لومړۍ برخه:

کله چې د بغداد له مشهور درویش بهلول دانا نه د اسلامي خلافت نامتو بادشاه هارون الرشید وپوښتل، چې های کاش بادشاهي تل وی! بهلول ورته وویل، بادشاه سلامت: که بادشاهي تل وی نو تر تا به نه رارسیدلی.

حکومتونه تل تغیریدونکې وی په داسي حال کې چې ملي ګټې او ملي هویت تل ثابت پاتې کیږي. افراد د حکومتونو د سیاسي ماشین مختلفو پرزو ته ورته وي چې په ګډه د ټولیزو موخو د تر لاسه کولو، د لویو دندو د ترسره کولو او منزل ته د رسیدو لپاره د یو بل ممد تمامیږی.

د حکومت چوکۍ د هیچا نده بلکې د هر چا ده. د حکومت د نامه د اغستلو سره مو سم دست د قدرت، نفوذ او صلاحیتونو د استعمال مسله ذهن ته راځي. د قدرت سم استعمال، په کړنو کی د خدای نه هیرول، د ولس د غوښتنو سمه ترجماني کول، او په ټولنه کې د عدالت پلې کول، لکه چې څنګه چې یې خدای ژمنه کړی، په دنیا کې د مقام او قیامت کې د عرش سیوری ته د ودریدو سبب ګرځي. بعضي اشخاص د حکومت/قدرت په لوخړو کې ورک شي، ځان تری هیر شي، قام تری هیر شي، ملې ګټې لولپه کړی او بلاخره د زمان منفوره څیره، ذلیل شخصیت او بی نومه انسان شي.

د دنیا د نامه سره د فنا، د زمان د نامه سره د مرور او انسان د نامه سره د مړیني کمي او کیفي وروستاړې تړلی دی. د دنیا د لس زره کلن تاریخ په اوږدو کې مسکین، فقیر، بادشاه، ګدا، امیر او مامور ټول فنا شوی دی. وخت هیچا ته هم صبر نه دی کړی او هر انسان د مرګ مزه څکلی ده.

فرعون د خدایي دعوه وکړه مګر د لویو لښکرو سره دریاب وخوړ. نمرود غوښتل د نړۍ عام او تام واک پخپلو لاسونو کې واخلي لیکن یوه واړه ماشي په ډیر ذلالت وواژه او ابو جهل د قریشو غښتلي سړي وو، د خپل وراره حضرت محمد (ص) په تعذیب کې یې له هر ډول دهشت نه کار اغست لیکن بالاخره په ډیر حقارت د دوه وړو وړو ماشومانو په لاس ومړ. مرګ د ژوند سره تړلی مسله ده لیکن هغه کسان چې د قدرت زمان یې د شدت په تمثیل تیر کړی وی، د مرګ شیبې یې هرو مرو د افسوس، طعن او لعنت زیږنده وي.

قیام الدین خادم وایي.

خادم چې په رښتیا شي څوک د قام او د ملت

وطن به یې پس د مرګه په مدفن فخر کوي.

ددې لپاره چې د قدرت د ښه او بد استعمال او د هغه اړوند عواقبو په اړه مو سر خلاص شوی وی، دا تاسې او دا څو نړیوالی بیلګې:

  1. مصر ډیر پیچلی جیوپولټیکې جوړښت لری. یواځینې هیواد دی چې د افریقا، اسیا او اروپا سره ګډ مواصفات لري. دداسې یوه هیواد ساتل، د ګاونډیو د غوښتنو سره سم د اړیکو پالل او د ځان لپاره ځانګړی مقام جوړل ډیره ستونزمنه خبره ده. د مصر شمال ختیځ د افریقا، جنوب ختیځ د اسیا او بعضې سیمې یې د اروپا سره نژدی پرتی دی. که څه د پراخوالې په لحاظ یواځې ۱ ملیون او لس زره کیلو متره مربع سیمه احاطه کوي لیکن د شا او خوا متزلزلو هیوادونو د اغیز له امله د مصر د حالاتو مهار کول اسانه کار نه دی. د غزې د جنجالې تراړې سره ګاونډیتوب او په شمال ختیځ کې د اسراییلو شتون د مصریانو ژوند سخت کړی دی. تیل د اوسنۍ نړۍ تر ټولو لویه غوښتنه او ستونزه ده. که وګورو په تیرو سلو کلونو کې د نړۍ لویو ځواکونو په هغه سیمو کې جنجالونه جوړ کړی چې له تیلو ډک وي. دا چې د مصر په ختیځ او جنوب کې توره بحیره پرته ده، د مصر سیمیز کړکیچ یې لا پیچلی کړی او ددی هیواد د مشرانو لپاره یې د قدرت د سم استعمال خبره ستونزمنه کړیده.

