تاند- سپینه ماڼۍ وايي، د قراقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف به راتلونکې اوونۍ د امریکا له ولسمشر ډانلډ ترمپ سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ له خبرپاڼې سره سم، دواړه مشران به پر سیمه ییز امنیت، امنیتي مسلو او اقتصادي همکاریو هم وږغېږي خو د خبرو کلیدي موضوع به یې افغانستان وي.

د قزاقستان ولسمشر په داسې حال کې له ولسمشر ټرمپ سره ویني چې دا هیواد د ملګروملتو د امنیت شورا مشري په غاړه لري.

ټرمپ تر دې مخکې د مې په میاشت کې له نور ساطان نظربایف سره په سعودي عربستان کې د عربو، اسلام او امریکایانو په سرمشریزه کې کتلي و.

نظربایف، چې په ۱۹۹۱ م کال د پخواني شوروي اتحاد له پاشل کېدو او د قزاقستان د خپواکۍ له مهاله واک په لاس کې لري، له سیاسي مخالفانو او ژورنالیستانو سره د سلوک په خاطر د بشري حقونو د ډلو له انتقادونو سره مخامخ دی.

د قزاقستان په شمول د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان پر ناامنۍ اندېښنه لري. د دوی اندېښنه په افغانستان کې د داعش د سختدریځې ډلې له فعالېدو وروسته لا زیاته شوې ده ځکه چې د منځنۍ اسیا ګڼ شمېر سختدریځي، چې پخوا له طالبانو سره ملګري ول، اوس د داعش ملاتړ کوي.

د داعش د افغانستان او پاکستان څانګه په ۲۰۱۴ م کال فعاله شوه او اکثره غړي یې پخواني طالبان او په افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا د جهادي ډلو دي.

قزاقستان په تېرو کلونو کې په افغانستان کې له مېشتو ناټو ځواکونو سره د ترانزیت په برخه کې همکاري کړې ده.

د دغه هیواد ګاونډي قرغیزستان امریکايي پوخیانو ته د ماناس اډه ورکړې وه چې د افغانستان په جګړه کې یې کلیدي رول درلود.

وروسته له دې چې امریکا پاکستان ته پوځي مرستې بندې کړې، د پاکستان پر ترانزیتي لارو اتکا ښايي بیا کمه شي. په داسې حال کې قزاقستان او د منځنۍ اسیا نور هیوادونه یو وار بیا د ناټو لپاره اهمیت پیدا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *