تاند- په قرغه کې د ملي اردو پر فرقې د وروستۍ حملې په تړاو ۷ تنه جګپوړي صاحب منصبان برطرفه شوي دي.

د ولسمشر غني یوه ویندوی شاه حسین مرتضوي نن /سې شنبه/ وویل، د دلوې د میاشتې په نهمه د قرغې پر فرقې د حملې په اړه له تحقیقاتو وروسته ولسمشر غني د دوو جنرالانو په شمول د ملي اردو د ۷ جګپوړو افسرانو د برطرفۍ امر وکړ.

د مرتضوي په وینا دا کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د قرغې د فرقې په حمله کې، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، د ملي اردو ۱۱ غړي ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول.

په دې برید کې د داعش ۵ انتحاریانو برخه لرله چې دوو یې ځانونه والوزول، دوه امنیتي ځواکونو ووژل او یو ژوندی ونیول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *