د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف

تاند- د قزاقستان ولسمشر وایی، په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش پر ضد فشار به دا ډله اړ باسي چې افغانستان ته ولېږدي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور پر اساس، د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف د چاپان د سفر په ترڅ کې نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل«په عراق او سوریه کې د داعش یا اسلامي دولت د غړیو پر ضد فشار به د دې سبب شي چې دا ډله له دغو دوو هیوادونو د افغانستان لور ته لاړه شي.»

ده همداراز وویل، په ټوله سیمه کې د داعش له لوري ګواښ شته ځکه چې افغانستان د منځنۍ اسیا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره اوږده پوله لري.

د ملګروملتو په یوه تازه راپور کې، چې د شنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې په افغانستان کې د ۴۵ زره وسله والو یاغیانو په منځ کې له ۲۰ تر ۲۵ فیصده بهرني په تېره بیا د منځنۍ اسیا او عربي هیوادونو اتباع دي.

روسي چارواکي هم وايي چې په افغانستان کې د داعش تر نیمايي زیات جګړه مار د منځنۍ اسیا اتباع دي او دا کسان لېوال نه دی چې په افغانستان کې پاتې شي.

خو له دې سره سره په افغانستان کې د داعش نفوذ تر تېر کال کم شوی دی.

د ملګروملتو د کارپوهانو په وینا د داعش نفوذ د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې کم شوی دی.

کارپوهان وايي، اوس د داعش زور د طالبانو په وړاندې په جګړه کې هم لږ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *