امیرجان احمدزی

کله چې مسوولین د اړتیا نه، بلکې د وړتیا له مخې انتخاب شي او کار اهل د کار ته وسپارل شي، نو هم ګټور بدلون ، اصلاح او پرمختګ ممکن دی او هم یې لاسته راوړنې او پایلې ګټورې او محسوسې وي. د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ښه او وړ مشرتابه، مناسب انتخاب، پام وړ پرمختګ اوګټورو لاسته راوړنو غوره بېلګه ده.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته د ډاکټر محمداکرم خپلواک په راتګ سره د څو میاشتو په موده کې د یاد وزارت کړنې په بېلابېلو برخو کې محسوسې شوې. دلته د وزارت د تېرو څو میاشتو په ټولو کړنواو لاسته راوړنونه، یوازې د زده کړې د برخې  په پرمختګونو غږېږو.

ډاکټر خپلواک د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ په ۱۲ د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو. نوموړي له همغو لومړیو ورځو څخه یې د باکیفیته زده کړو په موخه د یاد وزارت د دوو لېسو(خوشحال خان او رحمان بابا) د زده کړو بهیر ته پام وکړ. مسوولین یې د زده کوونکو د ستونزو او اړتیاو تشخیص او هواري ته وهڅول او په ټینګار یې ورته د زده کړې لپاره د ښو ذمینو، چاپېریال او اسانتیاو د برابرولو سپارښتنه وکړه.

د دواړو لېسو په لیلیو کې د زده کوونکو تر منځ د تېرو کلونو د شخړو او جګړو د مخنیوي او د زده کړو لپاره د مناسب چاپیریال د رامنځټه کولولپاره یې کلک تدابیر ونیول. زده کوونکي یې وپوهول چې که په لیلیه یا لېسه کې شخړو، جګړو او تاوتریخوالي ته زړه ښه کړي، یا د نورو د زده کړې بهیر د ګډوډولو هڅه وکړي، نو له لېسې څخه به وشړل شي.

همدارنګه یې د زده کوونکو لپاره ژمني او د کانکور ازموینې ته د تیاري کورسونه جوړ کړل. د وزارت د مشرتابه د همدغو اقداماتو او ځانګړې پاملرنې له برکته د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د قبایلو وزارت د اړوندو لېسو له ۷۸۱ تنو زده کوونکو څخه ۶۲۵ تنه یانې ۸۰ سلنه زده کوونکي د خپلې خوښې پوهنځیو ته بریالي شول. تېر کال د دغو لېسو د بریالیو زده کوونکو سلنه ۳۸ وه.

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د خوشال خان او رحمان بابا لېسو ۴۶ تنه طب، ۷۱ تنه انجینري، ۳۷ تنه اقتصاد، ۳۴ تنه حقوقو او ۴۳۷ تنه بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شوي دي.د قبایلو وزارت په پام کې لري چې همدا سږکال په پلازمېنه کابل کې د بې نتیجې زده کوونکو لپاره د بایزید روښان په نوم د نیمه لوړو زده کړو انسټیټیوټ هم پرانیزي. د دې ترڅنګ د قبایلو وزارت همدا سږ کال ۵۰ تنه زده کوونکي د لوړو زده کړو په موخه بهر ته استولي دي.

زه دا نه وایم چې د قبایلو وزیر یا وزارت ډهلی فتحه کړی، معجزه یې کړې، یا یې کوم استثنایي کار کړی، ځکه دا یې مکلفیت او مسوولیت دی، خو د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې یو ځوان وزیر په لږ وخت کې په دې توانېږي چې خپل مسوولیت او مکلفیت سم ترسره کړي. د دوی د همدغو سمو کړنو له برکته یاد وزارت د تېر کال په پرتله په کانکور ازموینه کې د بریالیو زده کوونکو سلنه له نیمایي هم زیاته لوړه کړه، له همدې امله یې پام وړ پرمختګ ګڼم. البته  د قبایلو وزارت یوازې د زده کړو په برخه کې نه، بلکې په نورو برخو او کاري لوریو کې هم ګڼ پرمختګونه او لاسته راوړنې لري. که د وروستیو څو میاشتو کړنې او لاسته راوړنې یې په دقت وارزول شي، نو ګڼ داسې پرمختګونه به ووینئ چې په لیدو به یې وغوړېږئ.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر  د خپل کار په لومړۍ ورځ په وزارت او د باور رایو د اخیستلو په ورځ په ملي شورا کې ژمنه کړې وه چې ورسپارل شوې دندې به سمې ترسره کوي. دادی ښاغلی خپلواک د خدای په فضل او د خپلې وړتیا له برکته په خپلو ژمنو کې بریالی راووت.

ډاکټر خپلواک لا هم هڅه کوي چې د  جګړو په  لسیزو کې له خپل تګلوري څخه کاواکه شوی وزارت بېرته خپل اصلي لوري ته ور برابر کړي. په همدې موخه یې له خپلو کاري ملګرو، قومي مشرانو، شوراګانو، دیني علماو او نورو سره ګڼې مشورې کړي او لا هم یاد وزارت ته د روښانه تګلوري په موخه په فکري، مشورتي او عملي هلو ځلو او څېړنو بوخت دی.

ډاکټر خپلواک غواړي چې خپلې کړنې وروسته پاتې او جګړه ځپلو سیمو او محرومو ولسونو ته  ور وغځوي. همغلته یې متمرکزې او بنسټيزې کړي. د وروسته پاتې والي، محرومیت، ناامنیو او د ژوند د لومړنیو اسانتیاو د کموالي او نشتوالي لاملونه وڅېړي. د له منځه تللو لپاره یې عملي او ګټور ګامونه پورته کړي. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د زده کړې ټکنی او ځنډنی بهیر ښه او چټک کړي. روغتیایي او نورې اسانتیاوې په کې اسانه ، ارزانه او پرېمانه کړي. د قومي مشرانو مرموزې وژنې ودروي، خلکو ته ارام، هوسا او بسیا ژوند کولو ذمینه برابره کړي.

4 thoughts on “د قبایلو وزارت پام وړ پرمختګ/ امیرجان وحید احمدزی”
  1. بښنه غواړو صاحبه! سږ کال په مجموع کې د کانکور د جذب ظرفیت لوړ و،چې دا د سرحدونو په وزارت او وزیر پورې هېڅ اړه نلري. د سرحدونو وزارت خپل خاصیت او ځای ځایګی له لاسه ورکړی هیله ده چې پر ملي بودیجې بار دا تش په نوم تشکیل لغوه شي.

  2. ډاکټرصاحب خپلواک له ډیر نژدی پیژنم ،با استعداده، زیارکښ او کارکوونکی ځوان دی، دوطن ا و خلکو سره بیجده مینه لری همیشه د خلکو په خدمت کی مصروف وی الله دی ورته نور توفیق هم ورکړی چی د وطن لپاره لا زیات خدمت وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *