره فعالې ادارې او په عمومي توګه قابلِ قبول رويئٌے او د انساني ژوند د ښکلا، جذباتي ترفع او انفرادي خوند او خوشالۍ د پاره د فنون اصول خپله ول د انساني ژوند مشترکه اقدارو کښې شمارلے کيديشي. دغه قدرونو نه خبريدل او د قامي شناخت مناسبت سره دغه خپله ول د عصر د روح د پيژندګلو مهم خصوصيت دے.

د عصر د روح د پيژندلو څلورم مهم خصوصيت د بين المللي اړيکو اصول او تصوٌرات او د بين المللي اختيار مرکزونه پيژندل او دا دواړه د قامي اجتماعي ګټو د پاره استعمالول دے. لنډه د ا چې د قامي خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره تهذيبي شعور د بنيدي شرط حيثيت لري. د سماجي شعور يو مهم جزو د عصر د روح پيژندل دي.

د روحِ عصر مهم خصوصيات د يو دور د علم د تخليق اداري او د پوهې رسمي او غير رسمي نظامونه، د يو دور ټيکنالوجي، د يو دور د ژوند مشترکه اقدار او د يو دور د بين المللي اړيکو اصول او تصوٌرات پیژندل دي.

۲- د منصفانه سماج ادارتي ساختونه

د عصر د روح پيژندلو سره سره د يو دور د منصفانه سماج د تصوٌر پيژندل هم د تهذيبي شعور مهم فکري اړخ دے. په هر عصر کښې عمومي انساني ټولنه د ژوند يو خاص پړاؤ ته رسيدلي وي. د انساني رويو د ارتقاء په ترڅ کښې ټولنيزو رشتو ادارتي شکل اخستے وي. د يو فرد او ټولنې تر منځ، د ښځې او سړي تر منځ او د طبقو تر منځ د رشتو معيار ټاکلے شوے وي. د ټولنيز ژوند د اسانتياؤ د پاره اوزار او ساختونه ايجاد شوي وي. ددغه ټولو پيژندل او د مزکښې او خاؤرې دانش او حکمت سره سم دغه ساختونو ته ورکړه د قامي خپلواکۍ د مبارزې مهم اړخ دے.

د بيلګې په توګه دا وييلے شو چې يو زر کلونه مخکښې چې د ښځې او سړي د تعلق او ټولنيز ژوند کښې ددې دواړو د رول تعين چې د کوم علم په بنياد ټاکلے شوے ؤ د هغه علم منطقي بنيادونه د سائنس نوي تحقيقونو نړولي دي. ځکه نني دور کښې د ښځې او سړي د ټولتيز رول پخوانۍ ادارې د ترميم متقاضي دي. ښځه اوس د يو کمزوري، کم عقل او بې واکه مخلوق په ځائ يو با اختياره فرد ګڼلے کيږي. ځکه ټولنيز ژوند کښې به هم هغه هومره رول لري څومره چې سړے لري. دا تصوٌر به ادارتي شکل ته راوستل غواړي. دغسې د سماجي سائنس د پيوستون د تصوٌر تر مخه فرد د سماج عضو او سماج د افرادو منظٌم شکل ګڼلے کيږي ځکه نو د بيلا بيلو طبقو وجود د منصفانه سماج فريم ورک کښې نه ځائګي.

طبقاتي سماج د فرد د يواځې کيدو لوے لامل دے. او يواځې کيدل د وجود غير فطري شکل دے. نو ځکه هغه ټولې ادارې چې طبقاتي سماج تشکيلوي د ترميم متقاضي دي. د قامي خپلواکۍ منظٌمې مبارزې د پاره دا ضروري ده چې تحريک د منصفانه سماج د ادارتي ساختونو واضح وژن اولري.

۳- سياسي ادارې يا سپر سټرکچر اودرول

د قامي خپلواکۍ د مبارزې د تهذيبي شعور د فکري اړخ دريم مهم جزو د ے. د قامي خپلواکۍ تحريک د پاره د سياسي ادارو يا د سپر سټرکچر اودرولو واضح وژن لرل شرط دے.

د قامي ټولنېزژوند د اسانتياؤ د پاره قواعد او ضابطې ټاکل،  د وسېلو او پېداوار د منصفانه تقسيم د پاره اصول وضع کول، د انتظام د پاره پالېسۍ جوړول او د دې ټولو د نفاظ د پاره ادارې او زمه وارۍ ټاکل د سپر سټرکچر وظيفو کښې راځي. دا معلوم حقيقت دے چې د سپر سټرکچر نه بغېر قامي ټولنېز ژوند که ممکن هم وي خو متمدن کېدے نشي. قامي ټولنېز ژوند هله دوام دار کېدے شي چې متمدن هم وي او منصفانه هم وي. دې د پاره دا ضروري ده چې سپر سټرکچر کښې د ارتقاء کولو او د ټولنېزي تنوع ځائے کولو صلاحيت وي.

د قامي ټولنېز ژوند سپر سټرکچر د پاره دوه عوامل د شرط حيثيت لري. يو دا چې د قواعدو او ضابطو جوړولو ادارو کښې، د وسېلو او پېداوار تقسيمولو ادارو کښې او د انتظام ادارو کښې د ټولنې د بېلا بېلو طبقو، صنفونو او ډلو مساوي او منصفانه برخه وي او بل دا چې دغه ادارې سماجي بدلونونو سره د ارتقاء کولو صلاحيت اولري.

۴- ماحولياتي شعور

يه کومه سياره يا کرّه او ګيلکسي کښې چې اتسان د لکهونو کالو راهسې ميشته دے د دې څه فطري قوانين دي. که د انسانانو يوه ټولنه ددغه قوانينو پوهه اونه لري او دغه قوانين خپو لاندې کړي نو يو غاړې ته ددغه ټولنې بقا ته خطره پيښيږي او بلې غاړې ته د کرّې وجود زيان مند کيدو سره د انسان د نوع وجود خطره کښې شي.

دغه کښې يو قانون د تنوع يا diversiry دے. که د انسانانو څه افعالو سره فطري تنوع ته زيان رسي نو دا به کائناتي توازن کښې ارو مرو بې ثباتي راولي او دغه بې ثباتي به فطري ماحوليات سخا کۍ او بدرنګه کۍ. دې سره به د هواګانو، ونو بوټو، ځناورو او اوبو کميت او کيفيت کښې ډير کموت راځي. دا معلومه خبره ده چې د کائنات دغه ټول اشياء د انسان د نوع د بقا د پاره ضروري دي.

د زهرناکه مواد زياتوالي او د وسلو ډير والي د ګليکسي نظام خطرې سره مخ کړے دے. محققين دې خطرې ته په کرتو زمونږ پام راګرزولے دے چې که دا عمل جاري وي او څه حل ې او نه لټولے شي نو راروانه پيړۍ کښې انساني ژوند د يو ناوړې پيښې سره د مخ کيدو ډير امکانات لري.

د قامي خپلواکۍ د مبارزې تحريک سره دا وژن ضرور پکار دے چې څنګه راروان نسلونو ته يو محفوظه کرّه، ګيلکسي او کائنات پريږدي.

خادم حسين
پيښور
۱۱نومبر ۲۰۱۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *