په کابل کې له پرونیو ځانمرګو بریدونو نه وروسته وضعیت به د افغان سولې ګونګه او پېچلې بڼه لا ستونزمنه او سخته کړي.

له دې برید سره معلومه شوه،چې وسله وال طالبان او د دې قضیې نورې غاړې تراوسه هم سولې ته په رسیدو کې ژورې ستونزې او پخواني دریځونه لري.

له لویه سره همدا ضدونقیض او ګونګ دریځونه سبب شوي،چې افغانان د خپلې دې عاجلې اړتیا په سهي پوره کولو کې ښکېل اړخونه کم باوره وګڼي.

له دې اړخونو څخه یو یې د افغان حکومت د سیاسي مخالفت په واک کې شریک مدعیان دي،چې په دې لیکنه کې یې د قطردفتر په اړه ښودلو غبرګونونو ته لنډه کتنه کوو.

په ارګ دننه

د افغان حکومت د سیاسي مخالفت اکثره مدعیان ولسمشرکرزي ته د ارګ په ځانګړو غونډو کې چې له سیاسي او جهادي شخصیتونو سره د مشورتي ناستو په نامه جوړیږي،حکومت ته یو ډول مشورې ورکوي،خو له ارګه د باندې بیا پرخپلو هماغو مشورو د شوي عمل خلاف خبرې کوي.
له دې ډلو څخه د ملي جبهې سیاسي ډله یادولی شوو،چې مشري یې د ولسمشرمخکینی مرستیال احمدضیا مسعود کوي.
د دې جبهې یوه غړي حاجي محمد محقق د تېرې اونۍ په اوږدو کې دوه ځلې د ارګ په پورتنیو یادو شوو غونډو کې د دغې سیاسي ډلې په استازیتوب برخه لرله.
د دې غونډو په لومړنۍ کې یې ولسمشرد قطردفتر د پرانیستل کیدو په اړه د ښاغلي محقق په ګډون له نورو هغو کسانو سره چې ارګ یې سیاسي او جهادي شخصیتونه ګڼي،مشوره کوله.

دوی ټولو د ارګ د یوې اعلامیې پربنسټ د یاد شوي دفتر له جوړیدو سره خپله موافقه وښوده او د افغانستان په خیر کار یې وګاڼه.
له هغې یو که دوه ورځ پس،چې د قطردفتر پرانیستل شو،د پرانیستې په هماغه ورځ یې له هماغو کسانو سره،چې ولسمشر او ارګ یې سیاسي او جهادي شخصیتونه ګڼي،بله مشورتي غونډه وشوه.

په دې غونډه کې بیرته هماغو کسانو،چې ولسمشرته یې د قطردفتر د تایید او ملاتړ مشوره ورکړې وه،له دغه دفتر سره د مخالفت او ورته د سولې عالي شورا د پلاوي د نه استولو خبره وکړه.

په دې غونډه کې هم وېل کېږي،چې ښاغلی محقق او د ځینو نورو هغو ډلو استازي حاضروو،چې د حکومت د سیاسي مخالفت ادعاوې کوي.
پرملي جبهې سیاسي ډلې سربېره د ملي محاذ ګوند استازی هم(کله خپله د ګوند مشرپیرسیداحمدګیلاني او کله یې زوی سیدحامد ګیلاني) ډېرکله د ارګ په دغو مشورتي غونډو کې وي او په ډېرګومان چې په دې دوو غونډو کې به هم د دوی استازیتوب موجود و.
همدا شان د مشرانو جرګې رېس فضل هادي مسلمیار او ګوندي مشر یې استاد سیاف هم د ارګ د دې ځانګړو غونډو له ځانګړو برخوالو څخه وي او په دې غونډو کې به یې هم په ډېرګومان د معمول مطابق برخه لرله.

له ارګه بهر

له یادو شوو غونډو وروسته د ملي جبهې سیاسي ډلې مشر احمدضیامسعود،د همدې ډلې غړی او د ملي امنیت مخکینی ریس امرالله صالح او د ارګ د مشورتي غونډو د برخوالو اړوندو ځینو نورو کسانو د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې ګډه خبري غونډه جوړه او د قطردفترپه اړه یې نور نظریات څرګند کړل.

د دوی راټولیدنه په ټوله کې د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ د شورا په نامه وه.

په دې غونډه کې له یوې خوا د دغې شورا ګډنظر د قطردفتر په اړه بیان شو،چې د یوې سیاسي ډلې په توګه یې د وسله والو طالبانو د نه پېژندو پرمسلې تاکید کاوه.

دوی نورې غوښتنې او نظریات هم لرل،چې په مجموع کې معتدل او معقول ګڼل کېدای شي.

خو ضیامسعود یو مخ له سولې منکر او غوښتنه وکړه،چې وسله وال طالبان باید د زور او فشار په وسیله له جګړې لاس اخیستو ته مجبور کړی شي.

د ملي محاذ ګوند ،چې د یادې شوې شورا له مهمو ایجادونکو او تنظیمونکو ګوندونو څخه حسابیږي،په ټوله کې له ارګه بهر د ملي محاذ ګوند او د حکومت د بل برخوال ګوند افغان ملت دریځونه هم په ارګ او له ارګه د باندې متفاوت لیدل شوي.

د مشرانو جرګې رېس فضل هادي مسلمیار غبرګون خو لا ترضیا مسعود او نورو هم توند و،ده د دغې جرګې په یوه عمومي غونډه کې یو مخ د سولې روانې هڅې د لویدیځ دسیسه وګڼله او خلک یې پروړاندې هوښیارۍ ته وهڅول.
د دوی دا متضادې خبرې د ډېرو پوښتنو او شکونو زېږونکي دي،هغه تصور چې معمولاً د ښو او ثابتو سیاسي اړخونو په اړه خلکو ته نه پیدا کیږي.

ګرداب ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *