تاند- د افغانستان حکومت له خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د یوځای کولو په اړه د پاکستان د پارلمان پر پرېکړه غبرګون وښود.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي«موږ د ډیورنډ کرښې په اوږدو او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي مداخلو او هلته د مېشتو قبایلو د سیاسي وضعیت د بدلېدو په موخه د پاکستان د یو اړخیزو اقداماتو په اړه تل خپلې اندېښنې له ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي او په دغو سیمو کې مو سیاسي او نظامي اقدامات بې له دې چې د دواړو لوریو په مشوره وشي، د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ په (۱۹۲۱) میلادي کال کې د شویو هوکړو خلاف عمل بللی دی.»
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د پاکستان پارلمان په داسې شرایطو کې له خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د انضمام پرېکړه کړې ده چې پر دغو سیمو پوځي وضعیت حاکم دی؛ د قبایلو سیمو په اړه هره پرېکړه باید په آرام وضعیت کې د ځايي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي، څو د هغوی د ارادې استازیتوب وکولای شي.
د پاکستان لویو ګوندونو لکه د نوازشریف مسلم لیګ، پیپلز او د عمران خان تحریک انصاف په یوه خوله په پارلمان کې له خیبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمو یوځای کېدو ته رایې ورکړې.
د اسفندیار ولي خان په مشرۍ عوامي نشنل ګوند له ډېرو کلونو راهیسې له خیبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو غوښتنه کوله خو د مولانا فضل الرحمان جمعیت علمای اسلام او د محمود خان اڅکزي پښتونخوا عوامي ګوندونو د دې پرېکړې مخالفت کړی دی.
جمعیت علما له قبایلو څخه د یوې بېلې صوبې د جوړېدوغوښتنه کوي خو د پښتونخوا عوامي ملي ګوند قبایل د افغانستان برخه بولي.
پاکستان پر قبایلي سیمو د انګرېز د استعمار د وخت زاړه او ظالمانه قوانین تحمیل کړي وو خو که دا سیمه له خیبر پښتونخوا سره یوځای شي قبایل به له مدني حقونو برخمن شي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د پاکستان پوځ او استخباراتو په تېرو کلونو کې قبایلي سیمې قصداً له مدني حقونو بې برخې ساتلې خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د پوځ او استخباراتو پېښې ولړزولې او مخکې تر دې چې خطر لا زیات شي، پارلمان ته یې شنه اشاره ورکړه چې دا سیمې له خیبر پښتونخوا سره یوځای کړي.
د پاکستان پوځ او استخبارات هیله لري چې دا پرېکړه به د پښتون ژغورنې غورځنګ مخه ونیسي.
ارګ ویلي، د افغانستان حکومت په قبایلي سیمو کې د استعمار د وخت زاړه او غیر انساني سیستم د حاکمیت په درک سره په یو اړخیزه توګه د قبایلي سیمو د خودمختارۍ د سلبولو پرېکړه، چې د دغو سیمو د ولسونو اراده او د افغانستان حکومت مشوره په کې شامله نه وي، د ستونزې حل نه بولي.