توره بحیره چې اسیا او افریقا سره نښلوي د امریکا او اروپا د حرص مړۍ ده. ویل کیږي چې د غربي نړۍ تیل د راتلونکو سلو کلونو لپاره هم بسنه نه کوي، ځکه هغوی اړ دی خپلې ذخیري سپما کړی او د مخ پر وده او بی وزله هیوادنو تیل د اوس لپاره وکاوي. تیل او ویني شریکول د اوسنۍ غربي نړۍ د بهرنۍ پالیسۍ سری کرښې جوړوي او پدې لار کې که هر څوک خنډ ګرځي، باید له مخې لری کړای شي. د برطانيي یوه نیمه پیړۍ اوږده پالیسي امر کوي چې اوبه خړی کړئ او ماهیان ونیسئ او یا په بله اصطلاح، بیل کړه او ایل کړه، اوس هم د هغوی د خطرناکې تګلارې مهم ټکې جوړوي. توره بحیره د نړۍ پرمخ د تیلو یو تر ټولو مهمه سرچینه ده. دا بحیره ۲۲۵۰ کیلوم متره اوږده، ۳۵۵ کلیو متره پراخه، او ۲۲۱۱ کلیو متره ژوره ده. جنوب ته یې د مصر باب المندب او د ایدن خلیج او شمال ته یې د سینای جزیره او د سویز کانال پروت دی. جنوب او شمال ته څلور واړه سیمې له تیلو ډکې او یا د تیلو د تګ راتګ لاره تشکیلوي. د تیلو پسې لیونی غرب او د تیلو د انحصار بعضي وږي اسیايي هیوادونه هیڅلکه نه غواړی د مصر په شان هیواد دی د خپلو تیلو په سرچینو لاس بری اوسي. دوی تل هڅه کړی چې د مصر وضعیت په مختلفو بهانو خراب کړي، امنیت یې وتروړي، اقتصاد یې ویجاړ کړی، کورنیو تفرقو ته یې فرصت برابر کړی او بلاخره نه یواځې د مصر په ګاونډ کې لکه توره بحیره تر خپلی قبضې لاندی راولی بلکې د مصر شته سرچیني هم پخپل نامه کړي. پداسي حالاتو کې د نظام منسجم ساتل، ولسونه متحد کول، د خلکو غوښتنو ته رسیدل او د راتلونکې لپاره د هیلو نیالګې کینول یواځې د ښو رهبرانو ځانګړنه وي. دا ډول خلک د ګوتو په شمیر او نامتو سړي وي.

د غزې تراړه د فلسطین او اسراییل تر منځ تر ټولو جنجالې او د نړۍ د تاریخ تر ټولو اوږده لانجه ده. دا لانجه په ۱۹۲۰ کې پیل او په ۱۹۴۷-۱۹۴۸ کې په کورنۍ جګړه بدله شوه. غزه د مصر هیواد سره په جنوب لویدیځ کې ۱۱ کیلو متره او د اسراییلو سره په شمال او ختیځ کې ۵۱ کیلو متره سرحد لري. غزه تقریبآ ۳۶۵ کیلو متره پراخه ده او لږ تر لږه ۱.۸ ملیونه خلک پکې اوسیږي. د یوه مسلمان هیواد په حیث د مصر لپاره لازمه وه ترڅو د فلسطین لاسنیوی یې کړی وی لیکن د برطانېې، اروپا او امریکا ۱۳.۹ ملیونو یهودانو په ګډه تر نن ورځې د مصریانو اقتصاد، صعنت او ارام د سوال سره مخ کړی. د مصر ټول مشران او خاصکر ګمال عبد الناصر مجبور وو چې د هیواد پالنې او اسلامپالنې ترمنځ بیلانس او کلکه اړیکه ساتلی وی. نوموړی پخپل رول کې تر یوه حده بریالی او دادی ځکه اوس په سیمه او نړۍ کې د یوه غښتلی رهبر په حیث منل شوی دی. که څه هم په وروسیتو کې د غزې او اسراییلو په اړه د مصر دریځ بدل شوی لیکن په ټوله کې پخپله ګمال پدی ځانګړنه قضیه کې بریالی راووته.

برسیره پردی، مصر هیڅلکه هم د افریقايې هیوادونو لکه چاد، نیګار، الجیریا، تونیزیا……د لانجو نه، نه دی خلاص شوی او خاصکر په جنوب کې سوډان او لویدیځ کې یې لیبیا تل ددی هیواد ژوند ستونزمن کړی وو. د مصر او د افریقایي هیوادونو ترمنځ دا اړیکې د تاریخ په اوږدو کې کله د دښمنۍ او کله د دوستۍ رنګ ته اوښتې لیکن ګمال تل د خپل هیواد ملي ګټو ته تر بل هر چا ډیر ژمن پاتی شوی دی.

په هر حال، خوشحال خان خټک به ویل، چې ژوند، ننګ او واک د ګلو/زرو پالنګ نه دی. قدرت ته رسیدل یو هنر او د قدرت سم استعمال بل هنر دی. په نړۍ کې عجیب او غریب رهبران تیر شوی چې بعضو ته قدرت د مرګ لامل، د طعن بار او شرم حلقه شویده او بعضو ته یې تلپاتې ژوند ورکړی دی.

مصر د خپل تاریخ په ټول دوران کې عجیب پړاونه تر شا پریښودی دی. ګمال عبدالناصر ددی تاریخ مهمه برخه ده. ویل کیږي چې نوموړي د لسګونو کلونو مستبد شاهي نظام وپرزوه، د ۱۹۵۲ کال انقلاب يې تحریک کړل، ټولنیز عدالت یې قایم کړل، د عربو ترمنځ یې د نظر او عمل توحید رامنځ ته کړ، سیاسي هر اړخیز اصلاحات یې عملی کړل، د مدنیت لپاره یې پراخ کمپاین وکړ، خلکو ته یې جمهوري نظام هدیه کړ او د خلکو په زړونو یې راج وکړ نه د خلکو په بدنونو. که څه هم د ۱۹۶۷ کال د اسراییل-مصر په ۶ ورځنۍ جګړه کې یې ماتې وخوړه لیکن دا چې نوموړی د مصري ولس د ارادو ترجمان وو نو د تکفین او تدفین په مراسمو کې یې۵ ملیونه خلکو ګډون درلود. نوموړی په ۱۹۱۸ کې وزیږید او په ۱۹۷۰ کال کې د زړه د ناروغۍ له کبله ومړ او په کایرو کې خاورو ته وسپارل شو. عبدالناصر په ۱۹۵۶ کال کي د مصر دوهم نومیالی ولسمشر او په ۱۹۶۸ کال کې یې ځان صدراعظم اعلان کړ. د ګمال د ۱۹۵۲ کال اصلاحي انقلاب او د ۱۹۵۴ کال د سیاسي ریفورم هڅې تاریخي ارزښت لري.

نوموړې ماهر سیاسي فنکار وو. د ګمال یوه ځانګړتیا ده وه چې د خپل ولس په نبض پوهیده او د خپلو خلکو په منځ کې یې ځان تثبیت کړ. کله چې یې د اسراییلو سره د جګړی او ماتې وروسته له دندې مستعفي شو نو د مصریانو د تاریخي سولیزی مظاهرو او مکررو غوښتنو په پایله کې بیرته دندې ته راوګرځید لیکن تر پخوا ډیر ګړندی، هوښیار او دراک وو. نوموړی په هر غټ او واړه کار کې د خپل ولس د هر اړوند شخص (غټ او واړه) سره سلا مشوره کوله او کله یې هم پدی برخه کې سری کرښې نه دی کراس کړی.

دوهمه برخه بیا………

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *