افغانستان ددې ترڅنګ چې د نشه يي توکو د کرکيلې او توليد په سترو مرکزونو کې شمارل کېږي، د مبارزې لپاره يې په تېره لسيزه کې د نړيوالو په مرسته تر سره شوې هلې ځلې په نشت حساب دي او يا هم داسې فکر کېږي، چې ګويا په لوی لاس نه غوښتل کېدل، چې دغه پديده له منځه لاړه شي، نو ځکه خو دغه ګراف راټيټ نشو.
په افغانستان کې د نشه يي توکو سوداګري او د پروسس چارې تر کښت څو برابره زیاته شوې دي، د نشه یي توکو بازارونه او تولید د افغانستان په هغو سیمو کې د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوی، چې له وړاندې يې ستر مرکزونه بلل کېدل.
په هېواد کې د نشه يي توکي په ځانګړې توګه ترياکو او هيروينو توليد د نړيوالې او کورنۍ مافيا لپاره لاره اواره کړې، چې دغه توکی قاچاق کړي. ددې ترڅنګ چې بهر ته ايستل کېږي، په کور د ننه هم د نشه يي توکو واړه قاچاق چيان هغو کابو يونيم ميليون معتادو انسانانو ته دغه زهري توکی رسوي او له درکه يې د کال ميليونونه ډالر تر لاسه کوي.
د نشه يي توکو لوی سوداګر او مافيا بيا له دې درکه ان تر ميلياردونو ډالرو پورې تر لاسه کوي، خو له دې لارې راپيدا شوی اور بيا تر ټولو ډېر هغه هېوادونه سوځوي، چې پکې توليديږي او قاچاق يې ترې کېږي.
افغانستان يو له هغو هېوادونو دی، چې د نشه يي توکو د توليد تور داغ او بدنامي له لسيزو لسيزو له ځان سره ګرځوي او د ناامنيو يو لامل يې هم همدا بلل کېږي، چې مافيا هڅه کوي، حالات ګډوډ کړي او د نشه يي توکو سوداګري پکې روانه وساتي، نو ځکه خو د وسله والو اورپکو د مالي ملاتړ لپاره هم په يوه ښه عايداتي سرچينه ده.
په دغه سوداګرۍ او کار روزګار کې د نورو ترڅنګ لوی لوی لاسونه او سترې سټې شريکې دي، چې نه د چا وس رسيږي، چې مخه يې ونيسي او نه هم څوک کولای شي، چې مهار يې کړي.
د راپورونو له مخې د هلمند ولايت د ديشو ولسوالۍ د بهرامچې سيمه، د کجکي ولسوالۍ ګندوم رېز، د نيمروز او هلمند ترمنځ پرته لنډۍ پلالکه چاربولکه سیمه، د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ بند تيمور، د پنجوايي او رېګستان ولسواليو ترمنځ دواب سيمه، د فراه بالابولک، د غزني اجرستان، د تخار درقد او خواجه بهاوالدين، د بدخشان وردوج او بهارک، د ننګرهار شينواري، شېرزاد، حصارک، پچير اګام، مومند دره، لال پوره، اچین او ځينې نورې سرحدي سيمې، د لوګر ولايت د ازرې ولسوالي هغه ستر مارکېټونه او د توليد مرکزونه دي، چې د نشه يي توکو تولید پکې تر نورو سيمو ډېر دی او له دې ځايه هم بهرنيو هېوادونو ته ايستل کېږي او هم په کور د ننه له دغو سيمو نه توزيع کېږي.
په ټوله کې بدخشان، تخار، هلمند، نيمروز، روزګان، فراه او ننګرهار هغه ولايتونه دي، چې په لوړه کټه ګورۍ کې راځي او تر ټولو ډېر تولید او قاچاق ترې کېږي.
خو په تېره يوه لسيزه کې افغان دولت د نړيوالو په ملاتړ ونتوانېد، چې هغه سيمې د قاچاقبرو له منګولو وژغوري، چې د نشه يي توکو د پروسس لپاره يې پکې لابراتوارونه فعال کړي، د پېر او پلور مارکېټونه يې رامنځته کړي او له هغو نقطو په کور د ننه او بهر سپلای کوي. په دغو سيمو کې قاچاقبر سيار ټيمونه لري، ان ډېری وختونه خو په کليو ګرځي له خلکو نشه يي توکي اخلي، د کرکيلې د مخه بزګرانو ته پيسې ورکوي او هغوی ګرو وي يې.
وروستي معلومات په ډاګه کوي، چې افغان امنيتي ځواکونو په روان کال کې د نشه يي توکو ۱۲۵۰ قاچاق چيان نيولي دي. په دې ډله کې۳۰۰ يې د لويې کچې، ۹۰ يې د منځنۍ کچې او پاتې واړه قاچاقبر دي، چې د لويو قاچاق کوونکو ډېری په سرحدي ولايتونو کې نيول شوي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې د چارواکو د ستراتيژۍ له مخې په منځنۍ توګه هرکال بايد له ۱۲۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې د نشه يي توکو قاچاقبر بايد ونيول شي.
په ټوله کې د دغو قاچاق چيانو لويه برخه بيا په سوېل او سوېل لوديځ کې نيول شوي او ځينې يې بيا په ختيځ او شمالي ولايتونو کې نيول شوي دي. په نيول شويو کې درې تنه يې بهرنيان ۱۲ تنه يې د عامه خدمتونو موظفين دي، چې قاچاق وړونکو ته به يې اسانتيا وې برابرولې، په دغو نيول شويو کې ۱۵ ښځې هم شاملې دي.
په تېرو کلونو کې چې کله د نشه يي توکو کارباريان نيول شوي، لوی هغه يې په ډېره کمه موده کې له زندانونو ازاد شوي او يا يې کله هم د نيولو هڅه نه ده شوې، خو د منځنۍ کچې سوداګر يې بيا له زندانونو خپل کار بار روان ساتي، چې تر پخوا يې کار خوندي شوی هم دی.
اوس پکار ده، چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ريښتينې او ګرندۍ شي، ټول هغه لاسونه لنډ کړای شي، چې افغانستان د مافيا او نشه يي توکو په مرکز بدلول غواړي او له دې درکه د ځان ګټې تامينوي.