تاند – (یکشنبه، د سمبلې ۱۰) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره یې نهم پړاو خبرې بشپړې شوې او نن (یکشنبه) د سلامشورو لپاره کابل ته ځي.

د راپورونو له مخې، دواړو خواوو تېره شپه ناوخته د قطر په دوحه کې خپلې خبرې پای ته ورسولې.

زلمي خلیلزاد د خبرو په پای کې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«موږ د یوې داسې موافقې په درشل کې یوو چې تاوتریخوالی به کم کړي او افغانانو ته به لاره پرانیزي چې د یوې دوامدارې او ویاړمنې سولې لپاره خبرو ته کښېني.»

خلیلزاد دا هم ویلي چې له طالبانو سره د نهم یا وروستي پړاو خبرو په اړه د سلامشورو لپاره به نن (یکشنبه) کابل ته لاړ شي.

تر دې پخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي و چې له طالبانو سره د امریکا د سولې موافقه به د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د سپټمبر تر لومړۍ پورې نهايي شي.

پرون (شنبه) په قطر کې د طالبانو ویندوی سهیل شاهین هم ویلي و چې موافقه نهايي کېدو ته نژدې شوې ده.

دا موافقه په داسې وخت کې کېږي چې طالبانو پرون پر کندوز پراخې حملې وکړې.

وروسته له دې چې ښاغلي خلیلزاد په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره د طالبانو او امریکایانو د سولې د موافقې پر مسودې مشوره وکړي، په یوه لویه غونډه کې به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي.

طالبانو ویلي چې ممکن موافقه په قطر کې د روسیې، چین او ملګروملتو د استازو په حضور کې لاسلیک شي.

خو ځینو لوېدیځو سرچینو ویلي چې ښايي د موافقې د لاسلیک غونډه د ناروې په اوسلو کې جوړه شي.

همداراز په پام کې ده چې اوسلو د بین الافغاني خبرو کوربنه هم وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *