دا خبر بیا بیا تازه شوی

تاند- وروستی راپور وايي چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو خواوو خبرې نن پای ته رسېدلي او پرمختګ پکې شوی. دې خبرو ۱۶ ورځې دوام وکړ او د طالبانو او امریکایانو ترمنځ تر ټولو اوږدې خبرې وې.

د غونډې له ځایه باوري سرچینې وايي چې کومه موافقه لاسلیک شوې نه ده خو پر یو شمېر الفاظو او د هغو پر تعریف، چې باید په مسوده کې ولیکل شي، اختلاف حل شوی دی.

سرچینې وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر مهالوېش جوړجاړی نه دی شوی خو په دې دواړو خواوو موافقه کړې چې بل پړاو خبرې به د راتلونکې مارچ په وروستیو کې کېږي.

همداراز طالبانو منلې چې د القاعده په شمول به له ترهګرو ډلو لاس اخلي.

دواړو خواوو د امریکايي پوځیانو پر وتلو، د تروریزم د ملاتړ د بس کولو، د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو او اوربند خبرې کړي دي.

خو د (ټاسک اند پرپوز) امریکايي خپرونه د نامعلومو سرچینو په قول وايي چې د قطر په خبرو کې یوازې د امریکايي پوځیانو پر وتلو او د افغانستان له خاورې څخه د بل هیواد پر ضد د تروریستي حملو د نه کېدو پر دوو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

طالبانو ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر مهالوېش موافقه نه ده شوې خو د وتلو پر څرنګوالي یې بحثونه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکايي سرچینې وايي چې خلیلزاد به ژر واشنګټن ته لاړ شي چې له جګپوړو چارواکو سره د قطر د خبرو په اړه مشورې وکړې.

اې بي سي نیوز: طالبان وايي، له دې سره سره چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی، په قطر کې د طالبانو اوامریکایانو ترمنځ د سولې تر ټولو په اوږدو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

دا هم ویل شوي چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پر خبرو او اوربند هم دواړو خواوو خبرې کړي او د موافقې یو متن یا مسوده په دوو ژبو (غالباً پښتو او انګلیسي) ترتیب شوې ده.

خلیلزاد: له لوړو ژورو سره پرمختګ شوی

میامي هیرالډ (امریکايي) ورځپاڼه: په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وروستۍ خبرې په ځايي وخت د شپې په ۸ بجې او ۲۰ دقیقې پای ته ورسېدې.

دا د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو اوږدې خبرې وې او په پای کې یې دواړو خواوو وویل چې پرمختګ پکې شوی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد وايي د سولې لپاره شرایط ښه شوي دي.

دی وايي«دا څرګنده ده چې ټولې خواوې غواړي چې جګړه پای ته ورسېږي. له لوړو ژورو سره سره خبرې مو داسې ځای ته ورسولې چې حقیقي پرمختګ ګڼل کېږي.»

خلیلزاد زیاته کړه، دواړو خواوو د ځواکونو د وتلو او د تروریزم ضد ضمانت په اړه د موافقې دوې مسودې جوړې کړې.

ده دا هم وویل چې واشنګټن ته ځي چې له نورو سره سلا مشورې وکړي.

طالبان له خبرو راضي ښکاري

د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، طالبانو ویلي چې د اوس لپاره دواړه خواوې شوی پرمختګ په پام کې نیسي، له خپلو مشرانو سره پرې خبرې کوي او راتلونکې غونډې ته تیاري نیسي. د بل پړاو خبرو نېټه به د دواړو خواوو مرکچي پلاوي وټاکي.

خو په نورو راپورونو کې ویل شوي چې بل پړاو خبرې به په مارچ میاشت کې (غالباً د حمل یا نوي لمریز کال په لومړیو کې) پیل شي.

د قطر د خبرو د بري او ناکامۍ په اړه ضد و نقیض راپورونه

تاند- د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د پرمختګ په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې دواړه خواوې په اصلي مسایلو موافقې ته رسېدلي او یوازې پر جزییاتو بحث کوي خو ځینې نور راپورونه وايي چې د دواړو خواوو خبرې تېره شپه بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.

ویل شوي چې د تېر ماخوستن تر ۹ بجو دواړو خواوو خبرې وکړې او دا پړاو خبرې یې، چې ۱۴ ورځې پخوا پیل شوې وې پای ته ورسولې او د بل پړاو په اړه به ژر پرېکړه وکړي.

په عین وخت کې داسې راپورونه هم شته چې د دواړو  خواوو ترمنځ زیات بحث د الفاظو پر تعریف راڅرخي؛ مثلاً طالبان له امریکایانو سره د تروریزم پر تعریف جوړ نه راځي.

طالبانو منلې چې د افغانستان له خاورې څخه به د بل هیواد پر ضد د تروریستي حملو یا د تروریزم د صادرېدو مخه نیسي خو دا ډله تروریزم یو څه ته وايي او امریکا بل څه تروریزم ګڼي.

مخکې به زلمي خلیلزاد ځینې موضوعات د ټویټر له لارې توضیح کول خو اوس دواړو خواوو منلې چې د خبرواترو له سالونه به د خپلو خبرو جزییات دباندې نه باسي؛ له همدې کبله تر دې دمه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو د خبرو په اړه پر راپورونو زیات باور نه شي کېدای.

One thought on “د قطر خبرې پای ته ورسېدې، پرمختګ پکې شوی خو موافقه نه ده شوې”
  1. چې بل پړاو خبرې به د راتلونکې مارچ په وروستیو کې کېږي.
    —–دلته راتلونکې مارچ یعني بل کال به دا خبري کيږي؟ که مو مقصد دا دئ چي د دغه میاشت په وروستیو کي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *