ژباړه: محمد خالد ملکزی
سرچینه: د (کیفَ نتعاملُ مع القرآن) کتاب(1)
قرآن کریم د مسلمانانو د ژوند اساسي قانون او د عقیدې لومړنی مصدر او د اسلامي سپېڅلي شریعت لومړنۍ سرچینه ده. قرآن کریم هغهدین شموله او هر اړخیزه کتاب دی چې د بشري ژوند مختلفو محاورو (اړخونو)ته پکې توجه شوې ده. کله چې مونږ قرآن لولو؛ او بیا د هغه په آیتونو کې له ځان سره فکر کوو؛ نو جوتیږي چې: د قرآن ځینې آیتونه د عقیدې څخه بحث کوي؛ په داسې حال کې چې ځینې نور یې مونږ دحمیده (غوره) اخلاقو په لوري هڅوي. همداراز داسې آیاتونه هم پکې شته چې: د کورنۍ څخه بحث کوي، هم د عقېدې څخه بحث کوي او هم د عباداتو څخه؛ هم د تربیې او هم او د تزکیې څخه.په هر صورت ! دا تر دې پورې چې، تَرجمانُ القرآن (حضرت عبدالله بن عباس ــ رضي الله عنه ــ )به ویل : که چېرته له ما څخه د اوښې رسۍ (پېزوان چې اوښه پرې تړم) هم ورک شي؛ نو زه به یې په قرآن کریم کې پیدا کوم.
همداراز قرآن کریم په متناسب توازن سره د عقل په اړه هم له مونږ سره خبرې کوي؛ او کله چې مونږ د قرآن کریم مختلف آیتونه لولو؛ نو جوتیږي چې: د عقل کلمه په مختلفو اشکالو سره په قرآن کریم کې ذکر شوې ده؛ او مختلف مُشتقات لري؛ لکه: د (یعقِلون) او د (تعقلون) کلمات چې په قرآن مجید کې له 58 (اته پنځوس) ځلې نه زیات ذکر شوي دي. همداراز په قرآن کریم کې د فکر کلمه او د هغې مُشتقات بیا هغه کلمات دي چې د اوولس (17)ځلې نه زیاتکارول شوي دي.
سربېره پر دې د (الباب) کلمه چې د عقل سره تړاو لري؛ دا کلمه په ټول قرآن کې له شپاړلس (16) ځلې نه زیاته کارول شوې ده. په عربي ژبدود کې الباب د لُب د کلمې جمع او لُب یې مفرد حالت ته ویل کېږي چې څو معناوې لري؛ لکه: خالص څیز. د یو څه داخل ته چې بیرون یې غورځول کېږي؛ لکه: د چهارمغزو، بادامو او داسې نورو وچو میوو داخل چې خوړل کېږي او پوستکی یې بیرون غورځول کېږی. کله چې دا کلمه د انسان لپاره وکارول شي؛ نو مطلب او مرادترېنه د انسان عقل او مغز وي. په قرآن کریم کې هم چې کله د (أُولو الألباب) کلمه کارول کېږي؛ نو مراد ترینه د الله تعالیــﷻ ــپه نور او هدایت باندې روشن فکره خلک، او د سالم عقل خاوندان دي.
همداراز په قرآن کریم کې یو لړ نور داسې کلمات هم کارول شوي دي چې: هغه هم د عقل سره تړاو لري؛ لکه: نظر کول، تَدبُّر کلمه (چې د فکر کولو په معنا ده). د حُجت او د بُرهان کلمې چې دلیل ته ویل کېږي. د نُهی کلمه چې دا هم د عقلمندۍ په معنا سره ده او همداراز د حکمت او د علم کلمات چې د عقل سره تړاو لري. دا او داسې نورې کلمې په ټوله کې مونږ ته د دې ښودنه کوي چې: قرآن کریم انساني عقل ته خورا زیاته توجه کړې ده؛ او دومره توجه چې یوازې قرآن کریم عقل ته کړې ده؛ د نړۍ پر مخ بل هېڅ دین او هېڅ کتاب ورته نه ده کړی.
له همدې کبله مونږ وایو چې: قزآن کریم یوازې او یوازې د قوانینو او د نظامونو د بیانولو کتاب نه دی؛ تر څو مونږ یې په نړۍ کې د قانوني کتاب په نامه سره وپېژنو؛ بلکې مقصودي خبره داده چې: قرآن زمونږ د ټول ژوند پورې تړلی او شامل کتاب دی؛ او دا هر څه مونږ ته قرآن په خورا ښه نظم او دقیق اسلوب سره بیانوي.
په پای کې غواړو یو بل حقیقت ته ستاسې پام راواړوو، او هغه دا چې: قرآن کریم یوازې انساني عقل او ضمیر ته هم توجه نه کوي؛ بلکې پر عقل او فکر سربېره؛ زړه ته هم ځانګړې توجه کوي؛ لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ ٍ](سورة الشعراء 88 او 89آیتونه).
ژباړه: (او د قیامت) په ورځ به نه مال او نه هم اولاد (هېڅ چا) ته څه ګټه ورسوي؛ مګر هغه څوک چې د سالم زړه سره راشي (چې د کفر، نفاق او اخلاقي رزایلو څخه یې زړه پاک کړی وي).
بلکې قرآن کریم ټول وجود مخاطبوي. که له یو لوري یې مبارک آیتونه عقل ته قناعت وربخښي؛ نو په ورته وخت کې زړه هم په حرکت او خوځښت راولي، او د جُمود او خُمود له حالت څخه یې د کار او فعالیت ګرم مېدان ته هڅوي. قرآن کریم د فلسفې د پخوانیو کتابونو په څېر نه دی چې یوازې عقل تر څېړنې او کتنې لاندې ونیسي؛ بلکې ټول انساني وجود ته پیغام لري؛ او د وجود د مختلفو غړو نومونه اخلي او مونږ ته د هغې ځانګړتیاوې بیانوي.