تاند، چهارشنبه، د حوت ۱۴مه: د قطر امیر ولسمشر غني سره تلیفوني تماس نیولی او ورته یې ویلي دي چې هیواد یې د افغان سولې په پروسه کې د اسانچاري په توګه زمینه مساعدوي.
له ارګ څخه په دې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې شیخ تمیم بن حمد ال ثاني تېره ورځ ولسمشر غني سره غږیدلی او په سوله کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
خبرپاڼه کاږي چې د قطر امیر له طالب استازو سره په لیدنه کې ویلي چې اوسنی افغانستان د دوه لسیزو پخوانی افغانستان نه دی او باید چې دا ډله د افغانستان اوسني واقعیتونه ومني او د افغانانو غوښتنو ته درناوی وکړي.
ښاغلي امیر قطر، له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي، طالبان ځینې غوښتنې لري چې باید په افغاني مذاکراتو کې پرې بحث وشي: (( د افغانستان اوسنی واقعیت دا دی چې دا هیواد مشروع او منتخب حکومت لري او طالبان باید دا ومني چې د افغانستان دولت د خپلو خلکو او ملت استازی دی او د هغوی مشروع غوښتنې مطرح کوي.))
په دې تلیفوني تماس کې ولسمشر غني ویلي، د اړتیا په صورت کې به د سولې په پروسه کې له قطر سره تماس نیسي.
قطر له تېرو اتو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د امریکا او طالبانو د سولې د تړون کوربه توب یې هم وکړ.